د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۰

یو افغان ځوان چې د ترکیې پر لاره ټپي شو، اوس د پښې د درملنې لپاره مرسته غواړي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په وروستیو کلونو کې یو شمېر افغانانو د کار او ښه ژوند په هیله د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ خطرناکه لاره تجربه کړې ده. احمد یو له دغو ځوانانو دی چې له دې سفره په ټپي پښه، درنو پورونو او د درملنې له اړتیا سره افغانستان ته راستون شوی دی.

په ایران کې راته وویل شول چې پښه دې باید پرې شي، خو ما ورسره ونه منله، ومې ویل، زه لا ځوان یم او ټول عمر مې مخې ته پروت دی.
احمد (مستعار نوم)، د کډوالۍ پر لاره ټپي شوی ځوان

۲۳ کلن احمد په دې وروستیو کې ترکیې ته د کډوالۍ پر لاره له ټپي کېدو وروسته افغانستان ته راستون شوی دی.

دا ځوان د امنیتي دلایلو له امله د «احمد» په مستعار نوم معرفي کیږي. نوموړی وايي، د شپې په نیمایي کې، کله چې یې هڅه کوله له پولې واوړي، ډزې پرې وشوې او ښي پښه یې سخته ټپي شوه.

د هغه په خبره د ایران په یوه روغتون کې ورته د پښې د پرې کولو خبره شوې وه، خو دی هیله لري چې په افغانستان کې به یې د درملنې کومه لاره پیدا شي.

احمد وايي د کار موندلو او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو په هیله یې د ځینو نورو ځوانانو سره د کډوالۍ موزې په پښو کړې خو په خبره یې بېرته په ټپي حالت کې راستون شو.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل:«موږ د درې په لاندې برخه کې وو، پولیس له غره راښکته شول، کله چې موږ د تېښتې هڅه وکړه، ډزې یې پیل کړې، مرمۍ مې شاوخوا ولګېدې ومې لیدل چې دوه نور کسان هم پر ځمکه ولوېدل، نږدې دوه متره لا نه وم تللی چې زه هم په پښه ولګېدم او راولوېدم.»

دی وايي له ټپي کېدو شاوخوا یو ساعت وروسته انساني قاچاقبرو یو نږدې روغتون ته ورساوه او هلته یې پرېښود.

هغه ادعا کوي چې ایراني پولیسو پر ده او ملګرو یې ډزې کړي. په ایران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سفارت مسوولینو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې او ازادۍ راډیو هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای چې دا ډزې دقیقا د چا له خوا شوې دي، خو د ایران حکومت له دې مخکې ورته ادعاګانې رد کړي دي.

احمد وايي په ایران کې له شاوخوا یو کال مزدورۍ وروسته کله چې د اسنادو د نه لرلو له امله له سختو فشارونو سره مخ شو پرېکړه یې وکړه چې ترکیې ته لاړ شي. «غوښتل مې ترکیې ته لاړ شم، یو څه وخت هلته کار وکړم او ځان ته ښه ژوند جوړ کړم، مور مې ناروغه وه، غوښتل مې درملنه یې وکړم. پلار مې هم سپین ږیری دی، د یوه ښه ژوند په لټه وم، خو قسمت مې نه و، نه یوازې دا چې ژوند مې جوړ نه شو، بلکې حالت مې تر پخوا هم خراب شو.»

هغه زیاتوي چې د سفر، درملنې او افغانستان ته د بېرته راستنېدو د لګښتونو لپاره یې په ټولیز ډول له خپلو خپلوانو او دوستانو شاوخوا درې لکه افغانۍ پور اخیستی دی.

اوس چې د ټپي کېدو له امله د کار کولو توان نه لري، نه یوازې خپل پورونه نه شي پرې کولای، بلکې د پښې د درملنې لپاره هم له مالي ستونزو سره مخ دی.

د احمد په وینا، په افغانستان کې یوه روغتون د ده د پښې د درملنې لګښت لږ تر لږه پنځوس زره افغانۍ اټکل کړی دی. د احمد ورور، چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره ایران ته تللی و، د خپل ورور له ټپي کېدو وروسته د هغه د پالنې او ساتنې لپاره افغانستان ته راستون شوی دی.

دی وايي، لا یې هم ایران ته د خپلې کورنۍ د سفر پورونه نه دي پرې کړي. هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل:«اوس هېڅ کار نه شو کولای، په کور کې ناست یو، ټوله اندېښنه مو دا ده چې احمد جان بېرته روغ شي. حیران پاتې یو چې څه وکړو، کورنۍ مو هم ډېره اندېښمنه ده.»

دی وايي احمد به هره میاشت د خپلې مزدورۍ له پیسو شاوخوا شل زره افغانۍ کورنۍ ته لېږلې، څو خپلې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.

خو اوس چې هغه د کار کولو توان نه لري او دواړه وروڼه افغانستان ته راستانه شوي، کورنۍ یې د ژوند د لګښتونو او د احمد د درملنې د پیسو په برابرولو کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوې ده. «کله چې موږ دواړه وروڼه په ایران کې وو، کار مو کاوه، ورور مې هم پور اخیستی و او ترکیې ته تر تګ مخکې یې کور ته یو څه پیسې لېږلې وې، په هغو پیسو یې اوړه، وریجې، غوړي او نور د خوراک توکي اخیستي وو. اوس ټول له هماغو خوراکي توکو ګټه اخلو، خو هغه هم په خلاصېدو دي.»

هغه وايي، کورنۍ یې اوس اړ ده چې د پخوانیو پورونو د پرې کولو ترڅنګ د احمد د درملنې د لګښتونو د برابرولو لپاره هم لاره پیدا کړي؛ په داسې حال کې چې د دوی د اوسېدو په سیمه کې د کار فرصتونه محدود دي.

په وروستیو کلونو کې ایران، ترکیې او اروپا ته ناقانونه کډوالي د هغو افغانانو لپاره له جدي خطرونو سره مل وه چې د کار موندلو او د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې دغو هېوادونو ته د تګ هڅې کړې دي.

په دې لارو کې د افغان کډوالو د مړینې، ټپي کېدو او ورکېدو په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د افغانستان ۱۵۴۰ وګړي د ناقانونه کډوالۍ پر لارو مړه شوي یا لادرکه شوي دي.

خو د کډوالۍ د چارو شنونکی عبدالرازق عدیل په دې باور دی چې د خطرناکې کډوالۍ د کمېدو لپاره باید هغو لاملونو ته رسېدنه وشي چې ځوانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ باسي. «د اقتصادي وضعیت ښه کېدل، د کاري فرصتونو رامنځته کول او په خپل هېواد کې د خلکو د ځاني او ټولنیز امنیت ټینګښت هغه لارې دي چې کولای شي د جبري او خطرناکې کډوالۍ اصلي لاملونه له منځه یوسي. دغه راز، د کډوالۍ لپاره د خوندي او قانوني لارو برابرول او د قاچاقي لارو د واقعي خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول اړین دي، څو نور انسانان د یوه عادي او ښه ژوند د ترلاسه کولو په هیله خپل ژوند له خطر سره مخ نه کړي.»

خو دا اوږدمهالې حل‌لارې د احمد اوسنۍ او بېړنۍ ستونزې نه شي هوارولای.

هغه له ټپي پښې، شاوخوا درې لکه افغانیو پور او د کار کولو له ناتوانۍ سره افغانستان ته راستون شوی او اوس د خپلې پښې د درملنې او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG