پوښتنه:
ټاکل شوې، چې په افغانستان د ناټو سازمان د ملکي نماینده ګۍ ماموریت د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې په اپریل میاشت کې کیږي، په رسمي توګه سایمن ګس ته وسپارل شي، ستاسو په نظر ښاغلی ګس د دې دندې ترسره کولو ته څومره چمتو دی؟
ځواب:
هو، سایمن زما پخوانی ملګری دی، چې له تیرو شلو کلونو راهیسې له یو بل سره پیژند ګلوي لرو.
هغه د نړۍ په ډیرو برخو کې خدمت کړی دی، هغه په دې وروستیو کې په ایران کې د بریتانیا سفیر و، چې پوهیږو، دارنګه یو ماموریت هر دیپلومات ته له ستونزو ډک وي، که څه هم هغه په افغانستان کې کار نه دی کړی خو له سیمې سره اشنايي لري.
تر کومه چې زه پوهیږم هغه به په افغانستان کې ډیر ښه کار وکړي او په دې هېواد کې به ریښتینې لاسته راوړنې ولري.
پوښتنه:
څه فکر کوئ، چې د ناټو د نوي ملکي استازي په توګه به سایمن په افغانستان کې له کومو ستونزو سره مخ شي؟
ځواب:
په افغانستان کې زیاتره ستونزې یو په یو راځي او زه فکر کوم چې په افغانستان کې به د سایمن د ماموریت په دوران کې هم، زما د ماموریت په شان، ناببره پیښې او بحرانونه رامنځ ته شي.
افغان ځواکونو ته د امنیت له انتقال، همدا راز په ملکي برخه کې د مسولیت له انتقال سره همکاري، د دې ډاډ ترلاسه کول چې حکومت د عدالت د تامین او نورو مسایلو په ګډون خلکو ته خدمات ښه ترسره کوي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د امنیت انتقال په سمه توګه ترسره کیږي، دا به د ګس په کاري لومړیتوبونو کې وي.
د ښاغلي ګس دویم کاري لومړیتوب به د افغانستان او ناټو ترمنځ د اوږد مهالو همکارېو په برخه کې د لا ډيرو پرمختګونو د راوستلو لپاره د بهرنیو چارو له وزارت او له ملي امنیت سره کار کول وي.
د دې همکارېو طرحه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د لیزبن په کنفرانس کې لاسلیک شوه، خو د دې همکارېو د جزیاتو په برخه کې لا ډير کارونه پاتې دي چې ښايي په افغانستان کې د سایمن ګس دویم لوی لومړیتوب و اوسي.
پوښتنه:
تاسو په افغانستان کې کار وکړ، افغانستان، خلک او حکومت یې ښه پیژنی، فکر کوم چې د نړېوالې ټولنې په پوځی او ملکي فعالیتونو کې د همغږۍ رامنځ ته کول مو په اساسي دندو کې و، خو داسې انتقادونه هم کیږي، چې ستاسو د ماموریت په موده کې هم لازمه همغږي رامنځ ته نه شوه، تاسو په دې اړه څه وايي؟
ځواب:
هوکۍ، زه ادعا نه کوم چې په افغانستان کې مې عالي کار کړی دی، خو فکر کوم چې په تیرو دریو کلونو کې مې په افغانستان کې خپل رول ادا کړی.
هڅه مې کړې، چې په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې په هلو ځلو کې ریښتینې همغږي راولم.
تاسو ښايي په یاد ولرﺉ چې څو کاله مخکې خلک اندیښمن و، چې هېوادونه او ادارې غواړي په افغانستان کې له بېلابېلو لارو خپل فعالیتونه ترسره کړي چې په سمه توګه نه همغږي کیدل. ما هڅه وکړه چې دوي ټول تر یوه چتر لاندې راولم او په دې برخه کې مې د پام وړ لاسته راوړنې هم لرلي دي.
همدا راز زما ډیر تمرکز په دې مسلې و، چې د افغانستان له حکومت سره د انتقال د پروګرام په اړه هوکړې ته ورسیږم، چې له مخې یې د افغان ځواکونو توانایۍ لوړې کړو او ډير صلاحیتونه ورته وسپارو.
همدا راز د اوږد مهالو همکارېو د رامنځ ته کولو په برخه کې مې کارونه وکړل، په همدې اساس ما خپل رول ادا کړی دی.
پوښتنه:
خو په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي یوه اساسي دنده په ولایتونو کې د پي ارټي ګانو یا د ولايتي بیارغونې ډلو او افغان حکومت ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول هم دي، خو د دغو ډلو په کارونو یو شمېر خلک انتقاونه کوي او وايي، څه خاص کار نه کوي، تاسو په دې اړه څه وایاست؟
ځواب:
نه پوهیږم، چې خلک ولې داسې فکر کوي، چې پي ار ټي ګانو ډیر کارونه نه دي کړي. په حقیقت کې دغو ټیمونو په افغانستان کې ډیر ښه نوم پریښی دی.
په هغو ولایتونو کې چې پي ار ټي ګانې په کې فعالې دي، په اکثرو مواردو کې د ښوونځیو، کلینکونو، روغتونونو او سړکونو په جوړولو کې مرسته کوي.
په اوبو لګولو کې مرسته کوي،خو ټولو په دې موافقه کړې چې دې مسلې ته پاملرنه وکړي او د ولایتي بیارغونې ډلې به د افغانستان له خلکو او حکومت نه ملاتړ ته دوام ورکړي، د ولایتي بیارغونې ډلې داسې سابقه لري چې کېدای شي په هغې ویاړ وکړو.
پوښتنه:
خو ښاغلی سیډول، لکه څرنګه چې تاسو خبر یاستی، ولسمشر حامد کرزي د ولايتي بیارغونې ډلې له هغو نلدوانانو سره مشابه کړي و، چې نور یې په افغانستان کې حضور ته اړتیا نشته او باید چې له منځه ولاړې شي، ښاغلي کرزي همدا راز ویلي، چې پي ار ټي ګانو د حکومتوالۍ د پیاوړي کېدو مخه نیولې ده ، تاسو د ولسمشر له خبرو سره څومره موافق یاستی؟
ځواب:
هو، زه موافق یم چې د دې وخت رارسیدلی چې د ولایتي بیارغونې ډلې یوه نوي پړاو ته دننه شي او په خپل کار کې بدلون راولي.
یعنې دوي دې نور د پروژو په پلي کولو کې په مستقیمه توګه دخیلې ونه اوسي خو نور دې په دې ډیر تمرکز وکړي، چې د افغانستان له حکومت او سیمه یېزو او ولایتي حکومتونو سره همکاري وکړي تر څو هغوي په خپله خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
له همدې امله نلدوانان موثره دي او دوي کولای شي چې د کور د اوبو د نلونو په ترمیم کې برخه واخلي.
البته د دوي ماموریت پای ته رسیدلی او په راتلونکو څو کلونو کې به د ولایتي بیارغونې د ډلو ماموریت هم پای ته ورسیږي.
پوښتنه:
غواړم چې ستاسو له خولې هم واورم، چې ایا پي ارټي ګانو په ولایتونو کې د حکومت د پیاوړي کېدو مخه نیولې ده؟
ځواب:
نه، زه په دې باور نه یم چې دوي یې مخه نیسي، دوي هڅه کوي چې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي او د هغه د تواناییو په لوړولو کې ورسره مرسته کوي.
ښايي په ځینو مواقعو کې یې تر ډیره وخته د دې ډلو تمرکزپه دې و چې خلکو ته په مستقیمه توګه خدمات وړاندې کړي نه دا چې د افغانستان د حکومت د ظرفیت لوړولو ته پاملرنه وکړي.
خو ټولو په دې موافقه کړې، چې دې مسلې ته پاملرنه وکړي او د ولایتي بیارغونې ډلې به د افغانستان له خلکو او حکومت نه ملاتړ ته دوام ورکړي. د ولایتي بیارغونې ډلې داسې سابقه لري چې کیدای شي په هغې ویاړ وکړو.
دا مرکه د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ) له برخې اوریدلی شئ.