د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۳

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د ۲۸ ولسوالیو لارو او بازارونو فعالیت اغېزمن کړی

د جنیوا مېشتې «ریچ» ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ګډ راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د افغانستان په ۲۸ ولسوالیو کې د ۳۹ کلیو او سیمو لارې زیانمنې کړي یا تړلې دي.

د راپور له مخې، د لارو بندېدو د توکو لېږد، د بازارونو فعالیت او د ځینو سیمو د خلکو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول له ستونزو سره مخ کړي دي. ځینې لارې ژر بېرته پرانیستل شوې، خو په ځینو سیمو کې د لارو بندښت نژدې دوې میاشتې دوام کړی دی.

راپور وايي، په هغو سیمو کې چې د لارو بندښت له اوو ورځو ډېر دوام کړی، د ځايي اوسېدونکو په وینا ډېری کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتې د نښتو په ترڅ کې د پکتیکا شاوخوا اووه ټولنې د لارو د زیانمنېدو له امله په بشپړه توګه له نورو سیمو سره پرې شوې وې. په کونړ، پکتیا او نورستان کې هم د لارو د بندېدو جدي ستونزې ثبت شوې دي.

په نورستان کې د لارو بندښت تر ټولو اوږد و. د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې د اکمالاتي لارو د تړل کېدو له امله غنم، اوړه، وریجې، بوره او د حفظ‌الصحې وسایل په ځايي بازارونو کې بیخي نه موندل کېدل. د راپور پر اساس، غرني جوړښت، د بدیلو لارو نشتوالي او واورو د خلکو ستونزې لا زیاتې کړې وې.

ارزونه ښيي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو نښتو د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۶۱ ولسوالۍ او ۹۲ ټولنې اغېزمنې کړې دي. په ځینو سیمو کې د جګړو له امله دوکانونه تړل شوي او په نورو کې امنیتي ګواښونو د خلکو بازارونو ته تګ ستونزمن کړی دی.

راپور همداراز وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مهمو تجارتي لارو او بندرونو تړل کېدو د وارداتو او صادراتو بهیر ګډوډ کړی دی. له دې وروسته د سوداګرۍ یوه برخه ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اوښتې، خو د اوږدو لارو او د ترانسپورت د لوړو لګښتونو له امله د ځینو توکو بیې لوړې شوې دي.

وریجې له هغو توکو څخه دي چې بیې یې لوړې شوې دي. د ریچ د بازار د څارنې د معلوماتو له مخې، د یو کیلو وریجو متوسطه بیه د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې شاوخوا ۹۹ افغانۍ وه، خو په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۴۳ افغانیو لوړه شوې ده.

د راپور د چمتو کولو لپاره د ۱۶ ولایتونو په ۶۱ ولسوالیو کې له سوداګرو، موټرچلوونکو او ځايي خلکو سره مرکې شوې دي.

راپور ټینګار کوي چې د اکمالاتي لارو د بندېدو اغېزې یوازې په هغې مودې پورې تړلې نه دي چې لارې بندې وې، بلکې د بدیلو لارو موجودیت، د سیمو جغرافیایي موقعیت، موسمي شرایط او د سړکونو کیفیت هم پکې مهم رول لري.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG