د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۴

یوې فرانسوۍ کمپنۍ د افغانیو نوي بانک‌نوټونه چاپ کړي

Billions of new Afghani bank notes have arrived in Kabul
2022.11.10
کابل ته په ميلياردونو نوي افغاني بانک نوټه رسېدلي
Billions of new Afghani bank notes have arrived in Kabul 2022.11.10 کابل ته په ميلياردونو نوي افغاني بانک نوټه رسېدلي

داسې مهال چې په افغانستان کې اخیستونکي او پېرودونکي د افغانۍ بانک نوټونو له زړښت شکایت لري، د افغانستان بانک یوه سرچینه د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته تاییدوي چې سږ کال د یوې فرانسوۍ کمپنۍ له خوا افغانۍ بانک نوټونه چاپ شوي، خو د چاپ د اندازې او نورو جزییاتو په اړه معلومات نه ورکوي.

د تېر جمهوري نظام په مالي او اقتصادي سکټور کې یوه پخواني چارواکي بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دا چاپ میلیاردونو افغانیو ته رسېږي. له موضوع باخبره دې پخواني چارواکي، چې ده هم نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، زیاته کړه چې د دې بانک‌نوټونو یوه برخه په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته رسېدلې ده.

د ۱۴۰۱ لمریز کال په لړم میاشت کې، د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رئیس شاه محمد محرابي طلوع‌نیوز ته ویلي وو چې ټاکل شوې د اوبرتور فیدیوشیري (Oberthur Fiduciaire) په نوم یو فرانسوی شرکت د یوه تړون پر بنسټ لس میلیارده افغانۍ دوی ته چاپ کړي.

محرابي زیاته کړې وه، که چیرې د افغانستان بانک د پیسو دوران په بریاليتوب سره مدیریت کړي، خلک به نقدو پیسو ته لاسرسی پیدا او په دې سره به یې په بازار کې کافي شتون تضمین شي.

د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رئیس دا هم ویلي وو چې مخکې یوې پولنډۍ کمپنۍ هم یو نیم میلیارد افغانۍ چاپ کړې وې، چې په دوو محمولو کې افغانستان ته رسېدلي او نور به هم ژر ورسېږي.

خو د کابل په شهزاده سرای کې یو شمېر صرافانو ازادي راډیو ته وویل چې تازه چاپ شوي بانک‌نوټونه تر اوسه بازار ته نه دي وړاندې شوي. له دې ډلې محمد عمران ازادي راډیو ته وویل: «هو، بانک‌نوټونه خو چاپ شوي دي، خو تر اوسه بازار ته نه دي وړاندې شوي. دا د افغانستان بانک په لاس کې دي. دا چې څه وخت یې وړاندې کوي، موږ ته هم معلومات نه دي راکړل شوي.»

هو، بانک‌نوټونه خو چاپ شوي دي، خو تر اوسه بازار ته نه دي وړاندې شوي
محمد عمران، د کابل په شهزاده سرای کې صراف

اونۍ مخکې، په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې یو شمېر پلورونکو او پېرودونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د افغانۍ بانک‌نوټونو له زړښت او شړېدو شکایت کړی و.

د طالبانو د حکومت یو شمېر مامورین بیا وايي چې دوی ته څو میاشتې مخکې په تنخوا کې نوي بانک‌نوټونه ورکړل شوي دي. دا چې په دې نوټونو کې څه بدلون راغلی که نه، د یوې دولتي ادارې یوه کارکوونکي د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط خپله شخصي مشاهده له ازادي راډیو سره داسې شریکه کړه:

«کاغذ کې، صحافت کې، بل کې، بل کې، هېڅ تغیر نه و، امضا او دا مسایل ټول هماغسې وو.»

د اقتصادي چارو کارپوه محمد بشیر دودیال، وايي چې د بانک‌نوټونو چاپ د افغانستان بانک دنده ده او په خبره یې، دا یو ضرورت هم دی، ځکه په باور یې د نویو نوټونو په چاپ سره به د زړو بانک‌نوټونو ځای ډک شي: «دغه پیسې چې نوې چاپ شوې دي، په غالب ګومان چې د هغو مندرس او زړو بانک‌نوټونو پر ځای چاپېږي، کوم چې له چلنده ایستل شوي، سوځول شوي او باطل شوي دي. د همغو په اندازه به په هماغه ارزښت سره نشر شوې وي او دا ضرورت دی.»

د افغانستان بانک د تېرې وږي میاشتې په ۲۹ مه خبر ورکړ چې د ۶۶۰.۲ میلیونو افغانیو په ارزښت زاړه بانک‌نوټونه چې له درېوو زونونو یې راټول کړي وو، سوځولي دي. په هغه راپور کې چې د دغه بانک په ویب پاڼه خپور شو راغلي وو، چې دوی وخت په وخت مندرس نوټونه راټولوي او پر ځای یې نوي بانک‌نوټونه بازار ته عرضه کوي.

اقتصادپوه محمد بشیر دودیال په دې باور دی چې یو صفر لرونکي بانک‌نوټونه، لکه ۱۰ ګون، ۲۰ ګون او ۵۰ ګون، په بازار کې ډېر په دوران کې وي او ژر شړېږي. د ده د اټکل له مخې، د افغانستان د شرایطو او د خلکو عادتونو ته په پام، هر پنځه کاله وروسته د دغو بانک‌نوټونو زیاته اندازه په بشپړ ډول له استفادې وځي. دوه صفر لرونکي نوټونه، لکه ۱۰۰ ګون او ۵۰۰ ګون، ښايي اووه یا اته کاله، او درې صفر لرونکي بانک‌نوټونه، لکه ۱۰۰۰ ګون، ښايي له لسو تر پنځلسو کلونو پورې دوام وکړي، ځکه په خبره یې دوران یې ډېر نه دی.

دی ټینګار کوي چې د نویو بانک‌نوټونو په چاپ ډېر لګښت راځي او دا له ملي بودجې څخه هم مصرفېږي. د اقتصادپوهانو په باور، یوه حل لاره دا ده چې، تر ډیره د نغدو پیسو ځای، برېښنايي پیسې ونیسي.

د افغانستان د برېښنايي پیسو او اداینې موسسو اتحادیه وايي چې دوی په لویه کچه د برېښنايي پیسو د ترویج لپاره کار پیل کړی او تر اوسه پورې ۱۴ شرکتونه ورسره ثبت او راجستر شوي دي.

د دغې اتحادیې رئیس سید رحیم شاه اغا ازادي راډیو ته وویل: «موږ د اتحادیې په کچه، د سکټور په کچه، هڅه کوو چې د نقدو پیسو پر وړاندې مبارزه وکړو. د دې ترویج مو پیل کړی دی. ستاسو ټول مالي خدمتونه چې بانک یې درته وړاندې کوي، ستاسو په جیب کې او ستاسو په واک کې به وي. په یوه ټیلیفون کې به ټول بانکي خدمتونه ترسره کوئ.»

د برېښنايي پیسو د ترویج ملاتړي باور لري چې د نغدو پیسو پر ځای د برېښنايي راکړې ورکړې پراخول د بانکنوټونو د چاپ او لېږد اړتیا کمولای شي. خو په افغانستان کې د دې بدیل د پراخېدو لپاره د خلکو لاسرسی، د مالي خدمتونو لګښت، د برېښنا او مخابراتي خدمتونو موجودیت او د خلکو باور مهم عوامل دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG