فلایدبی هوايي شرکت اعلان کړی چې د دوبۍ-تلابیب د هغې الوتنې له پېښې وروسته چې په سعودي عربستان کې یې بېړنۍ ناسته وکړه، اسرائیلو ته او له اسرائیلو څخه دغه هېواد ته خپلې ټولې الوتنې په مؤقتي ډول ځنډوي.
فلایدبی د چهارشنبې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پرېکړهیې د اړوندو چارواکو په همغږۍ او د دې لپاره کړې چې د پېښې د څېړنې بهیر ته د دوام زمینه برابره شي.
دغه شرکت زیاته کړه چې د نورو معلوماتو له روښانه کېدو سره به دا پرېکړه بیا وارزول شي.
شرکت ټینګار کړی چې تر اوسه په کابین کې د رامنځته شوې شخړې علت او انګېزه نهده روښانه شوې.
په عین حال کې، د اسرائیلو د صدراعظم دفتر اعلان کړی چې له دې پېښې وروسته به اسرائیلو ته د ټولو راتلونکو الوتنو د پیلوټانو، که د اسرائیلي او که د بهرنیو هوايي شرکتونو وي، امنیتي څېړنه لا پیاوړې شي.
د صدراعظم دفتر ویاند دورون اشپیلمن روېټرز خبري اژانس ته وویل، له دې وروسته به اسرائیلي چارواکي د هرې راتلونکې الوتنې د پیلوټانو له هویت څخه خبر وي او د هغوی په اړه به «یو ډول امنیتي څېړنه» ترسره کېږي.
تر اوسه د دغو اقداماتو د عملي کېدو جزئیات نهدي اعلان شوي.
د چهارشبنې په ورځ، د فلایدبی د الوتکې په کابین کې له شخړې او د الوتکې د ارتفاع له سختو کمېدو وروسته، الوتکې د سعودي عربستان په تبوک ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه.
په دې الوتکه کې ۱۷۴ کسان سپاره وو چې ډېری یې اسرائیلیان وو.
اسرائیلي چارواکو ویلي چې مرستیال پیلوټ چې د عمان تبعه بلل شوی، پر اصلي پیلوټ برید وکړ او وروستهیې هڅه وکړه چې الوتکه نسکوره کړي.
د دې اقدام انګېزه لا هم نهده معلومه.
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ماښام له «سيبياېس» شبکې سره په خبرو کې د اسرائیلي چارواکو له قوله، په کابین کې د رامنځته شوې پېښې په اړه نور جزئیات وړاندې کړل.
هغه وویل، کله چې الوتکه اسرائیلو ته نږدې کېده، مرستیال پیلوټ پر اصلي پیلوټ برید وکړ او هغهیې سخت ټپي کړ.
د نتانیاهو په وینا، اصلي پیلوټ چې د هند تبعه دی، له سختو ټپونو سره سره وتوانېد چې د کابین دروازه پرانیزي.
هغه زیاته کړه چې یوه مسافر هم د مرستیال پیلوټ د مهارولو په برخه کې مرسته کړې ده.
«سيبياېس» راپور ورکړی چې وروسته مسافرو او د الوتکې د عملې غړو مرستیال پیلوټ کابو کړ او دوه تنه پیلوټان چې د دندې په وخت کې نهوو، د الوتکې کنټرولیې په لاس کې واخیست او الوتکهیې په تبوک کې کېنوله.
نتانیاهو له «سيبياېس» سره په مرکه کې وویل، د دغه مسافر د روایت پر بنسټ، د ده په اند دا پېښه د الوتکې د تښتولو هڅه نهوه: "فکر نهکوم چې دا د الوتکې تښتول و. داسې ښکاري چې د ځانوژنې هڅه وه."
خو نتانیاهو ټینګار وکړ چې لا وختي ده چې د مرستیال پیلوټ د اقدام کره انګېزه معلومه شي.
اسرائیلي امنیتي چارواکي هم څېړي چې ایا دا پېښه ترهګریز اقدام و او ایا مرستیال پیلوټ یوازې عمل کړی دی که څنګه.
فلایدبی لا هم د اسرائیلي چارواکو دا خبره نهده تأیید کړې چې ګواکې مرستیال پیلوټ غوښتل الوتکه نسکوره کړي او یا یې کومه ځانګړې انګېزه لرله.
نتانیاهو همداراز وویل چې مرستیال پیلوټ په سعودي عربستان کې نیول شوی، ورڅخه تحقیقات روان دي او تمه ده چې د نورو څېړنو لپاره دبۍ ته ولېږدول شي.
روېټرز وايي، لا هم معلومه نهده چې په برید کې کارول شوی شی څنګه د الوتکې کابین ته داخل شوی و.
د هوايي چلند کارپوهانو دې خبري اژانس ته ویلي چې ځیني وسایل او تجهیزات چې په عادي ډول په الوتکه یا کابین کې موجود وي، کېدای شي په داسې برید کې هم وکارول شي.
فلایدبی له ټولو اړخونو غوښتي چې د څېړنو تر بشپړېدو پورې دې د پېښې د علت او انګېزې په اړه له اټکلونو ډډه وکړي.