تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۶

ابوظبي کې د مسکو او کي‌یف د سولې مذاکرات؛ د کوم پرمختګ جزئیات لا نه‌دي اعلان شوي

د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د خبرو لومړۍ ورځ
د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د خبرو لومړۍ ورځ

د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د خبرو لومړۍ ورځ پای ته ورسېده، خو لا څرګنده نه‌ده چې په دغو خبرو کې څومره پرمختګ شوی دی.

دا خبرې د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په ابوظبي کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ هم دوام وکړي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې په پاریس کې یې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي، دغه خبرې ډېرې ګټورې بللې دي.

مارکو روبیو، چې په پاریس کې یې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
مارکو روبیو، چې په پاریس کې یې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

روبیو ویلي، په راتلونکي کې باید اروپايي متحدان هم په دغو درې اړخیزو خبرو کې ګډون وکړي، ځکه د جګړې د اوږدمهاله حل یوه برخه دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم او په دغو خبرو کې د واشنګټن یوه مهم استازي جرډ کوشنر ویلي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره‌یې د روسیې او اوکراین ترمنځ د اختلافونو د کمولو هڅې کړې دي، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

دا د روان کال له فبرورۍ راهیسې لومړی ځل دی چې د روسیې او اوکراین استازي مخامخ خبرې کوي.

د اوکراین د پلاوي مشر رستم عمروف ویلي، د دوی اساسي غوښتنه د خپل هېواد لپاره د امنیتي ضمانتونو ترلاسه کول او د تلپاتې سولې ټینګښت دی.

روسي پلاوی
روسي پلاوی

خو روسیې تر اوسه داسې نښه نه‌ده ښودلې چې له خپلو پخوانیو غوښتنو، په ځانګړي ډول په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب له مخالفت او د اوکراین د ختیځې دونباس سیمې د بشپړ کنټرول له غوښتنې، په شا شوي وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د اروپا د امنیت د راتلونکي جوړښت لپاره باید لومړی روښانه اصول وټاکل شي او وروسته د روسیې او اوکراین د شخړې حل ته پام وشي.

په همدې حال کې، امریکا له روسیې غوښتي چې د اوکراین لپاره داسې امنیتي ضمانتونه ومني چې د ناټو د ګډې دفاع له اصولو سره ورته‌والی ولري.

د جرمني، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا، ناټو او اروپايي ټولنې استازو هم له امریکايي چارواکو سره جلا سلا مشورې کړې دي، خو له روسیې سره په درې اړخیزو خبرو کې یې مستقیم ګډون نه‌دی کړی.

د جرمني، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا، ناټو او اروپايي ټولنې استازو هم له امریکايي چارواکو سره جلا سلا مشورې کړې دي.
د جرمني، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا، ناټو او اروپايي ټولنې استازو هم له امریکايي چارواکو سره جلا سلا مشورې کړې دي.

دا ډیپلوماتیکې هڅې داسې مهال روانې دي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم په شدت دوام لري.

روسیه د اوکراین پر ښارونو او د برېښنا او تودوخې پر تأسیساتو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره‌یې د اوکراین د ملکي وګړو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د روسیې له بشپړ یرغل څخه نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو لا هم څرګنده نه‌ده چې د امریکا نوې ډیپلوماتیکې هڅې به د دغې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه عملي نتیجه ولري.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

​
XS
SM
MD
LG