د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۱

عراق کې د امریکايي پوځیانو د حضور پای؛ د واشنګټن او بغداد همکاري دوام کوي

له عراق نه د امریکايي پوځیانو وتل
له عراق نه د امریکايي پوځیانو وتل

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان وکړ چې د اربیل له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او تجهیزاتو منظم وتل د چهارشنبې په ورځ «د سپټمبر په ۳۰مه» بشپړ شول او په عراق کې یې مأموریت پای ته ورسېد.

سنټکام وايي چې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو په چوکاټ کې د پلان شوي بهیر یوه برخه ده.

د سنټکام په خبرپاڼه کې راغلي چې ګډ ځانګړي ځواکونه چې د دغه عملیاتو په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او اوس‌یې اډه په اردن کې ده.

سنټکام ویلي چې متحده ایالات به د ائتلافي شریکانو او د سوریې د حکومت په همکارۍ، په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر وړاندې خپل مأموریت ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له اربیل هوايي اډې څخه د ائتلاف د وروستیو ځواکونو او تجهیزاتو له وتلو سره، په عراق کې د متحده ایالاتو او متحدینو پوځي مأموریت چې د داعش پر وړاندې یې ۱۲ کاله عملیات کړي و، په رسمي توګه پای ته ورسېد.

ارشیف
ارشیف

عراقي چارواکو ویلي چې د ائتلاف له مأموریت او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به دوه اړخیزه امنیتي او استخباراتي همکاري دوام ولري.

متحده ایالاتو او عراق په ۲۰۲۴ کال کې موافقه کړې وه چې هغه محدود شمېر امریکايي ځواکونه چې په عراق کې د داعش پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د عملیاتو په چوکاټ کې مېشت و، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې به له دغه هېواد څخه ووځي.

د دغې هوکړې له مخې، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتل د تېر کال په اکټوبر کې پیل شول او اوس د اربیل له هوايي اډې څخه د ځواکونو او تجهیزاتو په وتلو سره بشپړ شول.

په دې اډه کې شاوخوا ۱،۵۰۰ امریکايي سرتېري مېشت و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د عراق صدراعظم علي الزیدي تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د «ترهګرو وسله‌والو ډلو د له‌منځه وړلو، د عراق له خاورې څخه د بریدونو د مخنیوي او د دغه هېواد د بشپړ حاکمیت د عملي کولو» پر اهمیت ټینګار وکړ.

د عراق صدراعظم علي الزیدي واشنګټن ته په خپل سفر کې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ سره هم ولیدل
د عراق صدراعظم علي الزیدي واشنګټن ته په خپل سفر کې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ سره هم ولیدل

په عراق کې د متحده ایالاتو پوځي عملیات په ۲۰۰۳ کال کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین د رژیم د نسکورولو لپاره پیل شول او په ۲۰۱۱ کال کې پای ته ورسېدل.

په عراق او سوریه کې د داعش ډلې له راڅرګندېدو وروسته، امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې یو ځل بیا عراق ته ستانه شول څو د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف مشري وکړي.

په عراق کې د متحده ایالاتو د نږدې دوه لسیزې پوځي حضور پر مهال شاوخوا ۴،۵۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG