د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

ولې په افغانستان کې مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې شوې؟


دیني عالمان هم داسې مظاهرې چې په کې ملکي خلکو ته زیان اوړي، غندې او وایي، چې دا په خپله یو جنایت دی.
دیني عالمان هم داسې مظاهرې چې په کې ملکي خلکو ته زیان اوړي، غندې او وایي، چې دا په خپله یو جنایت دی.

ډیري افغانان مظاهرې د افغانانو حق بولې خو وایي، چې باید مظاهرې په سوله اییز ډول ترسره او عامه خلکو او تاسیساتو ته په کې زیان ونه رسیږي.

په امریکا کې د قرآن شریف د نسخې سوځول په افغانستان کې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول خو د مزارشریف او کندهار ښار په ولایتونو کې دا مظاهرې له سختو تاوتریخوالو سره مل وې.

عام وګړي دا ډول مظاهرې چې عامه خلکو او تاسیساتو ته په کې زیان اوړي غندي او وایي، چې افغانان د مظاهرو حق لری خو باید دا مظاهرې په سوله اییز ډول ترسره کړي.

یو شمیر افغانان په دې اړه وایي:

"۱ ـ زه زرلښته یم، دوی کولای شي چې سوله ییزه مظاهره وکړي، دا ضرور نه ده چې دوکانونو ته اور ورواچوي، یا کوم بل ضرر ور ورسوي، ځکه دا ټول ملت ضرر دی، نو کولای شي چې له خپل حق نه په سوله ییز ډول دفاع وکړي.

۲- زما نوم حمید الله دی. مظاهرې د ټولو افغانو حق دی، خو د قانون په چوکاټ کې، داسې مظاهرې نه چې، عام المنفعه، دولتي او شخصي ځانونه ته دې په کې زیان ورسیږي، ځکه دا خو په خپله موږ ته تاوان دی. دا ښه کار نه دی."

له تاوتریخوالي څخه په دې ډکو مظاهرو کې په کندهار او بلخ ولایتونو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول، افغان ولسمشر حامد کرزی د دې پیښو د څیړلو لپاره مزارشریف او کندهار ته پلاوي واستول څو عوامل یې پیدا او ده ته یې راپور وړاندې کړي.

د مزارشریف د پلاوې مشر محمد اکبري وایي، چې د مزارشریف د ښار د مظاهره کوونکوپه ډله کې یو شمېر فرصت طلبه او د دولت مخالفین ورننوتي وو، چې مظاهره یې په تاوتریخوالي بدله کړه.

"په دغو مظاهرو کې زیاتره خلکو د قرآن شریف د سوځولو په غبرګون کې ګډون کړی و، خو په دغو کې یو شمېر محدود خطرناک عناصر هم ورننوتي وو، چې د دولت له اوسنې نظام سره موافق نه دي او ځینې یې د مخالفو وسلوالو سره هم له پخوا اړیکې لري، چې دا کار یې ترسره کړ."

خو یو شمېر کتونکي دا خبره ردوي او دا یواځې له مسولیتونو څخه ځان خلاصول بولي.

د سیاسي چارو څیړونکې وحید مژده په ځانګړي ډول د مزارشریف پیښې ته اشاره کوي او وایي دا امکان نه لري چې په اوس وخت کې مخالف وسلوال د مزارشریف په ښار کې په زرهاوو کسان مظاهرو ته وهڅوي.

کتونکي تر ډیره په دغو پیښو کې د افغان پولیسو د کمزورې روزنې او نه سمبالښت ته ګوته نیسي او وایي، چې د داسې ډول پیښو د مخنیوي لپاره باید لازمې روزنې او تجهیزات ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري هم د نړیوالې ټولنې څخه په دغه اړوند د پولیسو د سمبالولو او روزنې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.

د کندهارولایت د وروستۍ مظاهرې د څیړونکي پلاوي مشر او د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی په دې ولایت کې د شوې مظاهرې د پایلوپه اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه ګزارش چې موږ برابر کړی، دا به د یکشنبې یا دوشنبې په ورځ جمهور رییس ته وړاندې کړو، دا نو بیا د جمهور رییس کار دی چې څه ډول اقدامات پرې کوي."

په ښکاره دا مظاهرې تر ډیره د امریکا په فلوریډا ایالت کې د یوه کشیش له خوا د قران شریف د سوځولو په غبرګون کې وې.

خو یو شمیر کتونکي وایي، چې له دې وړاندې په کونړ ولایت کې د نړیوالو ځواکونو له خوا په بمباریو کې د بې ګناه افغانانو وژنو او د افغانستان په جنوب کې د نړیوالو عسکرو له خوا په عامه خلکو باندې د تیری د تصویرونو د خپریدو له امله د عامه خلکو سختې غصې راوپارولې.

افغان څیړونکی وحید مژده وایي، چې افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د لاس وهنو او د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په یوه ښه ځای بدل شوی او هڅه کوي په داسې موضوعاتو کې افغانان په خپلو کې د یوبل پر وړاندې وهڅوې.

