راپورونه وايي چې د پکتیا د ډنډپټان او کورمې ترمنځ پر دیورند کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شنبې په ماسپښین نښته شوې ده.
د طالبانو د حکومت امنیتي سرچینو ځايي رسنیو ته ویلي چې په دې نښته کې، چې په ټوپ سر، خرلاڅۍ دروازې او کونج علي سیمو کې شوې، ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د پاکستان امنیتي سرچینو بیا د خپل هیواد رسنیو ته ویلي، د افغانستان د طالبانو ځواکونو د شنبې په ورځ د کورمې په سیمه کې د تایدې او غوزګړۍ کې پر پاکستاني ځواکونو بېدلیله ډزې کړې دي، چې په ځواب کې یې د پاکستان پوځ پر هغوی بریدونه کړي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونو د بهرنیو وسلهوالو د تېرېدو د اسانتیا لپاره ډزې کړې وې. سرچینې زیاتوي، پاکستاني پوځ د طالبانو د ټوپسر پر پوسته او د شیپولې پر اډې بریدونه کړي دي.
سرچینې ادعا کوي چې د غوزګړۍ پولې ته څېرمه د طالبانو څو کسان وژل شوي او د شیپولې اډه ویجاړه شوې ده.
د دواړو خواوو ادعاوې په خپلواک ډول تایید شوي نه دي.
د پکتیا د ډنډپټان او کورمې ترمنځ تېره اوونۍ هم د دواړو خواوو ترمنځ نښته شوې وه.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف وروسته له هغه زیات شوی چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د دولت د وسله والو مخالفانو بریدونه ډېر شوي دي.
پاکستان تور لګوي چې وسله والې مخالفې ډلې یې په افغانستان کې پناهځایونه لري او له هغه ځایه د بریدونو لپاره پر دیورند کرښه وراوړي خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا ردوي او وايي هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.
دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، د پولې په څو برخو کې له نښتو وروسته، د اوربند هوکړه کړې وه.
له څو پړاوه خبرو سره سره، اسلاماباد او کابل لا هم خپل اختلافات نه دي حل کړي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو خپلواک انستیتیوټ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې په دغه هېواد کې ۲۲۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې په اګست کې دا شمېر ۱۹۹ و. دا د بریدونو ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي او په پرلهپسې توګه درېیمه میاشت ده چې د بریدونو شمېر پکې لوړېږي. د راپور له مخې، دا په تېرو ۱۲ کلونو کې د یوې میاشتې تر ټولو لوړه شمېره ده.