د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۷

په ځینو ښوونځیو او مدرسو کې د ماشومانو د وهلو ټکولو له امله افغان کورنۍ شکایتونه کوي

د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي اوسېدونکي ۸ کلن حیات‌الله
د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي اوسېدونکي ۸ کلن حیات‌الله

په افغانستان کې ځینې کورنۍ او ماشومان یې ادعا کوي، چې په یو شمېر ښوونیزو مرکزونو کې وهل ټکول ورکول کېږي. دوی وايي، چې ډېر کله یې ماشومان په بېلابېلو دلایلو د مدرسو او ښوونځیو د ښوونکو او نورو مسولو کسانو له خوا وهل کېږي. طالبانو تازه څه نه‌دي ویلي، خو تېره اوونۍ یې په دغه تور څو تنه نیولي وو.

د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي اوسېدونکي ۸ کلن حیات‌الله، ازادۍ راډیو ته وویل: «زه یې هغه بل پرون په لاس ووهلم او ژوبل یې کړم.» حیات‌الله زیاته کړه، چې درې ورځې وړاندې په ښوونځي کې د ښوونکي له لوري له دغه امله وهل شوی او سزا ورکړل شوې، چې په ادعا یې یو څو دقیقې ناوخته ټولګي ته رسېدلی و.

ده وړاندې زیاته کړه: «ویې وهلم، پر لاس یې په پایپ ووهلم، لاس مې درد کوي، بیا مې ده (پلار) ته وویل چې لاس مې خوږېږي.» د حیات‌الله پلار فرمان شاه فقیرزی وایي، چې دی یې ښوونځي ته ورغلی او له ښوونکي یې غوښتي چې هغه نور ونه وهي، خو په خبره یې د دوی سیمه کې دا ستونزه ډېره ده: «دا زما زوی چې ښوونځي ته یې لېږم، نو هغه بله ورځ چې راغی راته یې وویل چې زه نور ښوونځي ته نه ځم، ما ورته وویل چې ولې بچی؟ ویل یې چې استاد پر لاس ډېر بد ووهلم او ژوبل یې کړم، نو بیا ما ورته وویل چې زه دې استاد ته ورځم چې نور دې ونه وهي او درس درکړي، خو دلته دا ستونزې ډېرې دي.»

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي، چې د دوو زامنو پلار دی او نه یې غوښتل نوم یې

دلته په ځانګړې توګه دارالحفاظونو کې دا د وهلو فرهنګ ډېر دی،
د کونړ ولایت یو اوسېدونکی

راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته په ځانګړې توګه دارالحفاظونو کې دا د وهلو فرهنګ ډېر دی، که څه هم تر یو حده او دې مرکزونو کې د وهلو کچه کمه شوې، خو د دې لپاره نه چې تعلیمي او تربیتي معیارونه رعایت شي، بلکې د ځیرکو ټلیفونونو، خواله رسنیو او د شاګردانو د والدینو له لانجې وېرېږي؛ بل، حکومت هم ځینو ځایونو کې د نه وهلو سپارښتنې کړې دي، خو بدختانه د وهلو فرهنګ تعلیمي ځایونو سره تړلی دی او دا د وهلو ډبولو ذهنیت هماغسې پاتې دی.»

دی هم ادعا کوي، چې څه موده وړاندې یې یو زوی ښوونځي کې د ښوونکي له خوا وهل شوی و. د هرات ولایت یو اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار، شهاب په دې اړه خپله غوښتنه داسې مطرح کوي: «موږ لیدلي چې د ماشومانو وهل ډبول په ښوونځیو او مدرسو کې کېږي، خو نه باید داسې وشي ځکه ماشومان له درسه زړه توري کېږي او بیا زده‌کړو ته لوالتیا نه پیدا کوي.»

ځینې یې مني، چې یواځې په ښوونیزو او تربیوي مرکزونو کې نه، بلکې په کورونو کې یې هم د کورنۍ د ځینو غړو له خوا ماشومان وهل کېږي، خو په خبره یې، هڅه کوي چې دغه فرهنګ له خپلو کورونو ورک کړي.