"دعامه وګړو وژنه او هغه جنایت چې امریکا په افغانستان کې کړي دي، هغه په دغو مظاهرو تاثیر درلود. په تېرو لسو کلونو کې څومره عام وګړي وژل شوي، د خلکو په ذهنونو یې بد اغیز کړی دی.

نو دغه ټول مسایل سره یو ځای شول او په پای کې یې په افغانستان کې داسې یو غبرګون رامنځ ته کړ، خو زما په نظر دا مناسب غبرګونه نه و."

د قرآن شریف سوځول په افغانستان کې دننه د نړیوالو ځواکونو له خوا په کلکه وغندل شول او ویې ویل، چې په امریکا کې دا یواځې د یوه کس د عمل ښکارندوی دی او د ټولې امریکا استازیتوب نشي کولی.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم له افغان ولسمشر سره په ویډیو کنفرانس کې د امریکایي کشیش دا کار وغانده او په مزارشریف او کندهار کې یې د تلفاتو په اړه خواشیني څرګنده کړه.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس دې ټکې ته په اشاره وایي:

"ما او سفیر مارک سېډوېل په ګډه د نړیوالو ځواکونو په استازیتوب سره یو اعلامیه خپره کړه. په دغه اعلامیه کې په امریکا کې د یوه کس له خوا چې په امریکا کې یې د قران شریف یو ټوک سوځولی دی، په کلکه وغانده.

زموږ له نظره دا یو له کرکه ډک، د نه زغم او په بشپړ ډول له ادابو او احترام نه لرې عمل دی."

د بې ګناه خلکو وژل او د هغوی تاسیساتو ته زیان اړول د اسلام له نظره نا روا کار دی.

دیني عالمان هم داسې مظاهرې چې په کې ملکي خلکو ته زیان اوړي، غندې او وایي، چې دا په خپله یو جنایت دی.

دیني عالم قاضي محمد حسن حقیار په دې هکله وایي:

"زما په نظر د مسلمان د وینو تویول د قران کریم د سوځولو پرتله ستره ګناه ده، نو موږ باید له ډېر احطیاط نه کار واخلو، داسې نه شي، چې د خیر پر ځای مو تاوان زیات وي."

د مزارشریف په مظاهرو کې مظاهره کوونکو د ملګرو ملتونو پر دفتر هم حمله وکړه او د دې سازمان اووه تنه بهرني کارکوونکي یې ووژل.

له دې حملې وروسته د ملګرو ملتونو استازی سټیفن ډي مسټورا مزارشریف ته سفر وکړ څو په دې اړه له ځایي چارواکو سره خبرې وکړي.

سټیفن ډي مسټورا که څه هم په مزارشریف کې د ملګروملتونو د دفتر د کارکوونکو پروژل کیدو ډیرخواشنی دی خو وایي چې دا ډول پیښې د دوی په کار اغیز نه لري او خپل کار ته به دوام ورکوي.

"زه او د ملګرو ملتونو سرمنشي دواړه په دې فکر یو، چې د افغانستان په اوسني وخت کې داسې ستونزی باید زموږ په کارونو هیڅ اغیز ونه کړی.

هغه څه چې راپیښ شوی دا د افغانانو په کلتور کې شامل نه دی. افغانان او د مزارشریف اوسیدونکي په دې پوهیږي، چې د ملګرو ملتونو ادارې په مزارشریف کې په سیاسي او د بشري حقونو په برخه کې لازمې مشورې ورکولې.

هغه څه چې په مزارشریف کې راپیښ شوی، زه یې په اړه ډیر خواشینی یم خو موږ به خپلو دندو ته دوام ورکړو."

د راپورونو له مخې د مزارشریف په مظاهرو کې دولس کسه او د کندهار په مظاهرو کې دیوه پولیس په ګډون ۱۴ کسان مړه او تر اتیا زیات نور ټپیان شول، دغه راز د نازو انا ښوونځی او ډیر شمیر دوکانونو ته هم اور واچول شو.

د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم پراخې مظاهرې ترسرې شوې، خو د کندهار او مزارشریف د مظاهرو پرته نورې ټولې سوله اییزې وې.

کتونکي دا هم وایي، چې په افغانستان کې د خلکو غوښتنو ته په سوله اییزو مظاهرو کې ځواب نه دې ویل شوی، نو اوس هڅه کوي په مظاهرو کې د تاوتریخوالي له لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

دوی په مظاهرو کې بیا هم ترډیره افغان حکومت ګرم بولې او وایي، چارواکې باید د مظاهرو په وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولي څو افغانان په راتلونکي کې وکولای شي، خپلې غوښتنې په سوله اییز ډول وړاندې کړي.

تمه کیږي، چې په راروانه اوونۍ کې د کندهار او مزارشریف پلاوی ولسمشر کرزی ته خپل رپورټ وړاندې کړي.

دا چې د رپورټ پایلې به څه، په اړه یې څه ویل له وخته مخکې او دا چې په راتلونکې کې به افغان حکومت د دې ډول پیښو د مخنیوی لپاره څه اقدامات وړاندې کړی، لا روښانه نده.

رپورټ: مخفي عزیزي - کابل
XS
SM
MD
LG