د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

اختر: افغان دولت د انتقالي عدالت په پلي کیدو کې ناغیړي کوي


د انتقالي عدالت د همغږي ډله، چې له ۲۶ ملي او نړیوالو ادارو څخه جوړه شوې،
د انتقالي عدالت د همغږي ډله، چې له ۲۶ ملي او نړیوالو ادارو څخه جوړه شوې،

په افغانستان کې د انتقالي عدالت د همغږي ډله غواړي، چې په هېواد کې د دریو لسیزو جګړو قربانیان دې عدالت ته لاس رسی پیدا کړي او عاملین یې دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د دې بحث ګډونوال به تر ډیره په دې بحث وکړي، چې د تیرو دریو لسیزو جګړو قربانیان په څه ډول عدالت ته لاس رسې پیدا کړي.

په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پلې کولو په اړه دا بحث د چهار شنبې په ورځ د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې، د بشر حقوقو او مدني ټولنې له خوا په کابل کې پرانستل شو.

دغه ادارې به هڅه وکړي، چې دې هدف ته د رسیدو لپاره لازمه همغږي رامنځ ته کړي.

د انتقالي عدالت د همغږي د ډلې غړی، یونس اختر په افغان دولت انتقاد وکړ، چې د انتقالي عدالت په پلي کیدو کې ناغیړي کوي.

"په تیرو دریو لسیزو جګړو کې اکثریت افغانان، چې قرباني شوي، د جنایت کارانو له لاسه کړېدلي، درد یې لیدلی، وژل شوی او یا جسما یا روحا زیانمن شوي، باید پوه شي او نور دې د قوم او دین په نوم د دی جنایت کارانو فریب نه خوري.

دوی باید په خپله کې متحد شي او په یو ګډ غږ سره دې د عدالت د تامین، د خپل ضایع شوي حق، د تر لاسه کولو په خاطر ګډه مبارزه وکړي.

له بده مرغه افغان حکومت، چې یو ایتلافي او د مصلحتونو پرستنو ولاړ حکومت دی، د دې پرځای چې خلک راضي کړي، غواړی همدا اشخاص راضي وساتي."

د انتقالي عدالت د همغږي ډله، چې له ۲۶ ملي او نړیوالو ادارو څخه جوړه شوې، هدف یې د بشري حقونو دفاع، پراختیا او په ځانګړي توګه د جګړو د قربانیانو ملاتړ دی.

یوشمېر کسان، چې په مرکز او ولایتونو کې د عدالت د ټینګښت لپاره کار کوي وایي، چې دوی د افغان دولت د نه همغږي، له امله نشي کولای، هغه کسان چې د حکومت په لوړو پوستونو کې کار کوي او په جنایتونو تورن دي عدالت ته را کاږي.

د خوست د ولایتي شورا مشر، مراد خان منګل وایي، ترڅو چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن کسان محاکمه نه شي نو سوله راتلل او د عدالت ټینګښت به ستونزمن وي.

که څه هم په وار، وار د جګړو له قربانو څخه د ملاتړ ادارې له افغان حکومت څخه د جنګي مجرمینو د محاکمې غوښتنه کړې، خو لاهم په دې برخه کې کوم پرمختګ نه لیدل کیږي.

له بل لوري دا غږونه په داسې حال کې پورته کیږي، چې افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې هڅې پیل کړي.

اکثره کتونکو دا خبرداری ورکوي، چې دا هڅې باید د انتقالي عدالت د پلې کولو مخه و نه نیسي.

راپور: ذکیه غیاثي - کابل
XS
SM
MD
LG