د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

امریکايي پوځ ومنله چې په افغانستان کې پټ زندانونه لري


په ځینو پټ زندانونو کې د بوش د وخت بندیان لا تر اوسه شپې او ورځې سبا کوي
په ځینو پټ زندانونو کې د بوش د وخت بندیان لا تر اوسه شپې او ورځې سبا کوي

په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال سپټمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو وروسته چې د مشکوکو تروریستانو لپاره کوم مخفي زندانونه جوړ شوې وو، د وخت په تېریدو سره یې شمېر کم شوی

د بشري حقونو ډلو او پخوانیو بندیانو مخکې ویلي وو، چې د امریکا پوځ په افغانستان کې مخفې زندانونه لري، خو د امریکا دفاع وزارت به دا خبره ردوله.

د امریکا پوځ او حکومتي چارواکي دا مهال مني، چې په افغانستان کې زندانونه لري خو وایي، دا د بندیانو د ساتلو موقتي مرکزونه دي او مشکوک کسان په کې تر ۹ اوونیو پورې ساتل کیږي. دوی وایي، د بندیانو د بند موده له هغوی څخه د معلوماتو په ترلاسه کولو پورې اړه لري.

یوه امریکایي چارواکي چې د موضوع د محرمیت له وجې یې د نوم له ښودلو ډډه کړې، اسوشیېټډپرېس اژانس ته ویلي، په افغانستان کې د امریکا د پوځ شاوخوا شل زندانونه تر سختو شرایطو لاندې فعال دي او په باګرام کې د خاصو ځواکونو د ګډې قوماندانۍ د تروریزم ضد ځواکونو له خوا اداره کیږي.

په دغو زندانونو کې د تروریزم ضد خاص ځواکونه له مهمو مشکوکو کسانو څخه تحقیقات کوي او بندیان معمولا د طالبانو اوالقاعده شبکې کسان وي.

اسوشیېټډپرس لیکي، د امریکا د پوځ یو زندان د افغانستان یوه ستر او مشهور زندان ته نږدې جوړشوی او ویل کیږي له یوه کاله زیاتې مودې راهیسې فعال شوی دی.

په افغانستان کې د پټو زندانونو مساله ځکه مهمه ده، چې جمهور رییس بارک اوباما به د سي. ای. اې له خوا په جوړیو شویو زندانونو انتقادونه کول په کومو کې به چې تراوبو لاندې کولو په ګډون له پخوانیو سختو میتودونو څخه کار اخیستل کیده.

د بشري حقونو مدافع ډلې وایي، په زندانونو کې د بوش د وخت تحقیقات بند شوي خو بیاهم په زندانونو کې د نویو تحقیقاتي میتودونو او چلند په اړه پوښتنې موجودې دي.

اژانس لیکي، جمهور رییس اوباما له ټاکل کیدو سره سم ژمنه کړې وه، چې له دې وروسته به متحده ایالات، له شکنجو څخه کار نه اخلي خو پخوانیو بندیانو ویلي، په زندانونو کې له دوی سره غیر انساني چال چلند شوی دی.

د بشري حقونو کارکوونکي دافني افیاتار وایي، په افغانستان کې د امریکا له پټو زندانونو څخه خوشي شویو بندیانو ورته ویلي، دوی د بند په جریان کې د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا تهدید شوي، ځان لوڅولو ته اړ شوي، په تیاره او سړو کوټو کې ساتل شوي او ۲۴ ساعته ورته د برښنا ګروپونه چالان پاته شوي دي.

میرمن افیاتار وایي، د دوی څېړونکې ډله باور نه کوي، چې د امریکا د خاصو ځواکونو په مخفي زندانونو کې دې د بوش د وخت په څېر د تحقیقاتو تاکتیکونه استعمالیږي، خو له مشکوکو کسانو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد، هغوی له تحقیقاتو مخکې وېرول کیږي او ځورول کیږي.

د امریکا د خاصو ځواکونو د عملیاتو ویاند ډګرمن تیم نایي دا تورونه ردوي او ټینګار کوي، چي له بندیانو سره د امریکا د نویو او نړیوالو قوانینو له مخې انساني چال چلند کیږي.

په افغانستان کې دېره امریکایي چارواکي وایي، د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس تېرکال ټينګار کړی و، چې د خاصو ځواکونو د ګډې قوماندانۍ زندانونه او مرکزونه دي د افغان چارواکو او نړیوال سره صلیب د استازو پر مخ خلاص شي. د سره صلیب کارکوونکو تر اوسه نه دي ویلي، چې دوي دغو زندانونو ته ورغلي او که څنګه؟

امریکایي چارواکي وایي، کله چې یو مشکوک تروریست نیول کیږي، په ساحې کې ورڅخه پوښتنې کیږي، چې معلوم شي له وسله والو سره یې تړاو څه ډول دی. دا کس وروسته په یوه موقت زندان کې تر ۱۴ ورځو پورې ساتل کیږي او وروسته د پروان زندان ته انتقالیږي.

تر اوسه نه ده څرګنده، چې څه شمېر کسان د امریکا د پوځ په موقتي زندانونو کې بندیان دي. د زندانونو ویانده پامیلا کونڅ وایي، دا مساله محرمه ده خو د بندیانو شمېر زیات نه دی.

دا وایي، که چيري د مشکوکو تروریستانو پر ضد قوي شواهد موجود وي نو د پروان زندان ته استول کیږي او وروسته په افغاني محکمو کې محاکمه کیږي.

دا مهال د پروان زندان کې شاوخوا ۱۹۰۰ تنه بندیان ساتل کیږي او زندان د ۲۶۰۰ بندیانو ظرفیت لري. امریکایي چارواکي وایي، د دغه زندان چاري به په تدریجي ډول افغانان ته وسپارل شي، خو د موقتي زندانونو برخه لیک به په افغانستان کې په امنیتي وضعې او دغه راز افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په تړون پوري اړه ولري.
XS
SM
MD
LG