د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د احمدي نژاد د دفتر مشر رحیم مشايي ایراني ملايان په غوصه کړي


مشایي د امام مهدی د ستنیدو لپاره یې په تهران کې د یوه سړک د جوړولو وړاندیز وکړ.
مشایي د امام مهدی د ستنیدو لپاره یې په تهران کې د یوه سړک د جوړولو وړاندیز وکړ.

سره له دې چې د ایران د جمهور رییس د دفتر مشر اسفندیار رحیم مشایي تراوسه کوم مقام ته نه دی انتخاب شوی خو بیاهم دی په ایران کې یو مهم سیاسی شخصیت ګڼل کیږي او پراخی اوازې وایي چې کیدای شي د ۲۰۱۳م کال د جمهوری ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړي.

مشایي د ملګرو ملتونو دعمومي ټولنې له خوا د نوروز د جشن د لمانځلو په مراسمو کې د ګډون ویزه ترلاسه کړې وه، خو د مخالفینو د اعتراضونو په نتیجه کې یې امریکا ته خپل سفر لغوه کړ.

دی یوپنځوس کاله پخوا د ایران د شمال په یوه کلي کې زیږیدلی دی. اتلس کلن و، چې په خپل ښار کې یې په انقلابي غونډو کې برخه اخیسته. له انقلاب وروسته یې د اصفهان د پوهنتون د برښنا د انجنینرۍ په پوهنتون کې زده کړه ترسره کړه، اته ویشت کاله پخوا هغه مهال چې مجاهدین خلق ډله د ایران او عراق د جنګ په مهال د ایران د حکومت خلاف ودریده دی د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د ځواکونو په استخباراتو کې شامل شو.

په ۱۹۸۴ کال کې مشایي په کردستان کې د استخباراتو چارواکی شو او له محمود احمدي نژاد سره یې چې هغه مهال د خوی والي و، راوبط پیدا شول.

وروسته د دوی دوستي دومره ټینګه شوه، چې دا دی دېرش کاله یې دوام وکړ. دی له جمهور رییس سره کورني روابط هم لري. د احمدي نژاد زوی دوه کاله مخکې د مشایي له لورسره واده وکړ.

د مشایي یوه جنجالمنه خبره دا وه، چې د امام مهدی د ستنیدو لپاره یې په تهران کې د یوه سړک د جوړولو وړاندیز وکړ.

امام مهدي د شیعه ګانو دولسم امام دی، چې دولسوه کاله پخوا غایب شوی دی او له قیامته مخکې د خلکو د هدایت لپاره بیا راځي.

د احمدي نژاد ترسیوري لاندې مشایي په کابینه کې مهم رول لوبوي، دی اوس د جمهور رییس د دفتر مشر دی. دی د منځني ختیځ په چارو کې د جمهور سلاکار او د هغې عالي شورا د مشر مرستیال هم دی، چې له هیواده بهر ایرانیان پالي.

خو په هرصورت د مشایي ځینو خبرو او اعمالو د ایران د قم ځیني ملایان او د حکومت بنسټپال چارواکي پارولي دي.

هغه مهال چې دی په دوه زره اوم کال د جمهور رییس مرستیال او د فرهنګي میراثونو د سازمان مشر و، په ترکیه کې یې په داسې یو محفل کې د ګډون له امله چې ښځو په کې یوه کلیواله نڅا کوله لوی ایرانی ملایان خپه کړل.

یوکال وروسته ده داسې یو محفل جوړ کړ، چی یوشمېر ښځو په کې تنبور غږاوه او نورو په خپلو لاسونو کی قرآن کریم نیولی و.

ده وویل، موسیقي هغه کسان حرامه ګڼي، چې ورباندې پوهیږي نه.

په بهرنیو چارو او د ادیانو د تاریخ په اړه هم د ده څرګندونو جنجالونه رامنځ ته کړي دي.

ده یوځل ویلي وو، که چیرې نوح علیه السلام خپلې چارې ښې سمبال کړې وای نوله ده وروسته د بل پیغمبر د راتلو حاجت نه و.

مشایي دا هم ویلي، که ایران نه وای اسلام به له منځه تللی و.

د روانو حالاتو او چارو په اړه ده ویلي دي، چې ایرانیان د اسراییلو دوستان او ملګري دي.

د ایران ډېر ملایان فکر کوي، چې په دیني چارو کې د مشایي خبرې د دوی په حق او تخصص کې مداخله ده.

اوس د دې ارزیابي مشکله ده، چې مشایي په خلکو کې څومره محبوبیت لري.

د جمهور رییس احمدي نژاد په نژدې حلقه کې د مشایي ځیني رقیبان اندیښنه څرګندوي، چې د مشایي بلاغت اوخبرې کیدای شي د ده د ملاتړ د زیاتیدو سبب شي.

ځینې بنسټ پال وایي، د مشایي ځینې ملګري هم د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه برابروي او د سیالي لپاره ورته پروګرامونه جوړوي.
XS
SM
MD
LG