د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په ترکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په ۳۱م کنفرانس (COP31) کې د نړۍ مشرانو ته وویل چې د اقلیمي بدلون په وړاندې تر اوسه پورې ورو نړیوال غبرګون، نړۍ د تباهۍ پر لور روانه کړې ده.
ښاغلي ګوتیریش چهارشنبه په خپله وینا کې زیاته کړه چې حکومتونه باید د راتلونکو نسلونو لپاره د ځمکې د ساتنې په هدف په ډېر هوډ سره مبارزه وکړي.
هغه د شنو خونو ګازونو د خپرېدو زیاتوالي، د نړۍ د تودوخې لوړېدو او د اقلیم اړوند پېښو د شدت یادونه وکړه او ویې ویل چې:
تریخ حقیقت دا دی چې اقلیمي ناورین له موږ څخه مخکې شوی دی، او دا هغه لاره ده چې د تباهۍ لور ته ځي.د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس د نومبر په ۹مه د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوی او ټاکل شوې ده چې د نومبر تر ۲۰مې پورې دوام وکړي. په دې کنفرانس کې د ۱۹۶ هېوادونو استازي، چې ۹۵ تنه یې د نړۍ مشران دي، ګډون لري.
افغانستان ته بلنه ورکړل شوې وه چې د یوه څارونکي په توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د دوی استازو په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د چاپیریال ساتنې کارپوه نجیب الله سدید وايي په دې غونډه کې د افغانستان معنیداره ګډون به ځکه مهمه و چې د شنو خونو ګازونو د کمولو په اړه په بنسټیزونو بحثونو او پالیسي جوړونه کې برخه لرلی. همدارنګه د ښاغلي سدید په خبره د اقلیمي بدلون سره د تطابق د پروژو په برخه کې، چې د مخ پر ودې او لږ پرمختللو هېوادونو لپاره یوه لویه ننګونه ده د افغان ولس غږ او غوښتنې وړاندې کړې وای.
افغانستان په دغه کنفرانس کې په نه ګډون سره د کال ۱ میلیارد او ۷ سوه میلیون ډالره له لاسه ورکويد چاپیریال ساتنې متخصص، دکتور نجیب الله سدید
له مالي پلوه هم افغانستان لوی تاوان کړی دا چې څنګه ښاغلی سدید یې تشریح کوي:
«تر ټولو ډېر تاوان یې مالي دی. افغانستان د خپل ملي شراکت د سند په چوکاټ کې، د اقلیمي تطابق د پروژو لپاره هر کال له نړیوالې ټولنې څخه شاوخوا ۱.۷ میلیارده ډالره غوښتنه کوي. نو کله چې د یوه غړي او یوه هېواد په توګه په داسې غونډو کې ګډون نه کوي او د ملي مشارکت سند یې هم نه منل کېږي، په حقیقت کې د کال ۱.۷ میلیارده ډالره له لاسه ورکوي.»
د ښاغلي سدید په وینا، په داسې ناستو کې د افغانستان نشتون د دې لامل کېږي چې د اقلیمي بدلونو له امله د اغېزمن شویو افغانانو غږونه نړیوالې ټولنې هغسې چې لازمه ده نه رسیږي.
ملګري ملتونه وايي، که څه هم په نړیوال اقلیمي بدلون کې د افغانستان ونډه ډېره کمه ده، خو بیا هم دا هېواد د اقلیمي بدلون د پایلو په وړاندې یو له ډېرو زیان منونکو هېوادونو څخه دی، چې د دغو اغېزو د مدیریت لپاره خورا محدود ظرفیت لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، سېلابونه، وچکالۍ او نورې پېښې چې له نړیوال اقلیمي بدلون سره تړاو لري، د افغانستان خلک له جدي خطرونو سره مخامخ کړي دي.