د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

روسیه وايي امریکا افغانستان کې دایمي اډې نه جوړوي


د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي ، د امریکا متحدو ایالتونو له روسیې سره ژمنه کړې چې دوی به ورسته له هغې چې ایتلافي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي په دې هېواد کې دایمي پوځي اډې نه جوړوي .

د اینټر فاکس خبري اژانس د ښاغلي کابلوف له خولې وايي موږ ددې میاشتې په سر کې په جده کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره وکتل او هغه ډاډ راکړ چې امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو د جوړولو کوم پلان نه لري .

نوموړي ويلي موږ غواړو چې پر دوی باور وکړو، ځکه کله چې په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړه او په دې هېواد کې د ثبات د ټینګښت هڅې پای ته رسیږي نو دغلته د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام ته کوم دلیل نه پاتې کېږي .

د کابلوف په وینا د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام به په سیمه کې د اضافي ترینګلتیا سبب شي .

نوموړي د اینټر فاکس خبري اژانس ته زیاته کړې ولسمشر حامد کرزی پخوا ویلي و چې دی په افغانستان کې د امریکا د دایمې پوځي اډو د پرانیستو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي .

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو بیانیه خپره کړې ده .

د کابلوف په وینا روسیه په دې برخه کې پوښتنې او انديښنې لري . نوموړی زیاتوي امریکا تل موږ ډاډمن کړي یوو چې دوی دلته په ټاکلي ماموریت پسې راغلي او کله يې چې دا ماموریت پای ته ورسیږي نو دوی ځي او په افغانستان کې د اوږدې مودې د پاتې کیدو کوم پلان نه لري .

د کابل په وینا امریکا ورته ویلي چې د دوی خبرې د افغان وسلوالو ځواکونو لپاره د روزنې د یو شمیر مرکزونو پر سر روانې دي .

دې روسیې ډیپلوماټ ویلي اوس به موږ انتظار کوو او وبه ګورو چې امریکا څه کوي ؟
XS
SM
MD
LG