فرانسې په پولیسو باندې د اورپاشونکو بمونو د کارولو او د وژنو د هڅو په اړه پلټنې پیل کړي.
په فرانسه کې مظاهرې چې د ګرانیو په غبرګون پیل شوې وې په تاوتریخوالیو اوښتي او په نتیجه کې یې زرګونه مغازې، دوکانونه لوټ او ګڼې ودانۍ زیانمنې شوي.
په دې لړ کې له پولیسو سره د مظاهره چیانو د اخ و ډب راپورونه هم ورکړل شوي چې په تر ټولو وروستیو کې یې د پولیسو په لور د اورپاشونکو بمونو د اچولو دي.
د پاریس د څارنوالۍ دفتر ویلي چې د مظاهرو په لړ کې په لږ تر لږه ۱۵ پوځیانو باندې اورپاشونکي بمونه او چاودیدونکي مواد غورځول شوي او لږ تر لږه یو امنیتي مامور سخت سوځیدلی دی.
د دغو پېښو د عاملانو د پیژندلو او نیولو هڅې روانې دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د اعلان له مخې لږ تر لږه ۷۷۰ کسان په تېرو دریو اونیو کې نیول شوي هم دي.
اخوا په جرمني کې هم تاوتریخجنې مظاهرې شوي او چارواکي د تاوتریخوالیو له عاملانو سره د جدي چلند خبرداری ورکړی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسنادر دوبرینټ کېڼ اړخي شرخوښې ډلې او د کډوالو ټولنو له ډلې ځینې بلواګر د دغو پېښو مسوولین بللي.
هغه ویلي چې د تاوتریخوالي او د لوټ او تالان عاملان به ونیول شي او سزا به ورکړل شي.
په فرانکفورت لږ تر لږه ۱۰۰ پولیس په مظاهرو کې ټپیان شوي چې د یوه حال ښه نه دی.
۵۴ تنه چې له ۱۳ کلونو نیولې تر ۲۹ کلونو عمرونه لري نیول شوي.
لږ تر لږه ۱۷ سوداګریزو مراکزو ته زیان رسېدلی او پنځه نورې مغازې لوټ شوي.