د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله د بشري حقونو فعاله او د معترضو ښځو ډلې غړې ماري سلطاني ازادۍ راډیو ته وايي: «که موږ افغانستان ته ډیپورت شو، هلته د مرګ له خطر سره مخ کېږو.»
سلطاني زیاتوي، دا او کورنۍ یې د بریانیا کېس لري او له کابو درېیو کلونو دغه هېواد کې د بریتانیا د وېزې په تمه دي. دې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه، چې هره ورځ افغانستان ته د ډیپورت له خطر سره مخ ده او په خبره یې که بېرته هېواد ته واستول شي، د خپلو فعالیتونو او دا چې مېړه یې د ملي امنیت پخوانی کارکوونکی دی، د مرګ له خطر سره به مخ شي.
خو دا وایي اوس هیلهمنه شوې، چې د بریتانیا له خوا افغان ښځو ته د وېزو د ورکړې له اعلان څخه خبره شوې ده: «د بریتانیا له حکومته مو غوښتنه ده چې زموږ دوسیه باندې کار وکړي او هر ډول اسناد چې غواړي موږ یې ورته ورکوو، بریتانیا دې هغو افغان ښځو ته چې د اجباري ډیپورت له جدي خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، چې موږ وکړای شو د کډوالۍ قانوني وېزه تر لاسه او په آرامه دغه امن هېواد ته ولاړې شو، چې حد اقل ځانونه مو خوندي شي.»
دا ښځه وایي، چې خاوند یې د بریتانیا په مالي او پوځي ملاتړ د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت ریاست د یوې برخې کارکونکی و او دې خپله کابل کې د بریتانیا د سفارت په ملاتړ د ښځو د حقونو اړوند ګڼو بنسټونو کې کار کړی دی. پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو په اوږدو کې تر اوسه لسګونه هغه کسان افغانستان ته ډيپورت شوي دي، چې د ماري سلطاني په څېر درېیمو هېوادونو ته د تګ قضیې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود د تېرې دوشنبې پر ورځ (د سېپټمبر پر ۲۸مه) په لندن کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې بریتانیا د ملګرو ملتونو په همکارۍ کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې لاره بیا فعالوي. هغې وویل چې د هغو کسانو څلورمه برخه، چې له دې لارې به بریتانیا ته واستول شي، هغه افغان ښځې او نجونې دي، چې د طالبانو له ځورونې څخه تښتېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لسګونه افغانې معترضې او د مدني ټولنې غړې بریتانیا ته د پناهاخیستنې په تمه په پاکستان کې دېره دي. په پاکستان کې د ښځو حقونو فعاله او د افغان متعرضو ښځو ډلې بله غړې حسینه هاشمي هم وایي، چې له تېر یوه کال راهیسې بریتانیا ته د تګ په تمه په دغه هېواد کې په ډېرو سختو شرایطو کې دېره ده.
د بریتانیا له حکومته مې هیله دا ده چې هغو افغان مېرمنو ته پام او رسېدنه وکړي، چې د فعالیتونو له امله واقعاً تر خطر لاندې ديماري سلطاني د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله
دې یې په اړه ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «زه دلته د کډوالۍ له ډېرو ستونزو سره مخ یم، د بریتانیا له حکومته مې هیله دا ده چې هغو افغان مېرمنو ته پام او رسېدنه وکړي، چې د فعالیتونو له امله واقعاً تر خطر لاندې دي، خو د بریتانیا د تخلیې بهیر داسې دی، چې باید کس ملګرو ملتونو سره ثبت او د دغه سازمان له خوا وروپېژندل شي، په داسې حال کې چې له ۲۰۲۴ز کال راهیسې دلته د ملګرو ملتونو دا څانګه بنده ده، نو بریتانیا نه هیله دا ده، چې موږ افغان ښځې چې تر تهدید لاندې یو، وېزه دې زموږ د اسنادو له مخې داسې راکړي، چې حتمي نه وي چې باید په ملګرو ملتونو کې ثبت واوسو.»
دا ښځې وایي، دا چې افغانستان کې یې د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت د پالیسیو او محدودیتونو پر وړاندې فعالیتونه او اعتراضونه کړي، که ژر تر ژره له پاکستان څخه ونه لېږدول شي، افغانستان ته به ډیپورت او په ادعا یې هلته به له امنیتي ستونزو سره مخ شي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې دننه د افغان ښځو او نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د زدهکړو او د کار په ګډون پر بېلابېلو برخو محدودویتونه لګولي دي، چې په تېرو پینځو کلونو کې یې یو شمېر افغان معترضو ښځو او نجونو په کور دننه او بهر پراخ اعتراضونه وکړل.
وروسته دا نجونې او ښځې د طالبانو له نیولو او بندي کېدو سره مخ شوې او ډېری یې د امنیتي خطرونو له امله له افغانستان څخه ووتلې، چې یو شمېر یې اوس په پاکستان کې د بریتانیا په ګډون بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دېره دي.