د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

ایمان:ولسي جرګه د لوی څارنوال د استیضاح کولو صلاحیت نه لري


د لویې څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان
د لویې څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، ولسي جرګه د لوی څارنوال د استیضاح کولو صلاحیت نه لري له همدې امله به لوی څارنوال محمد اسحق الکو د شنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته حاضر نه شي.

د ولسي جرګې غړو تیره ورځ په غوڅ اکثریت پریکړه وکړه، چې لوی څارنوال محمد اسحق الکو د شنبې د ورځې په غونډه کې استیضاح کړي.

خو د لویې څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان ازادۍ راډیو ته وویل، چې لویه څارنوالۍ د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په شخړې کې د ادعاوو یو اړخ و، نو له دې کبله ولسي جرګه نه شي کولای په دې شرایطو کې لوی څارنوال استیضاح کړي. لوی څارنوال دغه انتخابات نامشروع بللي و.

ښاغلي ایمان همدا راز د اساسي قوانینو ځینو مادو ته هم په دې اړه اشاره وکړه او ویې ویل:نور په مرکه کې چې د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ) له برخې اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG