تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۷

م.م: په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله ۴ برابره زیاته شوې

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بندیز سره سره، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو کرکیله د تېر کال په نسبت له څلور برابره زیاته شوې ده. دغه سازمان ټینګار کوي چې بېوزلو بزګرانو ته باید د کوکنارو د کرکیلې بدیلې لارې برابرې شي، ځکه ډېری یې د عاید لپاره پر دې فصل تکیه کوي.

د ملګرو ملتونو د مخدرو موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په یوه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې ۴۳ زره هکتارو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دا اندازه ۱۰ زره هکټاره وه. د تریاکو اټکلي تولید هم له ۳۰۰ ټنو څخه ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

افغانستان د اوږدې مودې لپاره په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، خو په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته، میانمار یې ځای خپل کړ. سره له دې، پراخې بېوزلۍ یو شمېر افغان بزګران اړ کړي چې بېرته د کوکنارو کرکیلې ته مخه کړي.

د بدخشان یوه ۲۲ کلن بزګر، محمد، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، له تریاکو پرته ان د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو وس هم نه لري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره هکتارو ته راکمه شوې وه. په همدې کال په میانمار کې ۵۳ زره هکټاره ځمکه تر کوکنارو لاندې وه. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې یې له ۲۲ زره هکتارو زیاته ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده، خو د ملګرو ملتونو په وینا، د کوکنارو ډېرې کروندې د غلو - دانو د فصلونو ترمنځ یا د دېوالونو تر شا پټې دي.

محمد وايي، طالبان یې د کوکنارو د کرکیلې له امله ګواښي، خو دی د اقتصادي ستونزو له کبله دې کار ته دوام ورکوي. هغه ویلي: «غواړم موټر واخلم، کور جوړ کړم او واده وکړم. له تریاکو پرته دا کارونه نه شم کولی.»

د روان کال په مې میاشت کې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر مهال د نښتو له امله دوه کسان ووژل شول.

د محمد په نوم یو بل ۳۵ کلن بزګر فرانس پرېس ته ویلي، د غنمو عاید یې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او اړ دی چې د ښه عاید ترلاسه کولو لپاره کوکنار وکري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له یوه هکټار غنمو څخه څه باندې ۷۷۰ ډالره عاید ترلاسه کېده، خو د یوه هکټار کوکنارو عاید شاوخوا ۱۰ زره ډالره و. د تریاکو بیه هم په ۲۰۲۶ کال کې د هر کیلوګرام لپاره ۵۰۰ ډالرو ته راکمه شوې، خو لا هم د بندیز له لګېدو مخکې د ۱۰۰ ډالرو په پرتله ډېره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر اجرائیوي مشرې، مونیکا جوما، ویلي چې د کوکنارو د کرکیلې زیاتوالی ښيي، د بدیلو لارو له برابرولو پرته د دې فصل کمول څومره ستونزمن دي.

د طالبانو حکومت هم منلې چې د بزګرانو لپاره د عاید د بدیلو لارو او اقتصادي ملاتړ له برابرولو پرته، پر کوکنارو بندیز دوامداره حل‌لاره نه ده.

دا وضعیت په داسې حال کې دی چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته ۶.۶ میلیونه افغانان ستانه شوي، اقلیمي ناورینونه زیات شوي او نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

د جاپان او اروپايي ټولنې په ملاتړ، د ملګرو ملتونو یاد دفتر له بزګرانو سره د بدیلو فصلونو په کرلو کې مرسته کوي. د بدخشان یوه اوسېدونکي ذکرالله، چې د ۱۲ کسیزې کورنۍ لګښتونه پر غاړه لري، د یوې نادولتي ادارې له لارې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سره ترلاسه کړي دي. هغه ویلي، د غنمو کرکیله د کوکنارو په پرتله لږ زحمت غواړي او دوی ته یې د ارام ژوند زمینه برابره کړې ده.

خو د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر استازی، پوليک اوک سري، وايي چې یوازې د بدیلو فصلونو کرل بسنه نه کوي. د ده په وینا، بزګران بازارونو، سړکونو، د اوبو لګولو سیستمونو او د محصولاتو د زېرمه کولو اسانتیاوو ته هم اړتیا لري.

دغه دفتر اټکل کړی چې د دې تګلارې پلي کول شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، خو د اوک سري په وینا، د مرستندویانو او د طالبانو د حکومت له خوا یوازې ۱۰ سلنه پیسې برابرې شوې دي. هغه زیاته کړې چې د بدیلو لارو برابرول وخت غواړي او د تایلنډ بېلګه یې یاده کړې، چې د کوکنارو له منځه وړلو مخکې یې ۱۵ کاله د بدیل عاید په برابرولو پانګونه کړې وه.

اوک سري ټینګار کړی چې د نشه‌يي توکو ستونزه یوازې د افغانستان نه، بلکې نړیواله ده. د اروپايي ټولنې د نشه‌يي توکو د ادارې د معلوماتو له مخې، افغان تریاک په دغه ټولنه کې د هیروینو اصلي سرچینه ده او په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۵۰ زره کسانو د تریاکو له ډلې نشه‌يي توکي کارول.

د ملګرو ملتونو استازي د دې ستونزې د حل لپاره پر نړیوالې همکارۍ او په افغانستان او نورو هېوادونو کې د نشه‌يي توکو د تقاضا د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

​
XS
SM
MD
LG