د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۲

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان وضعیت او د ښځو د حقونو موضوع څېړل کېږي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د سازمان عمومي منشي ویلي چې له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار د حقونو په اړه خبرې دوام لري. خو د خبرو د څرنګوالي او پایلو جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان وضعیت، د سوډان او یمن کړکېچونه، د جمو او کشمیر موضوع او د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د ۵۲مې غونډې د بحثونو مهم موضوعات دي. دا غونډه د عراق په پلازمېنه بغداد کې جوړه شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي اسماعیل بن شیخ احمد د شنبې په ورځ، د تلې په ۲۵مه، د غونډې د پرانیستې په وینا کې وویل چې دا سازمان له طالب چارواکو سره د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار د حقونو په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې، واک ته له بیا رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. همداراز، نجونې له پوهنتونونو او د روغتیا په برخه کې له یو شمېر ښوونیزو مرکزونو څخه هم محرومې شوې دي.

شیخ احمد د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی. هغه د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونو او د بشري پرمختګ حق ته هم د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

خو د نوموړي د وینا په خپاره شوي راپور کې له طالب چارواکو سره د خبرو د څرنګوالي، د طالبانو د ځواب او د دغو خبرو د عملي پایلو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۵۲مه غونډه د شنبې په ورځ، د تلې په ۲۵مه، پیل شوې او ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، پای ته ورسېږي. د دې دوه ورځنۍ غونډې شعار «خبرې اترې او پیوستون؛ د سولې او دوامدار پرمختګ د پیاوړتیا دوه اساسي رکنونه» دی.

تر دې مخکې، د افغانستان په چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت کابل ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له طالب چارواکو او د نړیوالو بنسټونو له استازو سره د بشري وضعیت، مرستو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، روغتیا، زده‌کړو او د خلکو د ژوند د ښه کولو په اړه خبرې کړې وې.

دغه سازمان د تلې په ۲۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې ویلي و چې بخیت په کابل کې د غړو هېوادونو له سفیرانو او د دیپلوماټیکو استازولیو له مشرانو سره په کتنه کې افغانستان ته د خپل سفر د پایلو په اړه معلومات شریک کړي دي. د سازمان په وینا، هغه د افغانستان د بشري ستونزو او پرمختیايي ننګونو د حل لپاره د غړو هېوادونو پر ګډې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG