د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۳

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف ادعا لري چې افغان طالبان د «پردیو په لاس لوبیږي»

د طالبانو یو عسکر ډیورنډ کرښې سره نږدې سیمه کې
د طالبانو یو عسکر ډیورنډ کرښې سره نږدې سیمه کې

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی چې د ترهګرو له ملاتړ او پناه ورکولو لاس نه اخلي.

شهبازشریف د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان د نا امنیو تر شا هغه وسله وال په لاس لرلو تورن کړل چې د ده په خبره له افغان خاورې بریدونه پلان او ترسره کوي.

موږ په وار وار افغانستان ته دا خبره کړې ده چې موږ ګاونډیان یو او تر قیامته به ګاونډیان پاتې کیږو. نو اوس دا زموږ په لاس کې ده چې ایا د ښو ګاونډیانو په څېر ژوند وکړو او که د شرخوښو ګاونډیانو په څېر.
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف

شریف زیاته کړې: «خو هغوی لا تر اوسه په دې خبر نه پوهیږي او د پردیو په لاس لوبېږي. موږ د دوستو هېوادونو له لارې هم هر ډول هڅې کړې دي، که ترکیه ده که قطر یا چین خو هغوی لا هم زموږ خبره نه ده درک کړې. همدا لامل دی چې هره ورځ د زړه بوږنوونکو پېښو شاهدان یو.»

شهبازشریف وروسته له هغه یو وار بیا دا ادعاوې کړي چې د شنبې ناوخته طالب او پاکستاني پوځیانو د پکتیا د ډنډ پټان او هاخوا د کُرمې ترمنځ پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښتې کړې دي.

د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.

د پاکستان پوځ بیا یکشنبه په یوه بیان کې تایید کړې چې یو افسر یې وژل شوی او ادعا لري چې ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان یې هم وژلي.

د پاکستان پوځ وژل شوی افسر هدایت امان یاد کړی دی.
د دغه پاکستاني افسر په وژل کېدو باندې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداردي هم خواشیني ښوولې خو په عین حال کې یې د طالبانو حکومت د ترهګرو په ملاتړ او تمویل تورن کړی چې د ده په خبره د ټولې سیمې امن او سوکالۍ ته خطر پېښوي.

هغه خبرداری ورکړی چې د پاکستان حکومت نه یواځې ترهګر له منځه وړي بلکې د هغوی ملاتړي هم له منځه وړلی شي.

د پاکستان د دغو دوو لوړپوړو مشرانو جمهور رییس او صدراعظم د کلکو نیوکو او تورونو په باب له د طالبانو حکومت تازه څه غبرګون نه دی ښوولی.

خو تېره اوونۍ د مسکو فارمټ په ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ادعا وکړه چې پاکستان په افغان خاوره په بمبار سره یواځې ملکیان او بیګناه افغانان وژني.

«د پاکستان پوځي رژیم هغه تګلاره په مخ وړي چې هغه نه د پاکستان د ولس په ګټه ده او نه د افغانستان په ګټه ده او نه ده ټولې سیمې په ګټه ده. پاکستان په تېرو پنځو کلونو کې په مکرر ډول په افغانستان بمباري کړې او په افغانستان کې یې ماشومان، ښځې، سپین ږیري او بې وزله انسانان په شهادت رسولي دي.»

پاکستان چې څومره حملې او بمبار کړی تر اوسه پورې هېڅ داسې ثبوت نه شي وړاندې کولی چې افغانستان کې یې کوم مخالف یا کوم داسې څوک په نښه کړی وي چې هغه دوی ته یا نورو ته خطر وي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو حکومت مخکې له دې هم پاکستاني چارواکي تورن کړي چې د خپلو ناکامیو پړه پر دوی اچوي.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې تر څو خونړیو بریدونو وروسته پاکستاني پوځیانو د افغانستان څو سیمې بمبار کړې.

په دغو هوايي بریدونو کې ملګرو ملتونو هم تایید کړه چې ګڼ افغان ملکیان مړه او ټپیان شوي دي او له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې د ملکیانو خوندیتوب له پامه ونه غورځوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG