د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۶

پر کانګرس د ډموکراټانو واک، د ولسمشر ټرمپ تګلارې تر فشار لاندې راوستی شي

د امریکا د کانګرس ماڼۍ
د امریکا د کانګرس ماڼۍ

اټکل کېږي چې په منځمهالو ټاکنو کې د ډموکراټانو بریا د روسیې، اوکرایین او ایران په وړاندې د ټرمپ تګلارې تر فشار لاندې راولي.

د امریکا متحده ایالتونو په منځمهالو ټاکنو کې چې سه شنبه د نومبر په دریمه وشوې ډموکراټانو د کانګرس د استازیو جرګې او سنا مجلس کنټرول په لاس کې واخیست.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چمتو دی چې د ټاکنو پایلې ومني او له ډموکراتانو سره ګډ کار وکړي.

د ډموکراتانو د بریا سربیره به ولسمشر ټرمپ په ډیپلوماټیکو اړیکو او د پوځي عملیاتو په برخه کې پراخ صلاحیتونه ولري.

په پرونیو ټاکنو کې خلکو د استازو جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو، د سنا جرګې له ۱۰۰ څوکیو څخه یواځې ۳۵ او د ۳۶ ایالتونو والیانو ته رایې ورکړې.

د دې ټاکنو پایلې په کانګرس کې د واک د بدلون څرګندويي کوي او ډموکراتان د فدرالي لګښتونو، اداري څارنې او د ولسمشرۍ کاندیدانو په برخه کې له لا زیات نفوذ برخمنوي.

خو د اټکل په اساس د کانګرس په دواړو جرګو د ډموکراټانو برلاسي به د ټرمپ اداره په تېره د روسیې، اوکرایین او ایران په تړاو د هغه تګلارې تر فشار لاندې راولي.

د امریکا دا منځمهالې ټاکنې داسې وخت وشوې چې متحده ایالتونه او اسراییل له ایران سره په جګړه کې دي، په اوکرایین د روسیې یرغل روان دی او د مسکو په اړه د واشنګتن دریځ د دوو مخکښو ګوندونو د اختلاف لوی ټکی دی.

د راتلونکي کانګرس لپاره د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې تر ټولو لویه ازموینه د ایران جګړه ده.

ډموکراټانو د دغه کړکیچ د ختمولو لپاره کمپاینونه کړي او استدلال یې کړی چې د دې جګړې په سبب د تیلو بیې بېساري لوړې شوي او اقتصادي بې ثباتي یې رامنځته کړې.

د دواړو جرګو کنټرول به د دوی وړتیا زیاته کړي چې اداره وڅېړي، پوځي لګښتونه وننګوي، او په پوځي عملیاتو محدودیتونه وضع کړي.

خو ډېرو شنونکو دا خبرداری هم ورکړی چې د ډیموکراتانو د سترې بریا سره سره دا لا قطعي نه ده چې تاثیرات به ولرلی شي.

ټرمپ لا هم اعلی سرقومندان دی او په پوځي عملیاتو او ډپلوماسۍ د پام وړ واک لري.

ګڼو جمهوري غوښتونکو د ایران د اټومي او سیمه ییز ګواښ په وړاندې د ایران د جګړې ننګه کړې او احتمالاً د بودیجې د محدودولو لپاره د ډموکراټانو د هڅو په وړاندې به مقاومت وکړي.

اخوا په کانګرس د ډموکراټانو کنټرول د اوکرایین لپاره چې څلور کاله یې د امریکا د ملاتړ په مټ د روسیې د یرغل په وړاندې مقاومت کړی له ډاډ او ابهام ډک پيغامونه لرلی شي.

په کانګرس کې د اوکرایین د ګڼو ملاتړو کاري دوره پای ته رسیږي خو اوکراییني – امریکایي بنسټونه باوري دي چې کییف لا هم د دواړو ګوندونو ملاتړ له ځانه سره لري.

دا پایلې همداراز ښايي د ټرمپ هغه هڅې هم له خنډ سره مخ کړي چې له مسکو سره د جوړجاړي په هڅه کې دی په تېره دا چې که د هغه اداره د بندیزونو لا زیات نرمښت لټوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG