د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د منځني څیځ په روان کرکېچ کې د ایران ګټې او لاسوهنې


ایران سوریې سره خپلې اړیکې کلکې ساتي، ځکه سوریه حزب اله او حماس ته د وسلو د لیږلو دپاره یوه حیاتي لاره ده.
ایران سوریې سره خپلې اړیکې کلکې ساتي، ځکه سوریه حزب اله او حماس ته د وسلو د لیږلو دپاره یوه حیاتي لاره ده.
کله چې په تونس او مصر کې په ټولیزه توګه خلک د حکومتونو پرضد راپاڅیدل نو همدې پاڅون زرګونو کسانو وهڅول، چې د یمن سړکونو ته راووځي او په دې توګه له مراکشه تر عمانه لویدیځ پلوې عرب مشران له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي، نو دې حالاتو ته ایران په ډیر شوق کتل.

په هغه ایتلاف، چې واشنګتن ورباندې د ملاتړ کولو ډیر حساب کاوه له ستونزو سره مخامخ شو. د لیببا نارامي ممکنه ده، چې د میاشتو لپاره لویدیځ په ګډوډ حالت کې وساتي.

په بحرین کې نارامیو د سعودي کورنۍ ته ټکان ورکړ. دا هر څه داسې ښکاریدل چې د تهران په ګټه روان دی، تر څو چې د سوريې په درعا کې د لومړي ځل لپاره ډزې وشوې.

د ولسمشر بشارالااسد پرضد په ټوله سوریې کې مظاهرې ایران ته یو مصیب جوړولی شي. سوریه له ډیرې مودې راهیسې د تهران له سیمزې پالیسۍ سره ګام په ګام روانه ده او په همدې اساس هڅه کوي چې لویدیځ پلوي حکومتونه بې ثباته کړي، په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې د خرابولي لپاره کار کوي همدې لړ کې د حزب اله ملاتړ کوي.

اسد د یوه ولسمشر په توګه په لبنان کې وژنې غندي او خپله د خپلو امنیتي ځواکونو په خونړیو سیالیو کې ګیر دی. هغه هسې کوښښ کوي، چې دننه په خپل هیواد کې له دې سخت حالت څخه ځان ګوښه کړي.

ایران دا اړیکې کلکې ساتي، ځکه سوریه حزب اله او حماس ته د وسلو د لیږلو دپاره یوه حیاتي لاره ده.

کله چې د مصر د پخوانی ولسمشر حسني مبارک د قدرت بیړۍ په نړیدو شوه، نو بیا وروسته له یو دېرش کلونو ایران د سویس کانال ته خپله لومړنۍ جنګې بیړۍ ولیږله.

د ایران مخالفانو د تیرې مې میاشت تر انتخاباتو وروسته وخت په وخت د اعتراض غږ اوچت کړی خو په نورو سیمو کې د غاصبو رژیمونو پر ضد د اعتراضونو په لیدو سره د ایران د مخالفانو روحیه لا پیاوړې شوې ده.

د ایران ظالمو امنیتي ځواکونو د همدې امله یوځلې بیا د نویو کسانو په نیولو، جنسي تجاوزونو او شکنجو د مخالفیو پرضد خپلې هڅې لا چټکې کړې.

په عین حال کې ولسمشر احمدي نژاد د دې لپاره، چې د دې مسایلو د خلکو پام بلې خوا ته واړوې نو په عرب نړۍ کې د شیعه ګانو او سونیانو تر منځ لانجې ته پام واړاوه.

په بحرین کې د انترنیټ له لارې د حکومت پر ضد حملو تهران ته هم لاره ومونده. په لیبیا کې، حزب اله لویدیځ پلوې سیاسي مشران څنډې ته کړل.

په یمن کې چې ایران تیر کال شیعه اعتراض کونکو سره مرسته کړې وه، د ولسمشر په وړاندې د نارامیو لړۍ علي عبداله صالح له ستونزو سره مخامخ کړی.

په سعودې عربستان کې شیعه اقلیت هم مټې راونغاړلی او د شاهې مشروطه نظام غوښتنه یې وکړه.

د دې اعتراضونو هدف دا نه دی چې امریکايي پلوي مشران کمزوری کړي، بلکې دې کار نورو بنسټونو لکه د سعود کورنۍ او د ایران لویو سیمزو سیالانو ته ټکان ورکړ.

په شاوخوا سیمو کې له ویرونکو بدلونونو سره ایران سعودي دې ته مجبور کړ، چې پر بحرین د مخنوی لپاره حمله وکړی.

دا حرکت په لویدیځ ډیر بد ولګیده او خبردارې یې ورکړ، چې دا کار به د واشنګتن او د سعودي د زوړ سلطنتي نظام تر منځ فاصله لا هم ډیره کړي.

په دې بدخواهي کې کیدای شی د ایران لاس ډیر بر وی. ډیر لږ داسې شواهد شته څو دا څرګنده کړي، چې د عرب سترګې دې له ایرانه د الهام اخیستو خوا ته وي.

اسلام پالې ډلې پسرلنیو بدلونونو بې اعتباره کړل. د سعودي عربستان او خلیج ډیر هیوادونه د کورنیو اختلافاتو سره مخامخ شو. سر بیره پردې، پر ایران شکونه ډیر شول او د دمشق پر سړکونو د اعتراضونو په څرګندولو کې یو مهم فکتور وبلل شو.

د ایران ناهیلې هر کله په خپل هیواد کې ځپلو ته د تمایل بڼه نوې کوي. د دې ادعا ثبوت د سکینې اشتیاني د مرګ سزا ده چې څارنوالانو او د هغې وکیلانو د ایران د رژیم د تصادفی او لا جوابه بې رحمې یو نوی مثال وړاندي کړ.

عربان په خپله خاوره کې د ډیرو حقونو غوښتنه کوي او په یقین سره دوی خپل داسې ګاونډي ته چې خپله د ډیرې بدې سابقې لرونکی دی لږه پاملرنه کوي.
XS
SM
MD
LG