د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنېشنل، د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت پر اعلان، د سیاسي مشرانو پر نیولو او په سیمه کې د پوځ د ځای پر ځای کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې د پاکستان حکومت باید له بېړني حالت څخه د بشري حقونو د ځپلو، د مخالفو غږونو د غلي کولو او د واک د لا متمرکزولو لپاره کار وانخلي.
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال بابو رام پانت ویلي، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په ګډون د مهمو سیاسي مشرانو د خپلسرو نیونو او په دغه ایالت کې د انټرنېټ د خدماتو د ګډوډېدو راپورونه جدي اندېښنې راپاروي.
نوموړي ټینګار کړی چې حکومتونه یوازې په ځانګړو او محدودو شرایطو کې د بېړني حالت د اعلان حق لري، خو دا حالت هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال د جبري لادرکیو او له قضایي بهیر پرته د وژنو سابقې ته په پام، خیبر پښتونخوا ته د پوځ استول د ناقانونه زور کارولو خطر زیاتولی شي.
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې پوځ د پولیسو د عادي دندو لپاره ونه کاروي او ډاډ ترلاسه کړي چې ټول امنیتي اقدامات د نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره سم ترسره کېږي.
دا اندېښنې وروسته له هغې څرګندېږي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اکتوبر په یوولسمه په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او د والي واکمني منظوره کړه.
د پاکستان حکومت د دې پرېکړې لامل د وسله والو بریدونو زیاتوالی او په ایالت کې د اساسي قانون له مخې د حکومتي چارو ګډوډېدل بللي دي.
د دې پرېکړې له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت له واکه لرې شوی او د ایالتي اسمبلۍ واکونه د پاکستان مرکزي پارلمان ته سپارل شوي دي.
په دغه ایالت کې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د پخواني صدراعظم عمران خان ګوند، تحریک انصاف، واکمن و.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي چې په دې حساس پړاو کې، فدرالي چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې د بېړني حالت په چوکاټ کې ټول ترسره کېدونکي اقدامات په خپلواکه توګه وڅارل شي او دا مسله ډاډمنه کړي چې هر اقدام یوازې د جدي اړتیا پر بنسټ ترسره کېږي او د وضعیت له غوښتنو سره متناسب وي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان پولیسو په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته د پخواني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند سلګونه غړي نیولي دي.
دوو پاکستاني پولیس چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط دې آژانس ته ویلي چې د یکشنبې ورځې راهیسې د دغه ګوند ۲۷۸ غړي نیول شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت وروسته له هغې اعلان شو چې د عمران خان زرګونو پلویانو د هغه د خوشې کېدو لپاره څو ورځې پرله پسې مظاهرې وکړې او د اسلام اباد پر لور یې د لاریون ګواښ وکړ.
د فرانسپرس په وینا، د دوشنبې په ورځ په پېښور کې ګڼ شمېر پولیس ځای پر ځای شوي وو، ځینې لارې د کانټینرونو او اغزنو سیمونو په وسیله تړل شوې وې او ښوونځي هم رخصت وو.
د انټرنېټ د څار نړیوال سازمان، نېټ بلاکس، هم د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د انټرنېټ د جدي ګډوډۍ خبر ورکړی دی.
که څه هم د تحریک انصاف ګوند مشرانو د نویو مظاهرو غوښتنه کړې، خو د فرانسپرس په وینا، د دوشنبې ورځې په لاریونونو کې د تېرو ورځو په پرتله ډېر کم کسان راټول شوي وو.