د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

د طالبانو د اداري اصطلاحاتو بدلون؛ منتقدان یې د ملي ترمینالوژۍ لپاره زیان بولي

د طالبانو د حکومت له لوري په کابل کې د ټرافیکو د عمومي ریاست د نوم بدلون په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د روانې سپټمبر په ۱۷مه د «عمومی شرطه مرور» په نوم د کابل د ټرافیکو د عمومي ریاست نوې لوحه رسنیزه شوه. «شرطه» او «مرور» دواړه عربي کلمې دي؛ «شرطه» د پولیسو او «مرور» د تګ راتګ په مانا کارېږي.

د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي او ژبپوهان وایي، هغه اصطلاحات چې له لسیزو راهیسې د خلکو په ورځني استعمال او دولتي ادارو کې دود شوي، بدلول یې د خلکو لپاره ژبه لا پېچلې کوي. د کابل یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي او غږ یې بدل شوی، ازادي راډیو ته وویل چې د لومړي ځل لپاره یې د «شرطه» او «مرور» نومونه اورېدلي دي.

هغه وویل: «د پولیسو نوم په تقریبا ټوله نړۍ کې پولیس دی، او خلک یې د پولیس په نوم پېژنې خو د دې نوم شرطې ته اړول خلکو ته د کلیمو سختول دي، د مرور شرطه د بل څه شرطه، دا ډېر سختیږي، مخکې امنیتي پولیس، ټرافیکي پولیس وو، دا نومونه د خلکو په زهنونو کې ناست دي، دوی خو اوس دا نومونه بدل کړل خو زه فکر نه کوم چې خلک دې یې یاد کړي ځکه خلکو ته دا سخته ده.»

د ننګرهار یوه اوسېدونکي هم ورته نظر څرګند کړ. هغه هم چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل: «د طالبانو له لوري په وروستیو کې د ملي ژبو نفي کول او پر ځای یې په خلکو د عربي ژبې تحمیلول، دا خورا زیان رسونکې عمل دی او دا موږ له فرهنګي استعمار سره مخ کوي.»

د طالبانو حکومت د روانې سپټمبر په ۱۷مه د «عمومی شرطه مرور» په نوم د کابل د ټرافیکو د عمومي ریاست نوې لوحه د ریاست پر دېوال نصب کړه، چې وروسته یې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ بحثونه راوپارول.

«شرطه» او «مرور» دواړه عربي کلمې دي. «شرطه» د پولیسو او «مرور» د تګ راتګ په مانا کارېږي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په رسمي مکتوبونو کې هم د «پولیس» پر ځای د «شرطه» اصطلاح کاروي. په معیاري عربي اداري اصطلاحاتو کې د ټرافیکو ادارې لپاره «الإدارة العامة للمرور» کارول کېږي، خو په افغانستان کې «ټرافیک» او «پولیس» هغه اصطلاحات دي چې له لسیزو راهیسې د خلکو په ورځني ژوند او دولتي ادارو کې دود پاتې شوي دي.

یو شمېر ژبپوهان د دې ډول بدلونونو په اړه نیوکه کوي او وایي، د هغو اصطلاحاتو بدلول چې خلک ورسره اشنا دي، د ژبې د ساده‌والي پر ځای یې لا سخته کوي.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ژبپوهنې پخواني استاد محبوب شاه

خو طالبانو عبور، مرور او د شرطې کلیمې کارول نه یوازې خلکو ته ژبه سختیږي بلکې د ژبوهنې له اړخه هم هیڅ ډول منتطق نه لري
محبوب شاه محبوب د کابل پوهنتون ې پخواني استاد

محبوب ازادي راډیو ته وویل:«عموما په ژبو کې خلک هڅه کوي چې اسانه او روانې کلیمې وکاروي چې ټول خلک پرې پوه شي، خو طالبانو عبور، مرور او د شرطې کلیمې کارول نه یوازې خلکو ته ژبه سختیږي بلکې د ژبوهنې له اړخه هم هیڅ ډول منتطق نه لري.»

لیکوال او ژباړونکی محب زغم هم وایي:

«هغه کلیمې او اصطلاحات چې کلونه کلونه په یوه ژبه کې شته او د خلکو په خولو، رسمي مکتوبونو او رسمیاتو کې شته د هغې بدلول زه فکر کوم سم عمل نه دی او د ګټې پر ځای تاوان رسوي.»

هغه زیاتوي چې د نړۍ هېڅ ژبه له نورو ژبو اخیستل شوو کلمو او اصطلاحاتو څخه بشپړه جلا نه ده او ژبې له یو بل سره د کلمو او اصطلاحاتو تبادله کوي.

دا بدلون په داسې حال کې شوی چې د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د اګسټ په میاشت کې «د شرطې نوی قانون» هم خپور کړی و. د دغه وزارت په وینا، په دې قانون کې د «شرطه» دندې د امنیت، سرحدونو، د وسایطو د تګ راتګ او یو شمېر نورو برخو لپاره تعریف شوې دي.

خو منتقدان وایي، موضوع یوازې دا نه ده چې یوه کلمه عربي ده او که انګلیسي؛ بلکې پوښتنه دا ده چې ولې داسې اصطلاح بدلېږي چې عام خلک یې له لسیزو راهیسې پېژني او کاروي. دا د طالبانو د حکومت له لوري د اداري او عامه اصطلاحاتو یوازینی بدلون نه دی.

په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو حکومت د ښاري ټکسیانو د رنګ بدلولو پروسه هم پیل کړه او د ژیړ او سپین پر ځای یې روښانه فیروزه‌یي رنګ ورته وټاکه. ویل کېږي چې په قطر کې د ټکسیانو رنګ هم فیروزه‌یي ته نږدې دی، خو تر اوسه داسې معتبر سند نشته چې وښيي په افغانستان کې د ټکسیو د رنګ بدلون مستقیماً له قطر څخه اخیستل شوی وي.

د «ټرافیکو» د نوم د تازه بدلون په اړه تر دې دمه د طالبانو له لوري داسې رسمي وضاحت نه دی خپور شوی چې وښيي ولې یې «ټرافیک پولیس» په «شرطه مرور» بدل کړی دی. خو د کورنیو چارو وزارت رسمي اسناد ښيي چې دغه وزارت تر دې وړاندې هم د «شرطه عبور و مرور» اصطلاح کاروله او اوس یې یو شمېر رسمي خپرونې هم د همدې نوم تر چتر لاندې خپرېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG