د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

م.م ایران ته د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره د یو څارونکي پر لېږلو هوکړه وکړه


ښاغلی مون وايي، په ایران کې د اعدامونو، د بدن د غړو د پرې کونو، د مخالفانو د ظالمانه نیونو، شکنجو او غیرعادلانه محاکمو د زیاتېدو له وجې سخت خواشینی دی.
ښاغلی مون وايي، په ایران کې د اعدامونو، د بدن د غړو د پرې کونو، د مخالفانو د ظالمانه نیونو، شکنجو او غیرعادلانه محاکمو د زیاتېدو له وجې سخت خواشینی دی.
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه پرون د یو ځانګړي څارونکي پر ټاکنه موافقه وکړه.

دا په تېره یوه لسیزه کې لومړی ځل دی چې ملګري ملتونه داسې یو اقدام کوي. د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا اوه څلوېښت غړي لري او مرکز یې په ژنیو کې دی.

د شورا له غړو څخه دوه ویشتو هېوادونو هغه پرېکړه لیک ته چې په ایران کې د بشري حقونو د څېړنې لپاره د یوه څارونکي د ټاکنې غوښتنه په کې شوې وه مثبتې، اوو مخالفې رایې ورکړې او څوارلسو هېوادونو د رایو له ورکولو ډډه وکړه خو څلورو نورو بیا له سره په رای ورکولو کې ګډون ونه کړ.

د بشري حقونو د شورا په پرېکړه لیک کې په ایران کې د مخالفانو د ځپلو او د اعدام په حکمونو کې د زیاتوالي له کبله اندېښنه څرګنده شوې او د ایران له حکومت څخه غوښتنه شوې، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګروملتو له ځانګړي استازي سره همکاري وکړي.

شورا همداراز له بشري حقونو څخه د پرله پسې سرغړونو په برخه کې د ایران د همکارۍ نه کولو له وجې خواشیني څرګنده کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې د متحدوایالاتو استازې ایلین ډوناهوEileen Donahoe د پرېکړه لیک په ملاتړ وویل، چې واشنګټن اومتحدان یې په ایران کې د وضعیت له کبله سخته اندېښنه لري ځکه د دې په وینا په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت په وروستیو څو کلونو کې ډېر زیات خراب شوی دی.

په ایران کې د بشري حقونو د څېړنې لپاره د څارونکي د ټاکل کېدو غوښتنه تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیليري کلېنټن په دې شورا کې د وینا پرمهال وکړه.

ایران د ملګروملتو د بشري حقونو د شورا پرېکړه لیک رد کړی او د بشري حقونو په برخه کې یې د چارواکو په وینا د خپلو ټینګو ژمنو دفاع کړې ده.

د ایران حکومت ویلي، چې د بشري حقونو د شورا د مشرې ناوې پېلي په نوم د استول شوي بلن لیک موده یې تمدید کړې او نوموړې کولای شي سږکال له دې هېواد څخه کتنه وکړي.

تېره میاشت مېرمن پېلي د سږکال له پیله په ایران کې د اعدام د سزا د زیاتېدو له وجې خپګان څرګند کړ.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون هم د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې دی په ایران کې د اعدامونو، د بدن د غړو د پرې کونو، د مخالفانو د ظالمانه نیونو، شکنجو او غیرعادلانه محاکمو د زیاتېدو له وجې سخت خواشینی دی.

ښاغلي بان د بشري حقونو شورا ته په راپور کې پر ایران غږ وکړ چې د بیان آزادي تضمین او مدافع وکیلانو او د بشري حقونو فعالانو ته نور امکانات برابر کړي.
XS
SM
MD
LG