د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د ناټو د قرارداديانو پيسې طالبانو ته څنګه ځي؟


رحيم وايي، طالبان د ښوونځيو او کلنيکونو د ځينو پروژو په وړاندې خنډ نه ايجادوي،
رحيم وايي، طالبان د ښوونځيو او کلنيکونو د ځينو پروژو په وړاندې خنډ نه ايجادوي،

يوه اندازه پيسې چې ناټو يې په افغانستان کې پر ځينو پروژو لګوي، د وسلوالو طالبانو لاسته ورځي. ځينې افغان قرارداديان وايي، د دې لپاره چې پر خپلو پروژو د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي، طالبانو ته پيسې ورکوي.

د رحيم په نوم يو افغان سوداګر چې د يوه سړک د جوړونې لپاره يې له ناټو څخه يو قرارداد ترلاسه کړ، د فرانسې خبري اژانس ته وويل، د دې قرارداد له ترلاسه کولو سره جوخت يې لومړى کار د وسلوالو طالبانو له يوه محلي مشر سره تماس نيول وو.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، دواړه لوري موافقې ته ورسېدل او رحيم هره مياشت د طالبانو له هغه ځايي قوماندان سره تماس نيوه او په پټه به يې د مياشتې شل زره ډالره ورکول، په بدل کې به طالبانو د هغه پر پروژو حملې نه کولې.

رحيم زياته کړه، دا يوه ښه معامله وه، دى وتوانېد چې د بيارغونې دغه پروژه په اوو مياشتو کې بشپړه کړي، يعنې، تر ټاکلي وخت شل ورځې مخکې.

بیارغونې

اژانس زياتوي، کله چې امريکا او لوېديځ متحدان يې غواړي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره ځينې پروګرامونه طرحه کړي، د افغانستان بيارغونې ته د بېلو شويو پيسو يوه اندازه د هغو ډلو لاسته ورځي چې په حقيقت کې دوى د هغو د ماتولو لپاره افغانستان ته تللي دي.

د افغانستان په جنوب کې د بيارغونې د پروګرامونو لويه برخه روانه ده، دغه سيمې د جګړې او ناکراريو مرکز دى چې زياتې برخې يې د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي.

امريکا او ناټو د پوځي پروګرامونو تر څنګ هڅه کوي ملکي او د بيارغونې ځينې نور پروګرامونه تشويق کړي او دا يې په افغانستان کې د سولې د ټينګولو لپاره د هڅو يوه برخه ده.

خو د فرانسې خبري اژانس په حواله، له وسلوالو طالبانو سره تماس تل ګټور نه تمامېږي، په ځينو سيمو کې طالبان له تجارانو او ټېکه دارانو سره معاملې ته نه دي حاضر شوي او د دوى پر پروژو يې حملې کړي دي.

په کابل کې د يوه تحقيقاتي مرکز غړى تامس روتيګ په دې باور دى، چې د لوېديځ د مرستو پيسې په افغانستان کې د سخت دريځو مهمه مالي منبع جوړوي.

نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته وويل، طالبانو د بيارغونې د پروژو په ارتباط خپل چلند بدل کړى دى. د روتيګ په خبره، طالبان غواړي ځان د موازي حکومت په توګه معرفي کړي، چې ګواکې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي.

رحيم وايي، طالبان د ښوونځيو او کلنيکونو د ځينو پروژو په وړاندې خنډ نه ايجادوي، خو د هغو سړکونو او لويو لارو له جوړولو او پخولو سره، چې بهرني ځواکونه ورباندې تګ راتګ کوي، مخالفت کوي.

ارنولډ فيلدز چې تر ډېره په افغانستان کې د امريکا له لوري د بيارغونې د هڅو مسوول و، وايي، د امريکا حکومت په دقيق ډول نه پوهېږي، اتلس مليارده ډالره چې له ٢٠٠٧م کال څخه تر ٢٠٠٩م کاله پورې اووه زره قرارداديانو ته چې اکثره يې خصوصي ټېکه داران وو، ورکړل شوي، څنګه مصرف شوي دي؟

د امريکا حکومت په دقيق ډول نه پوهېږي، اتلس مليارده ډالره چې له ٢٠٠٧م کال څخه تر ٢٠٠٩م کاله پورې اووه زره قرارداديانو ته چې اکثره يې خصوصي ټېکه داران وو، ورکړل شوي، څنګه مصرف شوي دي؟

فیلډز
په افغانستان کې د ايساف يوه وياند اژانس ته وويل، زموږ د قراردادونو مقررات څرګند دي، يعنې دغه پيسې داسې مصرفېږي، چې د افغانانو ګټې په کې خوندي وي.

خو افغان حکومت چې د لوېديځ ملاتړ له ځان سره لري، په دې برخه کې ډېر بېل نظر لري. د فوايد عامې وزارت مرستيال ويلي، د شرکتونو له لارې طالبانو ته د پيسو ورکول کوم مشکل نه لري، مهمه دا ده چې يو کار ترسره شي.

خو د چارو شنونکى روتيګ دغه حالت مايوسوونکى ګڼي، د هغه په نظر د مرستو پوځي او خصوصي کول په افغانستان کې د دولتي ادارو د ودې مخه نيسي.

د هغه په خبره دغه پيسې د سخت دريځو په وړاندې د جګړې او په افغانستان کې د بحران د ختمولو لپاره دي، خو اوسنى وضعيت د جنګ لمبې لا قوي کوي.
XS
SM
MD
LG