د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۰

د پاکستان په پلازمېنه کې د دوو افغان رسنیزو فعالانو د ورکېدو ۸۵ ورځې پوره شوې، خو لا یې هم درک نه‌شته

سید قاسم هاشمي او حامد احساس، دوه افغان رسنیز فعالان چې د جولای له څلورمې راهیسې په اسلام‌آباد کې نادرکه دي.
سید قاسم هاشمي او حامد احساس، دوه افغان رسنیز فعالان چې د جولای له څلورمې راهیسې په اسلام‌آباد کې نادرکه دي.

د پاکستان په پلازمېنه کې نږدې ۳ میاشتې وړاندې دوه افغان رسنیز فعالان نادرکه شول، چې لا یې هم معلومات نه‌شته. قاسم هاشمي او حامد احساس، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي وو، د جولای پر ۴مه نادرکه شول. کورنۍ یې وايي، پاکستاني حکومت یې تر اوسه معلومات نه‌دي ورکړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د دوو افغان رسنیزو فعالانو د ورکېدو شاوخوا ۸۵ ورځې کېږي، د هغوی کورنۍ وايي، لا هم ځایي مسوولینو د هغوی د ورکېدو په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

افغان خبریال قاسم هاشمي او فیلم جوړونکی حامد احساس، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي وو، د جولای له ۴مې راهیسې په اسلام اباد کې ورک شوي دي.

د هغوی د کورنيو په خبره، له ډېرو هڅو سره سره لا هم نه‌دي توانېدلي چې د پاکستان له حکومت څخه د هغوی د ځای او ځایګي په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د قاسم هاشمي مېرمنې د تلې یا مېزان پر ۷مه ازادۍ راډیو ته وویل: «څو ځله هغې تاڼې ته، چې په شاوخوا کې یې دوی ورک شوي دي، ورغلي یو چې موږ 'اېف‌آی‌آر' وکړو، خو تر اوسه یې 'اېف‌آی‌آر' نه‌دی کړی. زموږ خبرو ته یې غوږ نه‌دی ایښی، هېچا

موږ صرف د پاکستان له حکومته غواړو، چې د هغوی د ځای او ځایګي په اړه موږ ته معلومات راکړي
د قاسم هاشمي مېرمن

له موږ سره همکاري ونه‌کړه. موږ صرف د پاکستان له حکومته غواړو، چې د هغوی د ځای او ځایګي په اړه موږ ته معلومات راکړي. نږدې ۸۵ ورځې وشوې چې هغوی ورک دي.»

د فیلم جوړونکي حامد احساس مېرمنې، وزلم احساس، ازادۍ راډیو ته وویل، د هغوی له ورکېدو وروسته بیا تر نن ورځې یې بېلابېلې دروازې وټکولې، خو هېڅ مثبت خبر یې نه‌دی تر لاسه کړی.

هغې هم د تلې یا مېزان پر ۷مه ازادۍ راډیو ته وویل: «زموږ چې څه له وسه کېدل، هغه مو کړي دي. وکیلانو ته ورغلي یو، د بشري حقونو د بنسټونو دروازې مو ټکولې دي، بېلابېلو چارواکو ته ورغلي یو، خو تر اوسه د هغوی په اړه موږ هېڅ خبر نه‌لرو. زه یوه مېرمنه یم، چې یواځې خپل خاوند غواړم او یوه مور یم چې د خپلې لور په ورک شوي پلار پسې لټه کوم. هیله ده له موږ سره مرسته وکړئ.»

دوی وايي، په پاکستان کې د اقامت د اسنادو نه موجودیت د دې قضیې تعقیب ورته لا ستونزمن کړی دی.

دغه دوه افغان رسنیز فعالان د روان کال د جولای پر ۴مه د شپې تر اتو بجو وروسته ورک شوي دي. د کورنیو په وینا یې، د اړیکې تر پرې کېدو وروسته یې د هغوی موټر د «جي‌پي‌اېس» له لارې د اسلام اباد په «ډي – ۱۲» سیمه کې پیدا کړ، خو حامد احساس او سید قاسم هاشمي په موټر کې نه وو.

په ورته مهال، دې پېښې په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان هم سخت اندېښمن کړي دي. دوی وايي، له یوې خوا پاکستان هلته مېشتو افغانانو ته د وېزو تمدید بند کړی او له بلې خوا دغه ډول پېښو د دوی پر ژوند سیوری غوړولی دی.

دې پېښې په رښتیا هم په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو پر روحیه اغېز کړی دی
یاسمین یقین نبي‌ زاده یوه افغانه خبریاله

یوې افغانې خبریالې، یاسمین یقین نبي‌زاده، ازادۍ راډیو ته وویل: «دې پېښې په رښتیا هم په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو پر روحیه اغېز کړی دی، ځکه خبریالان اړتیا لري چې په آرامه فضا کې کار وکړي، داسې نه چې له یوې خوا کار کوي او له بلې خوا د خپلې کورنۍ او د خپل ځان د امنیت د خوندیتابه په اړه اندېښمن وي.»

دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوې دي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (AMSO) د پاکستان له امنیتي ادارو غوښتي وو، چې په اسلام اباد کې د نادرکه شویو افغان رسنیزو فعالانو د ځای او وضعیت په اړه دې معلومات شریک کړي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د سید قاسم هاشمي او حامد احساس د ورکېدو د علتونو پټ ساتل د ټولو قوانینو خلاف عمل دی او د هغوی کورنۍ او رسنۍ حق لري، چې د یادو نادرکه شویو افغانانو له وضعیت او د اوسېدو له ځایه خبرې وي.

له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان «Amnesty International» هم په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو، چې ښاغلی هاشمي او ښاغلی احساس ښايي د جبري ورکېدو یا خپل‌سري توقیف ښکار شوي وي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید سمدستي دا قضیه وڅېړي، د هغوی برخلیک او ځای معلوم کړي او د کورنیو پوښتنو ته یې ځواب ووایي. د حامد احساس او سید قاسم هاشمي نادرکه کېدل داسې مهال دي، چې په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال له امنیتي او حقوقي ستونزو سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته ولاړل، خو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د نیولو او ویستلو بهیر چټک شوی او ډېرې کورنۍ د وېزو د تمدید او حقوقي خدمتونو ته د لاس‌رسي له ستونزو سره مخ دي.

خو د دغو نادرکه شویو افغانانو کورنۍ وايي، د دوی اصلي غوښتنه تر دې ټولو ستونزو هم اړینه ده؛ دوی یواځې غواړي پوهـ شي چې د کورنۍ غړي یې چېرته دي او روغتیايي وضعیت یې څنګه دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG