د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۰

په هند کې افغانې ښځې؛ ناڅرګند راتلونکي ته کلونه انتظار

انځور له ارشیف څخه ـ په هند کې د افغان کډوالو لاریون، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۲مه.
انځور له ارشیف څخه ـ په هند کې د افغان کډوالو لاریون، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۲مه.

یو شمېر افغانې ښځې، چې له کلونو راهیسې په هند کې، خپل د کډوالۍ د کېسونو برخلیک ته په تمه دي، وایي اوږده انتظار د دوی ژوند او راتلونکی له ناڅرګند حالت سره مخ کړي. دا مېرمنې وایي، د استوګنې قانوني اسناد او د کار اجازه نه‌لري او له دغه امله له اقتصادي ستونزو سره مخ او بنسټي خدمتونو ته لاس‌رسی نه‌لري.

سمیرا بلخي له پینځو کلونو راهیسې په هند کې اوسي. هغه وايي، د عامې روغتیا په برخه کې یې په هند کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې بشپړې کړې دي، خو د افغانستان له سیاسي بدلونونو او پر نجونو د لګېدلو محدودیتونو له امله، په خپل هېواد کې د ژوند او کار دوام ورته شونی نه و، نو ځکه ستنه نه‌شوه.

دا وايي، د پناه غوښتنه یې کړې، خو تر اوسه ځواب نه‌دی ورکړل شوی: «زه د یوې ځوانې او یواځې نجلۍ په توګه، چې دلته مې د ماسټرۍ زده‌کړې بشپړې کړې دي، په هند کې کار نه‌شم کولای. ځکه چې د پناه غوښتونکې او بې‌اسنادې په توګه د کار اجازه نه‌لرم. زما په څېر زرګونه نورې افغانې نجونې هم په همدغه وضعیت کې دي. نه‌شو کولای خپل هېواد ته بېرته ولاړې شو او دا ډېر ځوروونکی حالت دی.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ز کال د فېبرورۍ تر پایه پورې په هند کې څه باندې اته زره افغان پناه غوښتونکي او کډوال ثبت شوي وو. دا اداره وایي چې د بیا مېشتېدو په بهیر کې هغه افغانې ښځې او نجونې، چې له سختو امنیتي خطرونو سره مخ دي، د لومړیتوب لرونکو کسانو له ډلې څخه ګڼل کېږي.

د هغو ښځو لپاره، چې له کلونو راهیسې له خپلو ماشومانو سره یواځې اوسي، دغه انتظار له نورو ستونزو سره هم مل دی. خاطره رستم‌زاده وایي، له ۱۵ کلونو راهیسې له خپل زوی سره په هند کې ژوند کوي: «پینځلس کاله کېږي، چې له خپل زوی سره یواځې په هند کې ژوند کوم. ډېرې ستونزې او سختۍ مو تېرې کړې دي. د اقتصادي مشکلاتو له امله زما زوی ونه توانېد، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او یواځې تر اتم ټولګي پورې ښوونځي ته ولاړ. ملګرو ملتونو تر اوسه له موږ سره هېڅ مرسته نه‌ده کړې. مهرباني وکړئ زموږ غږ نړۍ ته ورسوئ.»

خدیجه پاینده هم وایي، لس کاله کېږي په هند کې ژوند کوي او په دې موده کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده. هغې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «د هغو اسنادو له امله چې لرو یې، کار نه‌شو کولای. زموږ ماشومان دولتي ښوونځیو ته نه شي تللای، ځکه د هند نفوس ډېر زیات دی. خصوصي ښوونځي ډېر لګښت غواړي. په دولتي روغتونونو کې ډېره ګڼه ګوڼه وي او وار نه رارسېږي. په دغو لسو کلونو کې بې‌برخلیکه پاتې شوي یو او ډېرې ستونزې مو تجربه کړې دي.»

دا ستونزه تل موجوده وه او داسې کورنۍ هم شته چې لس، پینځلس او آن دېرش کاله یې انتظار ویستلی دی
شمس‌الدین قاري‌زاده

په هند کې د افغانانو د همغږۍ کمېټې (ASC) د مدیره پلاوي مشر، شمس‌الدین قاري‌زاده، د کارکونکو کمښت د کډوالو د کېسونو د ځنډ یو ستر لامل بولي: «په هند کې د ملګرو ملتونو ادارو کې د کارکونکو کمښت د کډوالو د کېسونو د ځنډ اصلي لامل دی. دا ستونزه تل موجوده وه او داسې کورنۍ هم شته چې لس، پینځلس او آن دېرش کاله یې انتظار ویستلی دی.»

ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې د افغان کډوالو د کېسونو د پروسېس د ځنډ په اړه د ملګرو ملتونو او اړوندو هندي چارواکو نظر هم واخلي، خو د راپور د خپرېدو تر وخته پورې یې کوم ځواب تر لاسه نه‌کړ.

په هند کې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي دي، یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د مرکو یا د استیناف پړاوونه یې بشپړ کړي دي، د ۲۰۲۶ز کال په اوږدو کې به په تدریجي ډول ځوابونه تر لاسه کړي؛ خو د کارکونکو د ظرفیت د کمښت له امله دغه بهیر پڅ دی او وخت نیسي.

د یادونې ده، چې افغانان یواځې په هند کې د پناه غوښتنې د کېسونو د برخلیک د روښانېدو لپاره له اوږده انتظار سره نه‌دي مخ، بلکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري(UNHCR) وایي، په یو شمېر نورو هېوادونو، لکه پاکستان او ایران کې هم افغان پناه غوښتونکي له ورته وضعیت سره مخ دي او لا هم د درېیمو هېوادونو له لارې د بیا مېشتېدو اړتیا شته.

په تېرو پینځو کلونو کې په افغانستان کې تر سیاسي بدلونونو وروسته، ګڼ شمېر افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، د امنیت او ښه راتلونکي په لټه نورو هېوادونو ته کډه شوې دي؛ خو په یو شمېر دغو هېوادونو لکه هند، ایران او پاکستان کې هم افغان مېرمنې د زده‌کړو او کار په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې بریتانیا د سېپټمبر پر ۲۸مه اعلان وکړ، چې د نویو معرفیو لپاره یې خپل د بیا مېشتېدو پروګرام بېرته فعال کړی دی. د بریتانیا د حکومت د اعلان له مخې، له څلورمې، یوه برخه معرفي کېدونکي کسان به افغانې ښځې او نجونې او فلسطیني پناه غوښتونکي وي.

دغه اعلان د هغو افغانو ښځو لپاره، چې له کلونو راهیسې د بیا مېشتېدو په تمه دي، نوې هیلې راپیدا کړي؛ خو لا هم څرګنده نه‌ده، چې له دوی څخه به څومره کسان په دغه پروګرام کې شامل شي او کله به بریتانیا ته ولېږدول شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG