تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۵

ارمنستان د «ټرمپ مسیر» پروژې د پلي کېدو خبر ورکړ؛ ایران: پرمختګونه څارو

د جنوبي قفقاز په سیمه کې د «ټرمپ مسیر» پروژې د رسمي پلي کېدو پیل
د جنوبي قفقاز په سیمه کې د «ټرمپ مسیر» پروژې د رسمي پلي کېدو پیل

د ارمنستان صدراعظم، نیکول پاشینیان، د دوشنبې په ورځ «د لیندۍ په دوهمه» د جنوبي قفقاز په سیمه کې د «ټرمپ مسیر» پروژې د رسمي پلي کېدو د پیل خبر ورکړ.

په ورته وخت کې، ایران ویلي چې د دې پروژې اړوند پرمختګونه په ځیر څاري او د خپلو پولو په څنګ کې د بهرنیو پوځي یا امنیتي ځواکونو حضور نه‌مني.

نیکول پاشینیان په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، د «نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره د ټرمپ مسیر» په نوم پروژه چې په اختصار «ټریپ» (TRIPP) بلل کېږي، عملي پړاو ته داخله شوې ده.

د هغه په وینا، د دې پروژې هدف په جنوبي قفقاز کې د ترانزیټي لارو او اقتصادي اړیکو پراخول دي، په داسې ډول چې د اړوندو هېوادونو ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او قانوني صلاحیتونه خوندي پاتې شي.

دا لاره د ارمنستان له خاورې څخه په تېرېدو د اذربایجان د نخجوان خپلواکې سیمې ته غځېږي او تمه ده چې د کسپین سمندرګي دواړو غاړو ته د توکو د لېږد او نړیوال ترانسپورټ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

د دې پروژې لومړنی توافق د ۱۴۰۴ کال په اوړي کې، د ولسمشر ډونالد ټرمپ په منځګړیتوب په واشنګټن کې د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو په حضور کې ترلاسه شو.

د دې پروژې لومړنی توافق د ۱۴۰۴ کال په اوړي کې، د ولسمشر ډونالد ټرمپ په منځګړیتوب په واشنګټن کې د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو په حضور کې ترلاسه شو.
د دې پروژې لومړنی توافق د ۱۴۰۴ کال په اوړي کې، د ولسمشر ډونالد ټرمپ په منځګړیتوب په واشنګټن کې د ارمنستان او اذربایجان د مشرانو په حضور کې ترلاسه شو.

د وړاندیز شوي پلان له مخې، یوه ګډه امریکايي-ارمنۍ کمپنۍ به د دې پروژې مدیریت پر غاړه ولري.

د دې کمپنۍ په لومړني جوړښت کې د امریکا ونډه ۷۴ سلنه او د ارمنستان ونډه ۲۶ سلنه ټاکل شوې ده.

که تړون وغځول شي، د ارمنستان ونډه ښايي ۴۹ سلنې ته لوړه شي.

  • د ایران اندېښنه؛ پولو ته نږدې د امریکا حضور

د «ټرمپ مسیر» پروژه کې د امریکا ګډون له پیله د ایراني چارواکو اندېښنې راپارولې دي.

تهران اندېښنه لري چې دا پروژه به د ایران شمال لوېدیځو پولو ته نږدې د امریکايي پوځي او استخباراتي ځواکونو د حضور زمینه برابره کړي او د ایران د ترانزیټي عوایدو یوه برخه به کمه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د دې پروژې د پلي کېدو په غبرګون کې وویل، تهران په جنوبي قفقاز کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د ترانزیټي لارو د پرانیستلو ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې د ګاونډیو هېوادونو ګټې باید په پام کې ونیول شي او د سیمې امنیت ته زیان ونه‌رسېږي.

بقایي زیاته کړه، د ایران پولو ته نږدې د بهرنیو پوځي یا امنیتي ځواکونو حضور د منلو وړ نه‌دی.

د هغه په وینا، ارمني چارواکو په دې اړه تهران ته ډاډ ورکړی، خو ایران لا هم د وضعیت پرمختګونه په ځیر څاري.

د ایران او ارمنستان ترمنځ یوه ګډه پوله
د ایران او ارمنستان ترمنځ یوه ګډه پوله
  • د ارمنستان نوی اساسي قانون او له اذربایجان سره د سولې راتلونکی

د «ټرمپ مسیر» پروژې د پیل ترڅنګ، د ارمنستان صدراعظم د دغه هېواد د نوي اساسي قانون د تصویب لپاره د هڅو خبر هم ورکړی دی.

ارمنستان او اذربایجان د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د کلونو لپاره د قره‌باغ غرنۍ سیمې پر سر په شخړه کې ښکېل و.

په ۲۰۲۳ کال کې، اذربایجاني ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د دغې سیمې کنټرول ترلاسه کړ او د سیمې ډېری ارمني اوسېدونکي اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي.

له دې وروسته، باکو د ارمنستان د اساسي قانون د ځینو برخو د بدلون غوښتنه کړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي سولې د تړون لاسلیک ته زمینه برابره شي.

صدراعظم پاشینیان په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې که خلک په ټول‌پوښتنه کې د نوي اساسي قانون ملاتړ وکړي، له اذربایجان سره به د سولې د تړون د نهايي کېدو بهیر بشپړ کړي.

د نوي اساسي قانون په وړاندې شوې مسوده کې له ارمنستان سره د قره‌باغ غرنۍ سیمې د یوځای کېدو غوښتنې ته اشاره د اساسي قانون له سریزې څخه لیرې شوې ده، هغه موضوع چې د حکومت د مخالفو ګوندونو له سخت مخالفت سره مخ شوې ده.

د «ټرمپ مسیر» پروژه کې د امریکا ګډون له پیله د ایراني چارواکو اندېښنې راپارولې دي.
د «ټرمپ مسیر» پروژه کې د امریکا ګډون له پیله د ایراني چارواکو اندېښنې راپارولې دي.

د پاشینیان مخالفان هغه د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف ته د امتیاز په ورکولو تورنوي او د اساسي قانون وړاندې شوې مسوده‌یې «د علي‌اف اساسي قانون» بللې ده.

خو د ارمنستان صدراعظم دغه نیوکې رد کړي او له خلکو یې غوښتي چې د اساسي قانون د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

هغه همداراز ویلي، که خلک په ټول‌پوښتنه کې نوي اساسي قانون ته منفي رایه ورکړي، نو دی به نور د صدارت څوکۍ ته ځان نوماند نه‌کړي.

د «ټرمپ مسیر» پروژه او د ارمنستان د اساسي قانون اصلاحات د ایروان او باکو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په بهیر کې دوه مهم پرمختګونه بلل کېږي، هغه بدلونونه چې د جنوبي قفقاز د سولې پر راتلونکي سربېره، پر سیمه‌ییزو اړیکو او د نړیوالې سوداګرۍ پر لارو هم اغېز لرلای شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG