د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۲

په پېښور کې افغانستان ته د دیني کتابونو غوښتنه زیاته شوې، خو د پښتو ادبیاتو د کتابونو بازار سوړ شوی

په پېښور کې یو دوکاندار؛ انځور له ارشیف څخه
په پېښور کې یو دوکاندار؛ انځور له ارشیف څخه

په پېښور کې د کتابونو یو شمېر پلورونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دیني کتابونو غوښتنه زیاته شوې، خو د پښتو ادبیاتو او شعرونو د کتابونو خرڅلاو کم شوی دی. دوی وايي، د سوداګریزو لارو بندېدو او د لېږد لګښتونو لوړوالي یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

د پېښور په جنګي محله کې د اسلامي کتابونو د کاروباریانو د اتحادیې مشر نور حلیم خان ازادۍ راډیو ته وویل، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د قرآن کریم، حدیثو، فقهې او سیرت د کتابونو غوښتنه زیاته شوې ده.

نوموړی وايي، د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د پښتو ادبیاتو او شعرونو د کتابونو بازار تود و، خو اوس د دیني کتابونو پلور زیات شوی دی. هغه وویل: «کله چې په افغانستان کې جمهوري حکومت وو، د اسلامي کتابونو غوښتنه کمه وه او په لږ شمېر کې به افغانستان ته لېږل کېدل، خو د پښتو د شعر او ادبیاتو د کتابونو غوښتنه زیاته وه. کله چې د اسلامي امارت حکومت راغی، نو د دیني کتابونو غوښتنه زیاته شوه. په دې کتابونو کې د فقهې، سیرت او حدیث کتابونه، سپارې او قرآن کریم شامل دي.»

د نور حلیم خان په وینا، د جمهوري حکومت پر مهال به یې په میاشت کې افغانستان ته دوه یا درې کانټینره کتابونه لېږل، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دیني مدرسو لپاره د کتابونو غوښتنه زیاته شوه.

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو یې د کتابونو پر کاروبار اغېز کړی او اوس اړ دي چې د ایران له لارې افغانستان ته کتابونه ولېږدوي. هغه وايي: «وروسته چې د تورخم او نورې لارې وتړل شوې، زموږ پر کاروبار یې اغېز وکړ. اوس موټرونه د ایران له لارې ځي چې لګښت یې ډېر دی. له همدې امله کتابونه ګران تمامېږي او خلک یې د پخوا په څېر په اسانۍ نه شي اخیستلای.»

د پېښور د کتاب پلورونکو په وینا، د لېږد د لګښتونو او مالیو زیاتېدو د کتابونو بیې لوړې کړې دي. دوی وايي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزو هم د خلکو د پېرلو توان کم کړی دی.

بلخوا، په پېښور کې د پښتو کتابونو چاپوونکی او پلورونکی ایازالله ترکزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو محدودیتونو او پر ځینو کتابونو بندیزونو د پښتو ادبیاتو او شعرونو د کتابونو پر بازار منفي اغېز کړی دی.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل، پخوا به یې افغانستان ته په زیاته کچه د پښتو ادبیاتو کتابونه لېږل، خو اوس یې غوښتنه کمه شوې ده. هغه وايي: «پخوا به افغانستان ته د پښتو ادبیاتو کتابونه په زیاته کچه تلل، خو اوس یې په خرڅلاو کې کموالی راغلی دی. د فارسي کتابونو غوښتنه به هم وه، خو د پښتو ادبیاتو کتابونه به ډېر چاپېدل او خرڅېدل.»

ترکزی زیاتوي چې په افغانستان کې پر ځینو کتابونو لګېدلو محدودیتونو هم د پښتو ادبیاتو د کتابونو پر چاپ او خرڅلاو اغېز کړی دی. هغه وویل: «اوس پر ځینو کتابونو بندیزونه لګېدلي دي او د کتابونو پلورنځي هم کتل کېږي. پر هغو کتابونو هم محدودیتونه شته چې د شاعرانو او لیکوالانو انځورونه پکې وي. له همدې امله د پښتو ادبیاتو د ځینو کتابونو چاپ او افغانستان ته د هغوی لېږل کم شوي دي.»

اوس پر ځینو کتابونو بندیزونه لګېدلي دي او د کتابونو پلورنځي هم کتل کېږي
ایازالله ترکزی، په پېښور کې د پښتو کتابونو چاپوونکی او پلورونکی

د پېښور د کتابونو کاروباریان وايي، که څه هم په افغانستان کې د دیني کتابونو د غوښتنې زیاتېدو د دوی لپاره د کاروبار نوي فرصتونه برابر کړي، خو د سوداګریزو لارو بندښت، د لېږد لوړ لګښتونه او د خلکو اقتصادي ستونزې یې د کاروبار پر وړاندې لوی خنډونه دي.

دوی هیله لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي، څو افغانستان ته د کتابونو د لېږد لګښتونه او د هغو بیې راټیټې شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG