د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

یو شمېرعربي هیوادونه وایي، چې ایران یې په چارو کې مداخله کوي


د خلیج عرب هېوادونو د یکشنبي په ورځ په خپلو چارو کې د ایران د مداخلو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه، دا اندیښنې وروسته له دې ښکاره شوي چې ایران بحرین ته د سعودي د عسکرو پر لیږلږ نیوکه وکړه او بله خوا پر ایران د جاسوسۍ تورونو هم تاتریخوالی رامنځ ته کړ.

د خلیج د همکارۍ د شورا د شپږو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر غونډې وروسته په خپرې شوې اعلامیې کې د دې هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران مد اخله سخته غندل شوې او دا کار د نړېوال تړونونو څخه سرغړاوی بلل شوی.

ایران چې شیعه ګان په کې حاکمیت لري بحرین ته یې د عسکرو د لیږلو پر سر پر سعودي انتقادونه کړي، په بحرین کې شیعه اکثریت د سونې حاکم اقلیت په وړاندې د اعتراض غږ اوچت کړی.

سعودي عربستان او د خلیج نور هېوادونه چې سنیان په کې د قدرت واګې په لاس کې لري د ایران مداخلې او د شیعه ګانو له خوا د نارامیو رامنځ ته کېدو ته اندیښمن دي.

د خلیج د همکارۍ د شورا په دې غوڼده کې پر سعودې عربستان د ایران د پارلمان انتقادونه بې اساسه وبلل شول دا له دښمنې ډک دریځ او پارونکې مداخله وګڼل شوه.

د ایران د پارلمان یوې مهمې کمېټې خبردارې ورکړی، چې سعودي، بحرین ته د خپلو عسکرو په لیږلو سره له اور سره لوبې کوي.

سعودي عربستان او د خلیج نورهېوادونه وايي، بحرین ته د سعودي عسکر د خلیج د همکارۍ د شورا د ګډې دفاعې موافقې په اساس لیږل شوي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرینو چارو وزیر شیخ عبداله بن زاهد النسیان خبریالانو ته وویل، زه هیله من یم چې د ایران مشرتابه به د خلیج د همکارۍ له شورا سره خپلو اړیکو، همکارېو او معاملو ته په جدې او سمه بڼه بیا کتنه وکړې.

په غونډې کې همدا شان په کويت کې د جاسوسي د مرکزونو د رامنځ ته کولو په اړه د ایران له ښکاره مداخله وغندل شوه.

د کویټ یوې محکمې تیره اونۍ دوه ایرانیان او یو کویټي په مرګ محکوم کړل، ویل کیږي چې دا کسان ایران ته د جاسوسي په تور محکوم شوي دي.

کویت تیره اونۍ وویل، ممکنه ده چې درې ایرانې دیپلوماټان هم د جاسوسي په ارتباط له دې هېواده وویستل شي او همدا شان به له تهرانه خپل سفیر هم وباسي.

ایران د جاسوسۍ په اړه خبرې رد کړي او وایي، چې د کویټ په کورنیو چارو کې یې مداخله نه ده کړې.

په اعلامیې کې د امنیتې حالت د خبرابېدو او همدا شان په یمن کې د اختلافاتو په اړه هم سخته اندیښنه ښودل شوې، په یمن کې له اونیو راهیسي مظاهرې روانې دې او د ولسمشر علي عبداله صالح د دوه دیرش کلنۍ واکمنې د ختمېدو غوښتنه کوي، په اعلامیې کې ټولې خواووې په ملې سطح خبرو اترو ته رابلل شوي دي.
XS
SM
MD
LG