د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

روغتیا وزارت د خوار ځواکي د مخینوي لپاره روزنیز کورسونه پیل کړل


د روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس ډاکټر توفیق مشال
د روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس ډاکټر توفیق مشال

د روغتیا وزارت وايي، چي په طبي پوهنځیو کي د خوړو او خوارځواکۍ د مخنیوي په اړه محصلینو ته درس نه دی ویل سوی او ددغو لنډ مهالو کورسونو له لاري به دغه تشه ډکه کړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت په پام کي لري، چې د خوارځواکي د مخنیوي لپاره چې د کوچنیانو د مړیني او ناروغیو یو لوی لامل بلل کیږي، د بیلا بیلو ولایتونو ډاکترانو او روغیتايي کار کوونکو ته لنډ مهالي روزنیز پروګرامونه پیل کړي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په طبي موسساتو کې د خوړو په اړه ډاکترانو مضمون نه درلودی او دوی د دې ۱۵ ورځني پروګرام له لارې غواړي دغه تشه ډکه کړي.

د روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس ډاکټر توفیق مشال د دې پروګرام د پیل پر وخت ازادی راډیو ته وویل، روغتیايي سروېګاني ښيي، چې په افغانستان کې په سلو کې ۳۹ کوچنیان چې عمرونه یې تر ۵ کالو لږ وي وزنونه یې کم ښوول شوي.

ښاغلي مشال وایي په دې اړه به دوی خپل کار کوونکي په ځانګړي ډول و روزي.

“د روغتیا وزارت دې نتیجې ته رسېدلی، چي خپل یو شمېر کار کوونکي د عامه خوړو په برخه کي په ځانګړي ډول و روزي.

د خوړو د ډیپلومې په دغه دوره کې ۱۵ تنه ګډون لري، چې ۷ ولایتونه دي، لکه ننګرهار، لغمان، لوګر، دایکندي، خوست او د روغتیا وزارت کار کوونکي هم په کي شامل دي.”

همدارنګه مشال وايي، چي په سلو کې ۹ کوچنیان له خوار ځواکۍ سره مخ دي او په دې اړه د روغیتا وزارت د دغي ستونزي د مخنیوي لپاره یې ۸ دوريي کورسونه پیل کړي.

خو د دې کورسونو ځني ګډون کوونکي بیا په خپلو ولایتونو کي د وسایلو د کموالي ستونزي یادوي.

د ننګرهار د خوارځواکۍ د مخنیوي د مرکزونو مسئول ډاکتر شیر اقا وايي، دوی د ځای او وسایلو له لږوالي سره مخ دي.

د روغیتايي چارو څېړونکي وايي، د خوارځواکۍ د متخصیصانو او لازمو مرکزونو لږوالی، د خوارځواکۍ د مخنیوي په مخ کې پراته نور خنډونه دي.

دوی سپارښتنه کوي، چي باید په ټولو ولایتونو کې د خوار ځواکۍ د مخنیوي مرکزونه ډیر سي او خلکو ته هم په دې اړه عامه پوهاوی ورکړل شي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG