د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

کندهار:په مظاهره کې د تاوتريخوالي د پارونې په تور ١٦ کسان نيول شوي


د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې په پرونۍ مظاهره کې د تاوتريخوالي د پارونې په تور ١٦ کسان نيول شوي چې اووه تنه يې وسلوال دي.

پرون سهار په دې ولايت کې پيل شوې سوله ييزه مظاهره ناڅاپه په تاوتريخوالي بدله شوه چې په نتيجه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د کندهار چارواکي وايي په مظاهره چيانو کې داسې کسان هم وو، چې له موقع څخه يې په استفادې پر ملکي تاسيساتو حملې وکړې او په ښار کې يې ويجاړي پيل کړه:

پرون د څو ساعتونو په جريان کې د کندهار ښار د مرکزي ساحې څېره بدله شوه او په خلکو کې هم وېره او وحشت خپور شو.

ځينو مظاهره چيانو پر امنيتي ځواکونو د ډبرو او لرګيو ګوزارونه کول او ځينې خبريالان هم وهل ټکول شوي دي.

په کندهار کې وروستۍ مظاهره په داسې حال کې په تاوتريخوالي بدلېږي چې د جمعې په ورځ د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې هم د قران کريم د سوځلو په اعتراض د جوړې شوې مظاهرې ځينو ګډونوالو د ملګرو ملتونو پر دفتر حمله وکړه او د دې دفتر اته بهرني کارکوونکي يې ووژل. د بلخ والي وويل چې د بريد مسوولين وسلوال طالبان دي.

ولسمشر حامد کرزي په يوه ټیليفوني تماس کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته د دې ادارې د کارکوونکو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه. د نړۍ نورو مشرانو هم دغه بريد غندلى دى.

د جمهوري رياست له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې ولسمشر امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې په خپل ټول وس او توان هڅه وکړي چې د خلکو لاريونونه په تاوتريخوالي بدل نه شي او د خلکو عامه شتمنيو ته زيان ونه رسېږي.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي:

جمهور رئیس په داسې حال کې چې سوله اییز لاریونونه د خلکو قانوني حق بولي له هغو کسانو څخه چې لاریون کوي، غوښتنه کوي چې پرې نه ږدي تر څو فرصت طلب افراد د دوي له لاریونونو او پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د خلکو په وژلو، د عامه او خصوصي شتمنیو په ورانولو او له منځه وړلو لاس پورې کړي.

د کورنيو چارو وزارت وايي بلخ ته يې يو هيئت د تحقيقاتو لپاره لېږلي چې معلومه کړي، د تاوتريخوالي پاروونکي څوک وو.
XS
SM
MD
LG