د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

۶ اوونۍ کیږي چې موسوي او کروبي په کور کې بندیان دي


څه موده وړاندې راپورونه خپاره شوي وو، چې د ایران د رژیم مخالف مشران میر حسن موسوي او مهدي کروبي نیول شوي او بندیان دي. د ایران رژیم د دغو مشرانو د نیول کیدو خبرونه رد کړي

په ایران کې د ۲۰۰۹ کال جمهوري ریاست د انتخاباتو د لانجې په دوام کې په زرګونو کسانو د واکمن رژیم پر ضد مظاهرو او لاریونونو ته مخه وکړه او خبرداری یې ورکړی و، که چیرې حکومت، مخالف مشران مېرحسین موسوي او مهدي کروبي ونیسي نو ایران به پل مخ چپه شي.

دا مهال موسوي او کروبي په کور کې بندیان دي او ۶ اوونۍ کیږي، چې میرمنې یې هم ورسره یوځاي شوي خو ایران لا هماغسې په خپل حال دی او هغه حالت په کې نه دی راغلی، چې د مخالفو مشرانو ملاتړو یې خبرداری ورکاوه.

تر دې دمه هرڅه په ظاهر کې آرام ښکاري.

په واشنګټن کې د ایران د سیاسي چارو کار پوه علي افشاري وایي، موسوي او کروبي د حکومت له خوا بندیان شوي او په تدریجي ډول ممکن د خلکو له نظره لیري شي.

ایراني چارواکي د موسوي او کروبي د بند خبرونه ردوي او وایي، دا کسان په خپلو کورونو کې دي. په عین حال کې سخت دریځي ایراني مشران وایي، دا دوه مخالف مشران باید محاکمه شي او په زندان کې واچول شي.

افشاري چې په خپله هم یو وخت د مخالفو محصلانو د غورځنګ غړی و، وایي، دا د ایران درژیم روانې کمپاین دی. افشاري وایي:

"په داسې یوه حالت کې خلک فکر کوي، چې موسوي او کروبي نه دي بندیان او محاکمه شوي هم نه دي. خلک دې ورځې ته سترګي پر لار دي او وروسته به غبرګون ښکاره کوي.

په عین حال کې، د خلکو قهر او غوسه چې په يوه قوي اعتراض ممکن بدله شي، د وخت په تېریدو سره سړیږي."

د کروبي او موسوي اولادونو چې څو ځلي یې د خپلو پلرونو د کتنې امکانات ترلاسه کړي دي، وایي، چې د دوی د استوګنې کورونه ریښتیني زندانونه دي او امینتي کسان يې هر حرکت څاري.
XS
SM
MD
LG