د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

مشرانو جرګه:ځیني کړۍ د اوبو د کنټرول مخه نیسي


د مشرانو جرګې د غړو ترمنځ د افغانستان د اوبو د نظم او کنټرول پر سر اوږده بحثونه وشول او وروسته پرېکړه وشوه، چې په دې اړه به لوړ پوړي دولتي چارواکي خپلې یوې غونډې ته ور وغواړي.

د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار تر ټولو بحثونو وروسته وویل، چې د یوې لازمې ستراتیژۍ نشتوالی او ګاونډېو هېوادونو لاس وهنې د دې لامل شوي چې تر اوسه پورې د افغانستان له اوبو څخه د ګټې اخیستنې او د هغو د تنظیم لپاره اغیزمن کارونه نه دي شوي:

“زما له نظره د اوبو او برېښنا، کرنې، فواید عامې او د کلیو او پراختیا څلور وزارتونه دې، چې د اوبو له ذخیرو او له اوبو څخه د ګټې اخیستنې سره مستقیمې اړیکي لري.

څنګه چې موږ د ایران سره د اوبو یو تړون لرو، نو په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت هم ضرور دی او دا چې له نړېوالو قوانیونو سره سم څنګه موږ له خپل حق څخه دفاع وکړو نو دغه پنځه وزارتونه موږ خپلې یوې غونډې ته راغواړو او زموږ ځانګړې موضوع به اوبه وي.”

د مشرانو جرګې ډیرو غړو وویل، چې افغانستان تر ټولو ډیر اوبو ته اړتیا لري او باید چې پوره ګټه ترینه واخیستل شي.

په غونډه کې پر دې هم انتقادونه وشو، چې د افغانستان د اوبو یوه لویه برخه پاکستان او ایران ته بې له کوم امتیازه ځي.

د مشرانو جرګې ځینو غړو پر نړېوالو مرسته کوونکو هېوادونو هم انتقادونه وکړه، چې له افغانستان سره د اوبو د بندونو په جوړولو کې مرسته نه کوي.

تر ملي شورا دباندې هم پر افغان دولت خورا ډیر انتقادونه کیږي، چې د اوبو د بندونو د جوړولو په برخه کې یې کار نه دی کړی.

خو د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې په ټول هېواد کې د اوبو د څو بندونو د جوړولو کارونه روان دي او د یو شمېر نورو په اړه سروې او مطالعه کیږي.

د دې وزارت چارواکو تل ویلي، چې په هېواد کې د لوېو بندونو جوړول ډير وخت او ډیرو پيسو ته اړتیا لري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG