د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۳

فاطي پخلنځی؛ په پاکستان کې د ژوند جوړولو لپاره د یوې افغانې ښځې هڅه

د بلوچستان د کوټې ښار په هزاره ټاون کې، یوه افغانه ښځه د انتظار او ناڅرګند برخلیک په منځ کې د خپل ځان او کورنۍ د ژوند پر مخ وړلو هڅه کوي. فاطمې د ښځو پر وړاندې د شته خنډونو او امنیتي ستونزو له امله افغانستان پرېښی او پاکستان ته تللې ده. دې امریکا ته د تګ غوښتنه هم کړې، خو لا یې هم برخلیک ناڅرګند دی.

آغلې فاطمه، چې د «فاطي پخلنځی» په نامه یې د خوړو انلاین پلورنځی پرانیستی دی، ازادۍ راډیو ته ووايي: «د اقتصادي ستونزو او د ژوند د فشارونو له امله اړه شوم، چې په کور کې یو کوچنی پخلنځی جوړ کړم او خپل خواړه په انلاین ډول وپلورم.»

د کوټې ښار په هزاره ټاون کې د فاطمې کاري ورځ پخلي ته د لومړنیو توکو له پېرلو پیلېږي. له بازار څخه تر راستنېدو وروسته، هغه څو ساعته وخت لري چې د پېرودونکو غوښتل شوي خواړه چمتو کړي.

ازادۍ راډیو ته یې زیاته کړه: «بازار ته ځم، کله چې راشم نو شاوخوا ۱۱ یا ۱۱:۳۰ بجې وي. په همدې موده کې باید تر دوو بجو پورې ټول هغه خواړه تیار کړم، چې زما په مېنو کې شامل دي؛ لکه منتو، اشک، وریژې، کوفته، ایراني قورمه سبزي او لری یا شکمبه چې تازه مو هم په لېست کې ورزیاته کړې ده.»

خو فاطمې پر دغه پخلنځي ډېره پانګونه نه‌ده کړې. وایي د کار د پیل لپاره یې له هغو پیسو ګټه واخیسته، چې د چادریو له اوبدلو یې تر لاسه کړې وې.

فاطمې زیاته کړه: «کله چې مې دغه کار پیل کړ، پیسې مې نه‌لرلې. په څلور زره کلدارو مې، چې د چادریو له اوبدلو مې تر لاسه کړې وې، دغه کار پیل کړ.»

فاطمه وایي، ډېری پېرودونکي یې هغه افغانان دي، چې په کوټه کې ژوند کوي او د افغانستان دودیز خواړه خوښوي.

فاطمه په دې اړه وايي: «ډېر خلک چې له افغانستانه دلته راغلي دي، د دغه ځای خواړه ورته ډېر تُند[ترخه] وي. له همدې امله کله چې مې پخلنځی پیل کړ، خلکو یې تود هرکلی وکړ. خلک ډېر خوشحاله شول. هره ورځ شاوخوا دوه کیلو وریژې پخوم، یو دېګ منتو او اشک هم تیاروم. د خپلو خوړو خوښونکو ته نور توکي هم زیاتوم. له نېکه مرغه ټول خواړه خرڅېږي او نه پاتې کېږي، یعنې داسې نه کېږي چې خواړه پاتې شي او زه تاوان وکړم.»

فاطمه په دغه کار کې ګوښې نه‌ده. کله چې خواړه چمتو شي، مېړه یې په موټرسایکل د پېرودونکو تر کورونو رسوي او د دغه کار په پر مخ بېولو کې ورسره مرسته کوي.

د فاطمې د خوړو یوه پیرودونکې، لطیفه وایي: «ما څو ځله له دغه پخلنځي خواړه راغوښتي دي او د خوړو له کیفیت او خوند څخه یې راضي یم. د دوی افغاني خواړه د کورني پخلي خوند لري او انلاین سپارښتنه هم راته اسانه ده. زما په اند، دا د یوې افغانې ښځې لپاره چې په کډوالۍ کې ژوند کوي، د عاید ترلاسه کولو او د خپلو مهارتونو د کارولو ښه فرصت دی.»

فاطمه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ټولنې یوه برخه ده؛ داسې ټولنه چې په وروستیو کلونو کې له اقتصادي او اقامتي ستونزو او د خپل راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ ده.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د استوګنې معتبر اسناد نه‌لري او د نیول کېدو یا افغانستان ته د بېرته ستنېدو له خطر سره مخ دي. پاکستان په وروستیو کلونو کې سلګونه زره افغان کډوال له خپل هېواد څخه ویستلي دي.

د کډوالو وضعیت یو ډول نه‌دی او د هر فرد او کورنۍ د استوګنې شرایط له یوه بل سره توپیر لري. فاطمه هم دا ورځې په داسې حال کې تېروي، چې لا هم امریکا ته د خپل تګ د وضعیت د روښانه کېدو په تمه ده.

خو هغه وایي، په دغو شرایطو کې یې پرېکړه کړې، چې یواځې لاس تر زنې کې‌نه‌ني، بلکې د خپل مهارت په وسیله د ژوند د لګښتونو یوه برخه پرې کړي. فاطمه هیله لري چې خپل کار پسې وغځوي او لا یې پراخ کړي او په خبره یې، دا د سختو شرایطو پر وړاندې د افغان ښځو د زغم، مبارزې او وړتیا یوه بېلګه ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG