د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۴

د افغانستان کرکټ بریالۍ ورځ؛ ملي ټیم او تر ۱۹ کلونو کشر ټیم بنګله‌دېش مات کړ

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په دوهمه لوبه کې بنګله‌دېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته‌یې لار وموندله.

بنګله‌دېش په ۴۱.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۳۶ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

راشد خان د سیالې لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو د افغانستان تر ټولو غوره توپ‌اچوونکی و.

رحمت شاه د ۶۷، حشمت‌الله شهیدي د ۳۵ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو په جوړولو کې د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه.

افغانستان چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه، د اکټوبر په ۲۳مه به د دغو سیالیو په پایلوبه کې یو ځل بیا له زېمبابوې سره مخ شي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې هم پرون د بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې ته په ۴۳ منډو ماتې ورکړه.

په دې ۵۰ اوره سیالۍ کې افغان لوبډلې، خپل سیال ټیم ته ۲۳۸ منډې هدف ټاکلی و، بنګالي لوبغاړو په پیل کې ډېر ښه بېټنګ وکړ او تر ډېرو برلاسي ښکارېدل، خو د لوبې په وروستیو اورونو کې د افغان باولرانو ښه توپ اچونه سبب شوه چې بنګالي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېږي.

تر دې وړاندې لومړۍ ۵۰ اوره سیالي بنګله‌دېش ګټلې وه، خو دوهمه مساوي شوې وه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG