د اروپایي اتحادیې مشرانو په روانې اوونۍ کې په دوه ورځنیو غونډو کې زیاتې هلې ځلې وکړې، چې د لیبیا د شخړو او نا ارامیو، په جاپان کې د هستوي بحران او په خپله د اتحادیي د هغو هیوادونو د مالي ستونزو ته د حل لار پیداکړي، چې واحده کرنسي یعني ایرو لري.
د ناټو غړي هیوادونه د پنجشنبې په ورځ سلا شول، چې د لیبیا په فضا کې په الوتنو باندې د ملګرو ملتونو د بندیز د عملي کولو قومانده به په غاړه اخلي. دوی په دې هم موافقه وکړه، چې د لیبیا ملکي خلکو ته به بشري مرستې رسوي.
د اروپایي هیوادو مشران په دې وروستیو ورځو کې بحثونه کوي، چې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې د وینو توېدل څنګه بند شي. د لیبیا د بحران په اړه د اروپایي اتحادیي د غړیو هېوادونو تر منځ اختلافات هم شته.
د اروپایي هېوادونو تر منځ هغه مهال د لیبیا په سر بیلتون یا اختلاف رامنځ ته شو، چې جرمني د ملګرو ملتونو امنیت شوری کې د لیبیا په فضا کې د الوتنو د بندیز په پریکړه لیک رای ورنه کړه.
د جرمنې په دې عمل سره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د عملي کولو په کار کې فرانسه او انګلستان د امریکا د متحده ایالاتو په څنګ کې یوازیني اروپایي هیوادونه پاته شول.
د ناټو د غړیو هیوادونو په غونډې کې د قبرس جمهور رییس دیمتريس کریستوفیاس یوازینی مشر و، چې د لیبیا په فضا کې د الوتنو د بندیز د عملي کولو په اړه یې شک څرګند کړ، خو د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سارکوزي څرګنده کړه، چې اروپا په دې ماموریت کې پوره متحده ده.
سارکوزي دغه راز قذافي ته خبرداری ورکړ، چې د اروپا له دغه بیلتون څخه دې ناوړه ګټه نه اخلي.
د فرانسې جمهور رییس وویل، د لیبیا په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د ۱۹۷۳ نمبر پریکړه لیک هدف د ملکي خلکو ساتنه ده. ده دا هم وویل، د نړیوال ایتلاف ځواکونه به هوایي، حملې کوي او د قذافي د پرزولو لپاره به ځمکني ځواکونه نه استوي:
"موږ باید قانون ته په پوره او پراخ درناوي سره اعتماد ایجاد کړو."
ټاکل شوې چې انګلستان به د راتلونکي سې شنبې په ورځ یو کنفرانس جوړ کړي او د لیبیا د ستونزې د حل لپاره به د نورو سیاسي اقداماتو یوه طرحه جوړه کړي.
د انګلستان صدراعظم ډېوېډ کامرون یو ځل بیا خپل دریځ اعلان کړ او د قذافي په لیرې کیدو یې ټینګار وکړ. ده، دغه راز هغو کسانو ته هم خبرداری ورکړ چې د قذافي په ملاتړ جنګیږي.
کامرون وویل:
"تاسې هره ورځ د دغه دیکتاتور لپاره کار کوﺉ. ده تر اوسه دوه ځلې اوربند اعلان کړی او دواړه ځله یې مات کړی او د خپلو ملکي هیوادوالو وژلو ته دوام ورکوي.
هره ورځ چې تاسې د ده لپاره کار کوﺉ، په نړیوالې جنایي محکمې کې د محاکمې له خطر سره مخامخ کیږﺉ. تاسي ځانونه د جنګي جرمونو له خطر سره مخامخ کوﺉ."
اروپایي اتحادیه دا مهال د لیبیا خلکو ته د بشري مرستو په استولو او د قذافي رژیم د پرزولو په مقصد په حکومت باندې د بندیزونو لګولو هلې ځلې کوي.