دا کورنۍ داسې وخت دغه شکایتونه مطرح کوي، چې تېره اوونۍ پر خواله رسنیو د افغانستان په کندهار، بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د ښوونځیو او مدرسو د ښوونکو له خوا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو زده‌کوونکو د شکنجو او وهلو په پرله‌پسې ډول ویډیوګانې خپرې شوې، چې د ګڼو خلکو تبصرې او نیوکې یې هم راوپارولې.

که څه هم د افغانستان پخواني قانوني چوکاټ په ښوونځیو او مدرسو کې فیزیکي او رواني سزاوې په کلکه منعه کړې وې، خو دا روښانه نه‌ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دغه ډول خوندیتوبونه اوس څنګه پلي کېږي.

ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په دې اړه او په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو او غوښتنو اړوند د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو نظرونه هم واخلي، خو ویاندویانو یې عبدالمتین قانع او برکت‌الله رسولي د دغه راپور د خپرېدو تر وخته د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د هغو ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت ځایي چارواکو په کندهار او بدخشان کې د ماشومانو د شکنجو د تورنو کسانو د نیولو اعلانونه وکړل. خو د بشري حقونو ځینې بنسټونه وایي، په داسې مرکزونو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د راپور ورکولو او ورته د رسېدنې لپاره د روښانه او اغېزناکو مېکانیزمونو نه‌شتوالی د هغوی د خوندیتابه په اړه اندېښنې نورې هم زیاتوي.

له دې ډلې د بشري حقونو د اتحاد غړي فهیم فرواک، ازادۍ راډیو ته وړاندې زیاته کړه: «په تعلیمي مرکزونو کې د ماشومانو وهل ډبول چې په هر دلیل وي، د منلو نه‌ده، ماشوم د زده‌کړې لپاره امن‌ملاتړي ځای ته اړتیا لري، نه داسې چاپېریال چې هلته وېره، سزا او تاوتریخوالی موجود وي، د بشري حقونو له اړخه د ماشومانو سزا د انساني کرامت د حق او د ماشومانو د حقونو نقض دی.»

خو د قوانیونو له اړخه د ماشومانو یا تر قانوني عمر کم تنکيو ځوانانو شکنجه، سزا او وهل ټکول څه ډول عمل دی؟ حقوق‌پوهـ او له هېواد څخه د باندې د افغانستان د حقوق‌پوهانو د سراسري ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات وايي: «د ماشومانو شکنجه له حقوقي، دیني او اخلاقي اړخه په قطعي توګه محدود او مردود ده، هېڅ ډول حقوقي او د اسلامي ارزښتونو په اساس جواز نه‌شته، چې ماشومانو ته په ښوونځیو او مدارسو کې شکنجه یا سزا ورکړل شي او پر ماشومانو د شکنجې اثرات بد رواني عواقب لري، نو هر څوک چې دا عمل تر سره کوي، مجرم بلل کېږي چې د قانون او ارزښتونو پر بنسټ سزا ورکول کېږي.»

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پر یو شمېر ښوونیزو مرکزونو سربېره په کورنیو کې د ماشومانو د شکنجو، وهلو ټکولو یا رواني فشارونو کیسې یواځې اوس نه مطرح کېږي، بلکې د لسیزو مخینه لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(UNICEF) په ۲۰۲۱ز کال کې په خپل راپور کې ویلي وو، چې د دوی د سروې له مخې، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۵.۵ سلنه ښوونکو ویلي وو، چې د ټولګیو د نظم او پر ماشومانو د درس د زده‌کړې لپاره له فیزیکي سزاګانو کار اخلي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې په خپلو اسنادو کې هم په وار وار ویلي دي، چې د افغانستان په ښوونیزو مرکزونو کې د ماشومانو د وهلو، سپکاوي او نورو ډولونو تاوتریخوالي راپورونه موجود دي او ټینګار یې کړی دی، چې د زده‌کوونکو د هر ډول فیزیکي او رواني سزاوو مخه باید ونیول شي.

دغه ډول د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) په خپلو بېلابېلو راپورونو کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ماشومانو وهل ډبول، سزا ورکول او شکنجه کول د دوی د فیزیکي روغتیا تر څنګ پر رواني روغتیا هم اوږد مهاله منفي اغېز لري، دوی له ټولنې څنډې ته کوي او زده‌کړو، ټولنیز ژوند او نوښتونو ته یې لېوالتیا کموي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG