د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د یمن ولسمشر هڅه کوي چې د خبرو د اوږدولو په وسیله په قدرت کې پاتې شي


په یمن کې د سیاسي بحران د هوارۍ لپاره د نړېوالو د هڅو په دوام، رپوټونه وايي چې ګڼ شمېر کسان په وروستیو کې د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې وژل شوي او زخمیان دي.

په عین حال کې رپوټونه وايي، چې جمهور ریس علي عبدالله صالح هڅه کوي چې د خبرو د اوږدولو او ځنډولو په وسیله په قدرت کې د ځان د پاتې کېدو لپاره لاره جوړه کړي.

رپوټونه وايي، چې من کې پولیسو او پوځ تیره شپه د دې هېواد په جنوب کې د حکومت ضد مظاهره کونکو باندې ډزې وکړې او لږترلږه پنځلس تنه یې ووژل.

د هغو اروپايي او امریکایي منځګړو ته چې په یمن کې یې د قدرت د انتقال او د سیاسي بحران د پای ته رسېدو لپاره د یوې موافقې د رامنځ ته کولو هڅې کولې د جمهور ریس علي عبدالله صالح له خوا د مخالفت یو قوي پیغام وو .

اسوشتید پریس لیکي، د مظاهره کونکو په ضد د حکومتي قواو د په مخ زیاتیدونکي تشدد په دوام د دوشنبې د ورځې خونړۍ پېښه په دې ټکي ټینګار کوي چې ولسمشر علي عبدالله صالح به د حملو په وړاندې د مظاهره کونکو له مقاومت سره سره او له دې سره چې عمده متحدان یې خپل دریځ بدلوي او د هغه د دیرش کلنې واکمنۍ د پاې ته رسېدو غوښتنه کوي، په واک پورې د ځان ټینګ ساتلو هڅو ته دوام ورکوي.

دا همدا راز په یمن کې چې متحد ایالات یې د القاعده شبکې په ضد د مبارزې اول خط ګڼي، د تقریبا دوو میاشتنیو پاڅونونو او لانجو د هوارۍ لپاره د پردې شاته د روانو دیپلوماتیکو هڅو په وړاندې د پرتو ستونزو څرګندونه کوي.

اسوشیتد پرېس لیکي، له ټولو خبرو سره د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح د حکومت پلوه قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل، چې د روانو سیاسي بحرانونو په وړاندې به د غرونو په څير کلک دریږي.

د یمن په جنوب کې د تعز په ښار کې پر اعتراض کونکو د حکومتي ځواکونو د حملې عیني شاهدانو ویلي، چې پوځيانو او وسله والو کسانو چې ځيني یې د بامونو سر ته ختلي وو، پر هغو زرګونو مظاهره کونکو ډزې وکړې چې د ولایت د ودانۍ مخې ته تیریدل .

عینی شاهدانو ویلي، تر ډزو وروسته خلک د تېښتې په حال کې وو او په اړ دوړ کې ډیر سپین ږیري کسان تر پښو لاندې او زخمیان شول .

علي عبدالله صالح په تیرو کلونو کې د امریکا له عمده متحیدنو وو، له تروریزم سره د مبارزې په ترڅ کې د صالح حکومت د القاعده د تروریستي شبکې د یمني څانګې د له منځه وړلو په خاطر د امریکا له حکومت څخه په میلیونونه ډالره مرستې ترلاسه کړې دي.

واشنګټن تر اوسه د ولسمشر علي عبدالله صالح د له واکه لرې کېدو په اړه په زغرده خبرې نه وې کړې خو وروستۍ سیاسي او ډیپلوماتیکې هڅې دا په ډاګه کوي چې امریکا اوس دیته متوجه شوې چې په یمن کې روان بحران تر هغو ممکنو خطرونو ستر دی، چې له واک څخه د ولسمشر صالح د لرې کېدو په صورت کې رامنځ ته کېدای شي .

په یمن کې د مخالفو ګوندونو د ایتلاف ویاند ویلي، چې امریکايي او اروپايي دیپلوماتانو له ولسمشر علي عبدالله صالح سره خبرې کړي دي او د قدرت د انتقال د امکان په اړه یې د دوي نظر هم پوښتلی دی .

په ځواب کې یې د اپوزیسیون ډلې امریکاييانو ته د ولسمشر صالح د له واکه لیرې کېدو په وړاندیز کې ویلي، چې قدرت باید په موقت ډول د ولسمشر مرستیال ته وسپارل شي او د اساسي قانون تر تعدیل وروسته باید د جمهوري ریاست انتخابات وشي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک تونر پرون ویلي، چې امریکايي پلاوي په شدت د یمن له حکومت سره او اپوزیسیون سره خبرو ته دوام ورکړی،مارک تونر د مسلې د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه:

(د ولسمشر علي عبدالله صالح د وینا او د هغه څه ترمنځ چې خلک یې غواړي یوه خلا موجوده ده او واضح ده چې له حکومت او اپوزیسیون سره په خبرو کې موږ هڅه کوو چې دا فاصله راکمه شي.)

د امریکا د حکومت یوه بل ویاند وویل، چې دوي اندیښنه لري چې القاعده به له وضعیت څخه د ځان په ګټه کار واخلي، د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل:

(یقینا چې موږ اندیښنه لرو، چې د سیاسي ناکرارېو په اوج کې به د القاعده شبکه او نورې ډلې له دې قدرت له خلاع څخه د ځان په ګټه کار واخلي.

په همدې دلیل موږ په سیمه کې د سیاسي ډیالوګ او د قدرت د انتقال لپاره چې ولسمشر صالح یې د پيل کېدو خبرې کړې د یوه تقسیم اوقات د رامنځ ته کولو هڅې کوو.)

په عین حال کې ولسمشر صالح ویلي، چې د قدرت د انتقال په برخه کې د ده لپاره د منلو وړ موافقې د رامنځ ته کېدو په صورت کې د روان کال په پای کې له قدرته لرې کېدو ته حاضر دی، خو د اپوزیسیون پلویان دا ویره لري چې ولسمشر صالح د خبرو د پروسې په اوږدولو هڅه کوي چې په قدرت کې خپله موده اوږده کړي او یا هم خپل یوه زوي ته د واک ته رسېدو لاره برابره کړي.
XS
SM
MD
LG