د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د دوی د همکارانو په ملاتړ، په ټول افغانستان کې د هغو کسانو لپاره روغتیايي خدمتونه پیاوړي کېږي چې د نشهيي توکو د کارونې له امله له رواني ستونزو سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د شمېرو پر اساس، په افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه کسان په نشهيي موادو روږدي دي.
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کې اکثره معتادان له سړکونو راټول کړل، خو ډېری له درملنې وروسته هم له بېلابېلو رواني ناروغیو کړېږي.
لا هم ډېری روږدي کسان د لویو ښارونو په سړکونو او ویجاړو ځایونو کې اوسي او د درملنې لپاره کافي روغتونونه او اسانتیاوي نهلري.
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دې روزنیز پروګرام له پیل راهیسې، دوی او د دوی د همکارو سازمانونو په هڅه په ټول افغانستان کې ۵۵۱ روغتیايي کارکوونکو چې ۱۹۲ یې ښځې دي، روزنه ترلاسه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د دې روزنې هدف د نشهيي توکو د کارونې له اختلالونو او ورسره تړلو رواني روغتیايي ستونزو سره د مخامخ کسانو پر وخت پېژندنه او د درملنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړول بللي دي.
د رواني ناروغیو متخصصان وايي، روږدي کسان ډېری وختونه له جدي رواني ستونزو لکه شدید خپګان (ډپرېشن)، سخت اضطراب، پارونیا (بېځایه شکونه) او وهمونو سره مخامخ کېږي.
د نشهیي توکو کارول د دماغ کیمیاوي تعادل خرابوي او د رواني ناروغیو لکه شیزوفرینیا یا دوه قطبي اختلال خطر زیاتوي.
د افغانستان د رواني روغتیا د متخصصانو د ټولنې رئیس ډاکتر حکیمالله صالح وايي، ۴۰ کلنې جګړې، اقتصادي او امنیتي بېثباتۍ، بېروزګارۍ، بېوزلۍ او لوږې په افغانستان کې د رواني ناروغیو له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.
ډاکتر صالح دې ته په اشارې چې په افغانستان کې روغتیايي خدمات کمزوري دي، د رواني ناروغیو په برخه کې د طبي کارکوونکو روزنه مهمه بولي: "له بده مرغه زموږ په افغانستان کې تر ۵۰ سلنه ډېر خلک له رواني ستونزو، خصوصاً خپګان، ذهني فشارونو او اضطرابونو څخه ځورېږي، په داسې حالت کې د ۵۵۱ تنو طبي کارکوونکو چې ۱۹۲ تنهیې ښځې دي، روزنه یو مثبت ګام دی، خو دا لړۍ باید دوام وکړي ځکه چې زموږ اکثره هېوادوال د رواني ناروغیو په اړه سم معلومات نهلري او یو غټ پرابلم دا دی چې ډېر خلک په رواني ناروغیو شرمېږي، له همدې کبله عامه پوهاوی زموږ له خلکو سره په دې برخه کې مرسته کولای شي."
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوی د هڅو په پایله کې، د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو وړتیا پیاوړې شوې، څو خلکو ته باکیفیته درملنه وړاندې کړي، د هغو د رغېدو د بهیر ملاتړ وکړي او د اغېزمنو کسانو او ټولنو اړتیاوو ته ځواب ووایي.
په رواني ستونزو اخته ناروغانو ته د تېر جمهوري نظام پر مهال بېلابېلو نړیوالو مؤسسو د سلا مشورې وړیا خدمتونه وړاندې کول، خو له افغانستان سره د مرستو کمېدو دا هڅې هم کمرنګه کړې.