د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

که لوی څارنوالی ولسي جرګې ته ورنشي نو ایا نور به هم د دې په پل پل کښینه ږدي؟


د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې د ولسي جرګې او د لویې څارنوالۍ ترمنځ د راپورته شوې لانجې په ګډون په بېلابېلو مسایلو لیکنې او مطالب خپاره کړي دي، چې احمد زبیر ژمن ورته کتنه کړې.

خدمتګار:

خدمتګار په یوه تحلیلي مطلب کې د دې مسیلې بېلابېل اړخونه څیړلي او لیکلي یې دي، که لویه څارنوالۍ د ولسي جرګې غوښتنې ته غاړه کښینه ږدي، نو ایا نور ارګانونه به هم د دې په پل پل کښینه ږدي؟

په مطلب کې دې ټکي ته هم اشاره شوې، چې ولسي جرګه لوی څارنوال د دې لپاره نه استیضاح کوي چې ګنې د لویې څارنوالۍ کارونه تر نورو ارګانونو ټکني روان دي، بلکې د خپلې سیاسي عقیدې له مخې یې د دغه اقدام هوډ کړی دی.

اراده:

ارادې ورځپاڼې هم په همدې مسلې یو مطلب خپور کړی دی. ارادې لیکلي، وکیلان هڅه کوي چې په لویې څارنوالۍ او سترې محکمې د فشارونو له لارې ځانګړې محکمه له منځه یوسي.

په مطلب کې راغلي، د وکیلانو د غوسې اساسي لامل د لوی څارنوال محمد اسحق الکو یو لیک دی، چې په هغې کې یې ولسي جرګې ته په ډاګه ویلي، چې دغه جرګه کوم څارنوال نه شي ورغوښتلای.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له خوا کورنیو ځواکونو ته امنیت د انتقال په مسلې تبصره کړې او په سرلیک یې لیکلي دي، د مسولیت د منلو په مخې کې ستونزمنه لار پرته ده.

ملي ارمان لیکلي، ایا د هېواد په اوسنیو سختو شرایطو کې به شاوخوا درې نیمې میاشتې وروسته په ځینو سیمو کې د امنیت انتقال ته لاره هواره وي.

ملي ارمان لیکلي، نړۍ باید پوه شي چې افغان حکومت یوازې په هغه صورت کې کولای شي چې په واقعي معنی سره د امنیت مسو لیت په غاړه واخلي، چې له هره پلوه په خپلو پښو دریدلی وی.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو وزیرانو عسکونه خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې ولسمشر حامد کرزی په خپلې کابینې کې بدلون راولي.

ورځپاڼې لیکلي، ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې کابینه د باور رایې اخیستلو لپاره له یو لړ بدلونونو سره ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې دا ستونزه څیړلې چې دولتي ادارې ولې خپله کلنۍ بودیجه پوره نه شي لګولای.

هېواد په افغان حکومت انتقاد کړی، چې ایا په تیرو لسکو کلونو کې یې ارګانونو دومره ظرفیت پیدا نه کړ، چې خپله بودیجه ولګوي.

په مطلب کې راغلي، د پراختیايي بودیجې د نه لګولو په برخه کې باید هیڅ په برخه کې هیڅ ډول پلمه ونه منل شي.

هېواد همدا راز تیر کال د پراختیايي بودیجې د لګښت په اړه هم یو راپورخپور کړی دی.

په راپور کې د اقتصاد د وزارت په حواله راغلي، چې د تیر کال د پراختیايي بودیجې یوازې اوه ویشت فیصده یې لګول شوې ده.
XS
SM
MD
LG