د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ایکن بیري:امریکا سل په سلو کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي


د امریکا سفیر کارل ایکن بیري
د امریکا سفیر کارل ایکن بیري
د هغه تفاهم لیک له مخې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د سفیر، د سولې عالي شورا او مالیې وزارت ترمنځ لاسلیک شو، امریکا به د وسله والو مخالفینو د پخلاینې له بهیر سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

دغه پیسې به د هغو سیمو د ستونزو په هوارولو لګیږي چې هلته وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سر یوځای کیږي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانکزي د دغه تفاهم لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل، د دوي هلې ځلې روانې دي او وخت ته اړتیا شته چې نتیجه ورکړي:

(که داسې تصور وشي، چې په شپږو میاشتو کې دیرش کلن ناورین پای ته ورسیږي دا به پرځای نه وي، زموږه تماسونه جریان لري په دې برخه کې کافي هلې ځلې شوي او هیتونه مو سره تللي راغلي، بحثونه روان دي خو هغه وخت به خبره واضح شي چې خبره یوه رسمي چوکاټ ته ور ولویږي او نتیجه یي څرګنده شي.)

ښاغلي ستانکزي بیاهم په دې ټینګار وکړ، چې د سولې پروسه د ټول ولس ده او باید په دې کې د افغانستان ټول خلک مرسته وکړي.

په غونډه کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري هم په افغانستان کې د سولې عالي شورا پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یي کړه چې په دې برخه کې به نورې مرستې هم ونه سپموي:

(زه په څو څو ځله له دې پوښتنې سره مخ شوی یم، چې ایا په ریښتیا امریکا په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ کوي؟

دا زما د ولس او ولسمشر غږ دی، چې سل په سلو کې د سولې د پروسې ملاتړ کوو.

موږه زیار باسو ترڅو د افغانستان خلکو ته قناعت ورکړو، چې موږ په دې هېواد کې د سولې ملاتړ کوو او د بیا پخلاینې او په ټولنې کې د مخالفینو د ورګډولو د هلو ځلو تر شا ولاړ یو.)

کارل ایکن بیري زیاته کړه، له افغانستان سره زموږ د مرستو هدف دادی چې وتوانیږي خپل امنیتي مسولیت په غاړه واخلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د سولې له پروسې سره مرسته کیږي بلکه له دې وړاندې هم ځینو هېوادونو په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کړي.

د مالیې وزارت چارواکي وایي، د سولې له پروسې سره تر اوسه د بېلابېلو هېوادونو له خوا شاخوا۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته شوې.

خو ځینې کتوونکي بیا دارنګه پروژې موثرې نه بولي او ټینګار کوي، چې له وسلوالو مخالفینو سره د پخلاینې لپاره په لوړه سیاسي کچه لا ډیرو هلو ځلو ته اړتیا ده.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG