تازه خبر
شنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۲

په کونړ کې چاودنې لږترلږه ۷ زده‌کوونکي وژلي او تر سلو ډېر نور یې ټپیان کړي دي

د کونړ د ولایتي روغتون ريیس مولوي داد ویلي چې د مرګ‌ژوبلې شمېرې لومړنۍ دي او ښايي بدلون پکې راشي.

د کونړ ولایت په اندرسېر سیمه کې د یوه منځني ښوونځي ترڅنګ په یوه کور کې د چاودنې له امله لږترلږه اووه زده‌کوونکي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاالرحمن سپین‌غر ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۷ ماشومان وژل شوي او ۹۷ نور ټپیان دي.

ده وویل چې له زده کوونکو جلا ۴ نور کسان، چې ښايي لارویان وي، هم ټپیان شوي او د درملنې لپاره جلال اباد ته وړل شوي دي.

له بلې خوا د کونړ د ولایتي روغتون ريیس مولوي داد ویلي چې د مرګ‌ژوبلې شمېرې لومړنۍ دي او ښايي بدلون پکې راشي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سمیع‌الحق ویلي چې د ښوونځي ترڅنګ په هغه کور کې، چې چاودنه پکې شوې، د کانونو د کارکوونکو له خوا ډینامیت ساتل کېده. د چاودنې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې د چاودنې له کبله د ښوونځي ترڅنګ د شاوخوا کورونو ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

د سږ کال په اسد میاشت کې د کابل ښار په لوېدیځ، دشت برچي سیمه کې د «شمع هدایت» په نوم پر یوه خصوصي ښوونځي د څو لاسي بمونو د برید له امله لږ تر لږه ۴۴ تنه زده‌کوونکي ټپیان شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ دا پېښه «بوږنونکې» بللې وه او د عاملانو د پېژندلو او عدالت ته د سپارلو لپاره یې د خپلواکو او شفافو څېړنو غوښتنه کړې وه.

​
XS
SM
MD
LG