د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

سکي د بامیانو د نجونو لپاره یوه نوې لوبه او د هغوی پر وړاندې دودیز مخالفتونه


ایټالوي ټرینر ناندو رونالډو چې د آغا خان د موسسې له خوا په بامیانو کې خلکو ته سکي ورزده کوي
ایټالوي ټرینر ناندو رونالډو چې د آغا خان د موسسې له خوا په بامیانو کې خلکو ته سکي ورزده کوي
د بامیانو د یوه غرني کلي اوسیدونکي د یوې نوې لوبې ننداره کوي. په دغه ولایت کې د ښځو او نجونو د سکي یوټیم جوړ شوی دی.

د خوشک د کلي نارینه او هلکان د هغې نجلۍ ننداره کوي، چې پړونی یې په سر دی او د بابا د غره په یوه لمنه کې سکي کوي.

خو په کلي کې ښځې له حجابه پرته له کوره وتلي نه شي. د افضل په نامه د کلي یو نارینه چې تسبیح یې په لاس دی وایي، که چیرې دغه نجونې له پړونی پرته سکي وکړي، زه یې مخالف یم، دی وایي، دا ډول سپورت غربي دود دی.

ایټالوي ټرینر ناندو رونالډو چې د آغا خان د موسسې له خوا په بامیانو کې خلکو ته سکي ورزده کوي وایي، چې د خلکو دا ډول خبرې ورته څه حیرانوونکې نه دي.

دی وایي، د هلکانو په روزلو کې یې کومه ستونزه نه درلوده، خو د ملګرو ملتونو د پروګرام سره سم یې، چې کله د جینکو روزل پیل کړل، حتی خپلو همکارانو هم دومره تشویق نه کړ.

دی وایي، یوځل زما یو همکار راته وویل، چې خپل زوی د سکي د زده کولو لپاره رالیږي، خو خپله لور به هیڅ کله هم راونه لیږي.

رونالډو وایي، دغې خبرې زه هم یوڅه مایوسه کړم.

د خوشک د کلي دیارلس کلن سید شاه د سکي یو ډېر تکړه لوبغاړی دی، چې د تورو عینکو ترشاه د لوبغاړو جینکو ننداره کوي.

دی وایي، چې ښځی او جینکۍ باید درنې جامې واغوندي او که دوی د سکي د سپورټ شوقمنې وي، نو باید حجاب واغوندي.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي، د خوشک د کلي او شاوخوا منطقې تقریبا ټولې ښځي با حجابه دي. خو د بامیانو په مرکز کې یواځې شل په سلو کې ښځې حجاب اغوندي.

هغه جینکۍ او نجونې چې سکي کوي، د چادرې د اغوستو مخالفې دي.

د آغا خان د موسسې رپوټ وایي، شل یا دېرش کلنې جنیکۍ او ښځې یا زده کړې کوي اویا په کلي کې کار کوي او د دوی کورنۍ مترقي نظر لري.

رونالډو په بامیان کې د نجونو د سکي د ټیم روزونکی وایي، نجونې کوښښ کوي، چې په خپلې ویرې او ډار غالبې شي او کله چې په واوره کې لویږي په اوچت غږ خاندي.

د دغه ټیم یوې غړې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي، چې دا لومړی ځل دی، چې زه یو کار د خپل ځان لپاره کوم او بلې ویلي دي، چې دا لومړی ځل دی چې ما خپل څان ومونده.

هغه وایي، په سکي کې خپل کنټرول او توازن ساتل سخت کار دی، خو دا ډېره په زړه پورې لوبه ده.

شپاړس کلنه نازدانه وایي، چې د سکي بازو نجونو په هکله یې د بامیان د نارینه او ښځو ډیرې تندې خبرې او ټوکې اوریدلي دي، خو وایي چې د سکي په مهال د مخ پټولو حجاب غیر عملي او غیرضروری دی.

د بامیانو یو روحاني مشر سید نصرالله واعظي وایي، د سکي په مهال ضرور نه ده، چې جونی خپل مخ پټ کړي، خو بهتر به دا وي، چې نجونې د یوې ښځینه روزونکی له خوا وروزل شي.
XS
SM
MD
LG