په ننګرهار کې د طالبانو یوه چارواکي ازادي راډیو ته دا نښتې تایید کړې خو ادعا یې وکړه چې دروازه د پاکستان په پرلپسې غوښتنو بېرته پرانیستل شوه.
دغه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ادعا وکړه چې د طالب ځواکونو په ډزو کې یو پاکستاني عسکر وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او د پاکستان اطلاعاتو وزارت لا په تورخم د یکشنبې ورځې د نښتې په تړاو څه تبصره نه ده کړې.
ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه په دې تړاو ادعاوې نه شي تاییدولی.
په دې سربېره چې په تېرو څو میاشتو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول ګڼې نورې سیمې په هوایي او ډرون بریدونو هدف ګرځولي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هم د دواړو لوریو تر منځ سختې نښتې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبره د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه لږ تر لږه ۴۹۹ افغان ملکیان وژل شوي او ۱۲۱۶ نور ټپیان دي.
پاکستان هم په وروستیو څو میاشتو کې د ترهګریزو پېښو شاهد و چې پکې پاکستاني پوځیانو ته درنه مرګژوبله رسېدلې ده.
د دغه کړکېچ په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا په دې تړاو څه دریځ لري وویل چې پاکستان له افغان خاورې د ترهګریز ګواښ په اړه اندېښمن دی او امریکا هم ځینې دا بریدونه لیدلي دي.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، پاکستان په دې باور دی چې افغان طالبانو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.
«پاکستان د هغو ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن دی چې د افغانستان له خاورې څخه یې ملاتړ کېږي. دوی داسې احساس کوي چې ګواکې طالبانو د دغو بریدونو د محدودولو او په وړاندې یې د اقدام په برخه کې کافي کار نه دی کړی. واضح ده چې موږ د هغوی دا اندېښنې اورېدلي دي. طبیعي ده چې نه غواړو هغوی د تروریزم هدف وګرځي. نو، زما مطلب دا دی چې موږ هغه اندېښنې اورېدلي دي چې پاکستان مطرح کړي. او موږ ځینې هغه بریدونه لیدلي چې دوی ورته اشاره کوي. موږ د ترهګرۍ خلاف یو. مهمه نه ده چې له کوم ځایه سرچینه اخلي او څوک هدف ګرځوي.»
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د روبیو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر هغو معلوماتو تکیه کړې چې د پاکستان له خوا ورته ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دوی منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي.
موږ د ترهګرۍ خلاف یو. مهمه نه ده چې له کوم ځایه سرچینه اخلي او څوک هدف ګرځوي.مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
اسلاماباد د امریکا له دې وړاندیز چې چمتو ده د طالبانو او پاکستان تر منځ رغنده رول ولوبوي هرکلی کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې ویلي چې له افغانستان سره د خبرو د اسانچارۍ لپاره د واشنګتن او نورو دوستو هېوادونو د ډپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي.
خو په بیان کې ټينګار شوی چې رغنده خبرې د هغو ترهګرو ډلو په وړاندې د قاطع اقداماتو لپاره د طالبانو په تعهد تړلي دي چې له افغان خاورې فعالیت کوي.
اسلاماباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي د افغانستان له خاورې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.