د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۱

منځنۍ اسیا کې د امریکا د نفوذ د پراخولو هڅه؛ روبیو د سیمې له چارواکو سره ولیدل

د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه
د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.

دا سفر داسې مهال کېږي چې واشنګټن هڅه کوي په دې ستراتېژیکه سیمه کې خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ پراخ کړي او له چین او روسیې سره سیالۍ ته زور ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې روبیو د دوشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره وکتل.

د بیان له مخې په دې غونډه کې چې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې ترسره شوه، دواړو وزیرانو د ۲۰ سترو اقتصادونو یا «جي۲۰» د راتلونکې سرمشریزې په درشل کې د امریکا او ازبکستان ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

روبیو په هغو مراسمو کې هم ګډون وکړ چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر یې په ترڅ کې د "ارټیمیس" تړونونه لاسلیک کړل.

په دې سره ازبکستان ۷۷م هېواد شو چې په سوله‌ییز او شفاف ډول د فضايي څېړنو د ترسره کولو له تړونونو سره یوځای کېږي.

روبیو په هغو مراسمو کې هم ګډون وکړ چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر یې په ترڅ کې د "ارټیمیس" تړونونه لاسلیک کړل.
روبیو په هغو مراسمو کې هم ګډون وکړ چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر یې په ترڅ کې د "ارټیمیس" تړونونه لاسلیک کړل.

مارکو روبیو د امریکا د ملکي اټمي ټکنالوژۍ د کارولو لپاره د ازبکستان د لېوالتیا هرکلی وکړ.

دواړو لورو په فضايي چارو کې د همکاریو پر پراختیا او د ازبکستان په مخ پر ودې فضايي سکټور کې د امریکايي شرکتونو لپاره د نویو سوداګریزو فرصتونو پر رامنځته کولو هم خبرې وکړې.

د امریکا او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه هوکړه وکړه چې د مهمو ستراتېژیکو کانونو او معدني موادو په برخه کې به خپلې همکارۍ پراخوي او د منځنۍ اسیا او امریکا ډیپلوماتیک چوکاټ له لارې به د منځنۍ اسیا د اقتصادي سوکالۍ او امنیت د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې کوي.

د روبیو د سفر پر مهال، ازبکستان له امریکا سره د ۱۲ میلیارده ډالرو په ارزښت ۵۴ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، دغه تړونونه د هېواد د صنعت او انرژۍ د سکټورونو د عصري کولو، د معدني زېرمو د پراختیا او د کرنې د ودې په برخو کې شوې دي.

دغه تړونونه په داسې حال کې لاسلیک شوي چې واشنګټن غواړي د منځنۍ اسیا په اقتصادي بازارونو کې د امریکايي شرکتونو ونډه زیاته کړي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ډونالد ټرمپ اداره، منځنۍ اسیا چې د روسیې، چین او ایران ترمنځ پرته ده، د امریکا د اوږدمهالو اقتصادي او ستراتېژیکو ګټو لپاره مهمه بولي.

دغه سیمه د تېلو، طبیعي ګازو او نادرو معدني عناصرو پراخې زېرمې لري.

واشنګټن هڅه کوي په داسې سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي چې روسیه په‌کې له پخوا ژور سیاسي او امنیتي نفوذ لري.
واشنګټن هڅه کوي په داسې سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي چې روسیه په‌کې له پخوا ژور سیاسي او امنیتي نفوذ لري.

امریکا په ځانګړي ډول غواړي هغو مهمو منرالونو ته لاسرسی زیات کړي چې په پرمختللو ټکنالوژیو، برېښنايي وسایلو او دفاعي صنعتونو کې کارول کېږي.

واشنګټن همدارنګه هڅه کوي په داسې سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي چې روسیه په‌کې له پخوا ژور سیاسي او امنیتي نفوذ لري او چین په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، پانګونې او زېربنايي پروژو له لارې خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړی دی.

روبیو چې له ۲۰۰ څخه زیاتو امریکايي سوداګرو سره ازبکستان ته تللی، خبریالانو ته وویل چې امریکا غواړي په سیمه کې د خپلو شرکتونو لپاره د عادلانه سیالۍ او سوداګریزو فرصتونو زمینه برابره کړي.

هغه وویل: "دا سیالي ده. موږ محصولات او شرکتونه لرو او یوازې عادلانه سیالي او فرصت غواړو."

خو د راپور له مخې په سیمه کې د روسیې او چین پراخ حضور ته په پام ښایي د امریکا لپاره به په سیمه کې د نفوذ پراخول اسانه نه‌وي.

روبیو ویلي یې دي چې هېوادونه غواړي له بېلابېلو قدرتونو سره اړیکې وساتي.
روبیو ویلي یې دي چې هېوادونه غواړي له بېلابېلو قدرتونو سره اړیکې وساتي.

روبیو هم دا واقعیت درک کړی او ویلي یې دي چې هېوادونه غواړي له بېلابېلو قدرتونو سره اړیکې وساتي.

د هغه په وینا، ازبکستان هم څرګنده کړې چې غواړي له ټولو سره دوستانه اړیکې ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، واشنګټن غواړي په منځنۍ اسیا کې خپل اقتصادي حضور پراخ کړي او د سیمې له هېوادونو سره اوږدمهالې اړیکې ټینګې کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG