د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د خيبر پښتونخوا په دير کې ځانمرګي برید له ۳۰ ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې


له شواهدو ښکاري، چې د چاودنې اصلي هدف دباجوړ امن لښکر غړي وو.
له شواهدو ښکاري، چې د چاودنې اصلي هدف دباجوړ امن لښکر غړي وو.
د خيبر پښتونخوا په لرې پرته سیمه (دير )کې یوې درنې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله، دا چاودنه د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د کوز دير په منډا نومي سیمه کې د موټرو په یوه تمځای کې رامنځته شوې.

ځايي امنيتي مسوولینو دا یو ځانمرګی برید بللی خو د برید کوونکي د اصلي هدف په اړه یې څه ندي ویلي.

د پېښې د ځای په اړه ویل کېږي چې سوات، باجوړ او شاوخوا نورو سیمو ته د تلونکیو موټرو د تمځای یا هډې په ګډون یوشمېر بارګینونه اوسوداګريز مارکيټونه په کې موقعیت لري.

د منډا د پولیسو ماموريت یوه افسر نويد احمد له سیمې نه دتليفون پر ليکه ازادي راډیو ته وویل :

"دا یو ځانمرګی برید و، چې د موټرو په تمځای کې شوې، تر اوسه مو د پېنځه تنو د وژل کېدو راپور ترلاسه کړی خو د ټپیانو شمېر لا ندی مالوم."

نویداحمد د ټپيانو د کره شمېرې په اړه بې خبري ښودلې خو پاکستاني رسنیو د سیمه ييز روغتون د سرچینو له قوله د ۲۷ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی، چې ویل کېږي د څو تنو روغتیايي حالت په کې نازک دی او ښايي د مړو اصلي شمېره تر پېنځو زیاته شي.

بل خوا ازادو سرچینو په دې پېښه کې د باجوړ امن لښکر د یوه مشر محمد اکبر خان د وژل کېدو خبر هم ورکړی.

دنوموړي په اړه ویل شوي چې په باجوړ کې یې د دولت د وسله والو مخالفينو پرضد د یوه قومي لشکر مشري پر غاړه لرله.

که څه هم دولتي مقاماتو لا د دې خبر په خلې ندی کړی خو یوې ځايي سرچینې ازادي راډیو ته وویل، چې له شواهدو ښکاري، چې د چاودنې اصلي هدف دباجوړ امن لښکر غړي وو.

دير د خيبر پښتونخوا یوه لرې پرته سیمه ده، چې له سوات، ملاکنډ باجوړ او اخوا د افغانستان له کونړ او نورستان ولایتونو سره اوږدې پولې لري.

څو کاله وړاندې د باجوړ په څېر په دې سیمه کې هم وسله والو طالبانو فعالیتونه پیل کړي وو، خو تر پوځي عملیاتو وروسته د دې سیمې طالبان باجوړ او بیا کونړ او نورستان ته په شا شول.

په دې وروستیو کې په خيبر پښتونخوا کې د چاودنو او ځان وژونکیو حملو لړۍ یوارې بیا ګړندۍ شوې،تېره اوونۍ دوه ورځې پرله پسې د جمعیت علمای اسلام ډلې پر مشر مولانا فضل الرحمان باندې ځانمرګي بریدونه وشول، چې په ترڅ کې یې د پولیسو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله واوښته خو پخپله مولانا ترې روغ ووت.

بل خوا د پنجاب امنيتي چارواکیو ويلي، د ډيره غازي خان په یوه زیارت کې د تېرې ورځې د ځانمرګیو بریدنو چې طالبانو یې مسوولیت منلی د مړو شمېر تر پنځوسو اوښتی.

د یادونې وړ ده، چې د نننۍ چاودنې مسوولیت لا چا پر غاړه نه دی اخیستی.

راپور: مجيب الرحمان انګار - پېښور
XS
SM
MD
LG