د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

نی:زیات ګواښونه افغان ژورنالستانو په تیر یوه کال کې زغملي


د (( نی )) د ادارې مشر صدیق اله توحیدي
د (( نی )) د ادارې مشر صدیق اله توحیدي
نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړه اداره وایي، سره له دې چې په تیر یوه کال کې ازادو رسنیو د پام وړ مسلکي فعالیتونه ترسره کړي دي، خو خبریالان یي د پېښو په هکله د خبر او راپور جوړولو په جریان کې له ستونزو سره مخ شوي هم دي.

د (( نی )) د ادارې مشر صدیق اله توحیدي چې د دوشنبې په ورځ یي په کابل کې د یادې ادارې د ژورنالیستیکي کار او فعالیت یو کلن راپور خبریالانو ته تشریح کاوه ویي ویل چې اوس هم افغان خبریالان له داسې ستونزو او ګواښونو سره مخ دي چې نه شي کولای د دوي مسلکي چارې په ښه توګه ترسره کړي.

ده هغو ګواښونو او ستونزو ته اشاره وکړه، چې افغان ژورنالستانو په تیر یوه کال کې زغملي دي:

(د یوزرو درې سوه نهه اتیایم کال په راپور کې د خبریالال د وژنې یوه پېښه د ټپي کېدو درې پېښې د نیول کېدو اته د وهلو ټکولو اتلس او د ګواښ اته ویشت پېښې ثبت شوي دي.

تیر کال د تښتونې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې، ټولې اته پنځوس پېښې کیږي حال دا چې وړم کال د دی پېښو شمېر له اتیا و څخه زیات و.)

په راپور کې داسې مواردو ته هم اشاره شوې ده چې یو شمېر دولتي چارواکو، وسله والو طالبانو، د ایتلاف ځواکونو، ناپیژندل شوېو افرادو او د رسنیو خاوندانو خبریالان ګواښلي دي.

د (( نی )) ادارې یو نوی چاپ شوی کتاب هم خبریالانو ته تشریح کړ چې د افغان ژورنالیستانو لس کلن فعالیتونه، پرمختګونه او ستونزې په کې راټولې شوي دي.

ښاغلي توحیدي له دولت څخه وغوښتل، چې په تیرو لسو کلونو کې دې د وژل شوېو ژورنالیستانو وژونکي ومومي:

(د عدلي او قضایي ارګانونو د چارواکو په ګډون د افغانستان له ټولو دولتي چارواکو هیله کوو چې د ژورنالیستکي وژونکي او تحدیدوونکي دي په ګوته او قانوني چلند دې ورسره وکړي.)

د نی مسئولینو دا هم وویل، چې اوس هم ځیني دولتي چارواکي د خبر او راپور جوړولو لپاره له خبریالانو سره لازمې مرستې نه کوي.
خو په دې خبري ناسته کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت مرستیال دین محمد مبارز راشدي هم حاضر و، ویي ویل دولت ژمنه کوي چې د قانون له مخې به د ژورنالیستانو د فعالیت ملاتړ وکړي او د ستونزو لېرې کولو ته به یي هڅې جاري وساتي.
XS
SM
MD
LG