د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۰

اکسیوس او اتلانتیک: ټرمپ پر ایران د نویو بریدونو د پیلولو د انتخابونو ارزونه کوي

په عرب سمندرګي کې امریکايي هوايي ځواکونه
په عرب سمندرګي کې امریکايي هوايي ځواکونه

امریکايي رسنیو، «اکسیوس» او «اتلانتیک» راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره پر ایران د نویو پوځي بریدونو د پیلولو لپاره د بېلابېلو انتخابونو ارزونه کوي، خو تر اوسه د عملیاتو د پیل، وخت او پراخوالي په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

د دغو راپورونو له مخې، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ته دنده سپارل شوې چې اړین پوځي انتخابونه چمتو کړي.

له مطرح شویو سناریوګانو څخه یوه دا ده چې امریکا کې د نومبر په درېیمه د منځ‌مهالو ټاکنو څخه مخکې محدود بریدونه ترسره شي او ښايي له ټاکنو وروسته عملیات پراخ شي.

همداراز، د اکټوبر په ۲۷مه په اسرائیلو کې د ټاکنو تر مخه د اقدام احتمال هم مطرح شوی، خو یو اسرائیلي چارواکي ویلي چې له ټاکنو مخکې د پراخو عملیاتو د پیل احتمال کم دی.

د اکټوبر په اوومه په ټکزاس کې په یوه انتخاباتي کمپاین کې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ شتون
د اکټوبر په اوومه په ټکزاس کې په یوه انتخاباتي کمپاین کې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ شتون

که بیا جګړه پیل شي، د ایران اټمي تأسیسات، د انرژۍ مرکزونه او مهمې زېربناوې د احتمالي هدفونو په توګه یادې شوې دي.

د «اتلانتیک» د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ له پنټاګون څخه غوښتي چې داسې انتخابونه چمتو کړي چې له منځ‌مهالو ټاکنو څخه مخکې د عملي کېدو وړ وي.

د «اتلانتیک» په وینا، ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي چې پر ایران د بل برید لېوالتیا لري، خو ځیني سلاکاران په دې باور دي چې له ټاکنو وروسته به مناسب وخت وي.

د امریکا په حکومت کې هم د بریدونو د وخت او کچې په اړه د نظر اختلاف شته.

د محدود برید پلویان باور لري چې دا ډول اقدام د امریکا پوځي ځواک ښودلای شي، خو هغوی هم مني چې یوازې محدود بریدونه ښايي ایران خبرو او هوکړې ته اړ نه‌کړي او په لنډه موده کې به د تېلو بیې راټیټې نه‌کړي.

په همدې حال کې، د ایران د احتمالي غبرګون او سیمه‌ییزو پایلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

نوي بریدونه ښايي په سیمه کې امریکايي ځواکونه او د واشنګټن متحدان د غچ اخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ کړي او د انرژۍ د عرضې د کمېدو له امله د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې کړي.

اسرائیلي چارواکو هم پر اسرائیلو د ایران د بالستیک توغندیو د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایران څانګې، رادیو فردا د راپور له مخې، په تهران کې چارواکو هم د ځواب ورکولو لپاره د چمتووالي خبرې کړې دي.

ارشیف، د ایران هوايي ځواکونه
ارشیف، د ایران هوايي ځواکونه

د ایران د پوځ ویاند ویلي چې که اړتیا وي، ایران به د دښمن د تېري د مخنیوي لپاره «وار دمخه عملیات» ترسره کړي.

ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت په یوه «هر اړخیزه جګړه» کې ښکېل دی او د خبرو ترڅنګ به د مقاومت لاره هم روانه وساتي.

دا تحولات په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې لپاره خبرې لا هم کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي او قطري منځګړي د امریکا وروستي وړاندیز ته د ایران د ځواب په تمه دي.

په همدې وخت کې واشنګټن پر ایران خپل اقتصادي فشارونه او پوځي اقدامات هم دوامداره ساتلي دي.

په مجموع کې، تازه راپورونه ښيي چې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د بیا پیل احتمال یو ځل بیا جدي شوی، خو واشنګټن تر اوسه پر ایران د برید د پیلولو وروستۍ پرېکړه نه‌ده اعلان کړې او ډیپلوماتیک، اقتصادي او پوځي انتخابونه لا هم د بحث پر مېز پراته دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG